SlideShow

ACEI


په هری پورپاکستان کي داریانا معلوماتی تيکنالوجی ښونیز مرکز
Aryana Information Technology 
اریانا معلوماتي ټکنالوژي يوځل بيا دکمپيوټر پرمختللی پروګرامونه په عملی ، نظری، اسانه طريقه سره پيل کړی او په لاندې ځانګړتيا وسره د ګرانو هيوادوالو په چوپړکي دی:
د مجربو استادانو درلودونکی، په عصري وسايلو سمباله ،او موخه يې دځوان نسل دفکري استعدادونو لوړول اود نوي ټکنالوژۍ سره اشنا کول دي.
نوکه غواړی په لږ وخت کي کمپيوټر زده کړي او ډير ژر د کمپيوټري ټکنالوژي څخه خبر سی ، نواریانا معلوماتي ټکنالوژي هر وخت د ګرانو هیوادوالوپه خدمت کي ده.
اریانا معلوماتي ټکنالوژي ګرانو هیوادوالوته لاندې خدمات وړاندی کوي:



Ms windows XP,Se7en,Ms word 2007/2010 , Ms Excel 2007/2010 , Ms Power Point2007/2010 , Ms Access 2007/2010 , Ms Publisher2007/2010 , Ms Outlook2007/2011 , Ms Front Page2007/2011,Pashto,Dari & English Typing , Internet, Adobe Photoshop , , , Corel Draw , In Page, PrintArtist, , Adobe Premier , Ulead VideoStudio10,UleadCool3D,UleadMediaStudio,UleadGIFAnimator, UleadPhoto ٍExpress,Web Designing HTML, CSS, Hardware, Networking


د دې پاڼې د خپراوي او پر ليکه کولو لومړنۍ او يوازېنۍ موخه د ټکنالوژۍ په برخه کې د پښتو د انلاين دنيا تشه ډکول دي. يعنې په دې پاڼه کې تر هر څه وړاندې د تخنيکي علومو په تېره کمپيوترپوهنې په باب زيات مطالب، ليکنې او تبصرې خپرېږي. 
دا ويبپاڼه، لکه څنګه چې يې له نوم څخه هم ښکاري، د پښتو ژبې ساينسي غنا او بډاينې ته لستوڼي رابډ وهلي او غواړي له کمپيوټري نړۍ سره د اړوندو نژدې ټولو اړخونو په هکله خپلو مينه والو ته هراړخيز معلومات خپاره کړي او په خپل دې ستونزمن سفر کې له پښتنو کمپيوټرپوهانو څخه د ډېرې مرستې هيله لري.
اریانا ويبپاڼه په هېڅ وجه نه غواړي له ليکنو، تبصرو، خبرونو او... څخه يې د ژبني، سيمه ييز او مذهبي تعصب بوى پورته شي، خو دا د ټولې دنيا د اوسېدونکو اقوامو په څېر د ځان خداى ورکړى حق ګڼي چې د خپلو پښتنو لپاره يوازې د هغوى د مور په ژبه وګړېږي.
د اریانا ويبپاڼې پر لمنه د هغو خپرېدونکو ليکنو، خبرونو او تبصرو د رښتياينې زبات د هغوى په ليکوالو پورې اړه لري چې د ادارې له خوا ترتيب شوي نه وي.
په اریاناويبپاڼه کې د خپرېدونکو ادبي او ذوقي توکو ونډه ډېره محدوده او يوازې د لوستونکو د خستګۍ او ستړيا ليرې کولو لپاره پر ليکه کېږي.
اریانا ويبپاڼه له نورو پښتو هغو سره يو څرګند توپير دا لري چې غواړي خپل کاروونکي په ژوندۍ بڼه داسې سره وتړي لکه تر يوه چت لاندې پر يوه مېز چې راڅرخېدلي وي. دا کار په تېره له کمپيوټرپوهنې سره په اړوندو ساحو کې د نويو او پخو کمپيوټرپوهانو تر منځ د فکري او تجربوي تبادل يوه ډېره پراخه زمينه مساعدوي، ځکه کمپيوټر تر اوسه هم په پښتنو کې د يوې نوي آشنا په توګه ژوند کوي او لا پوره پېژندل شوى نه دى. 
نو د همدې برخې(بانډار) په مرسته به کاروونکي خپلې اړوندې ستونزې، تجربې، پوهې، لارښوونې او توصيې سره شريکوي او ډېر د کمپيوټر تږي به په  اوبېږي.