نیټورکنګ | Networking







Networking Hardware


دلته به تاسو ته دشبکې له ډیرو بنسټیزو توکیو څخه پیل وکړو اوکرار کرار به دیوې پرمختللې شبکې دجوړولو تر اخرو پړاوونو پورې ولاړشو. په سرکې به دشبکې اړین توکي دروپیژنو اوداچې داتوکې څه دنده پرمخ وړي په دې هکله به درته مالومات درکړو:


۱- نیټورک کارډ(Network Adapter) :


په شبکې کې لمړی توکی نیټ ورک کارډ دی چې په راز رازنومونو یادیږي لکه :Network Card, Network Adapter, Network Interface Card اوداسي نور.مګر داټول نومونه دهماغه یوتوکي لپاره کارول کیږي چې مونږ اوتاسو یې دنیټ ورک کارډ په نامه پیژنو. نیټ کارډ په فزیکي توګه یو کمپیوټر له شبکې سره نښلوي ددغه توکي بنسټیزه دنده همدغه ګڼل کیږي دهمدغه نیټ کارډ له لاري کولی شي کمپیوټر له یوه شبکي اوپه پایله کې له انټرنیټ سره ونښلي .


دنیټ ورک کارډ په اړه ترټولو اړینه خبره داده چې ته باید پوه شي چې ایا دانیټ ورک کارډ ستا دشبکې له مزیو یا Media (میډیا کیدای شي مزي وي اویا کیدای شي بي مزیو یا وایرلس وي )   سره سرخوري اوکه نه؟ ځکه که ستاله مزیو یا میډیا سره کارونه شي کړای نو بیابه تاسو ددي جوګه نه یاست چې له شبکې سره ونښلی . بله خبره داده که چیرې تاسو UTP, STP, Coaxial یاهم Fiber Optic مزي کاروی نو ددې لپاره هرمزي لپاره بیل بیل نیټ ورک کارډونه کارول کیږي نو له همدي امله باید دنیټ ورک کارډ دپیرودلو په وخت کې باید مزي په پام کې ونیسی چې تاسو کوم ډول مزي کاروی . 




   


 


داپورته یو نیټ ورک کارډ دی.


اوس مهالي نیټ ورک کارډونه دUTP(Unshielded Twisted Pair) مزي کاروي  دغه مزي له خپل پلاستیکي پوښ لاندې اته نورنري مزي په ځان کې لري  دغه مزي په ځانګړي ترتیب سره سنبالیږي اوپه سرکې یې دRJ45 په نامه پوښ(connector) ورکول کیږي .  دغه پوښونه لکه دټیلیفون دمزیو دپوښونو په څیر دي په دلږ توپیر اوهغه داچې دټیلیفون دمزیو پوښونه لږ واړه دي.  دټیلیفون مزي دRJ11 په نامه پوښونه کاروي مګر کمپیوټر دRJ45 په نامه پوښونه کاروي لکه په دالاندې څیره کې:


 


 


Hub and Switch: 


لکه څنګه چې تاسو ته وویل شو چې کمپیوټرونه دنیټ ورک کارډونو په وسیله یو له بل سره نښلي په دې مانا چې دوی دنیټ ورک کارډونو له لارې خبرتوکي (Data) لیږي اوترګوتو کوي اودغه خبرتوکي دمزیو په مټ له یوه نیټ ورک کارډ څخه بل ته لیږدول کیږي  پس ددوکمپیوټرونو نښلول دمزیو په مټ خو زمونږ ټولې اړتیاوې نشي پوره کولی نو باید چې ډیرکمپیوټرونه ، پرینټرونه اونور شیان دمزیو په مټ سره ونښلووترڅو یوه غوره شبکه ورته وویلی شو نو اوس که مونږ غواړو دوه کمپیوټرونه سره ونښلوو نوباید دCross په ډول ورته مزی جوړ کړو اودکراس مزي له لارې به یې سره ونښلوو مګر دیوه غټ دفتر اوادارې لپاره داکار ناشونی دی پس داسې یوه مرکزي ټکی باید وي چې ټول توکې یې له لارې له یوبل سره ونښلي دلته دی چې دهب یا سویچ اړتیا پیښیږي  که څه هم چې Hubاوس ډیر نه کاریږي مګر بیاهم لږ رڼا به پرې واچوو. هب مختلف ډولونه لري مګرپه ساده توګه ویلی شو چې هب دRJ45 مزو دپورټونو(Ports) یو بکس دی چې په شبکه کې مختلف توکي یوله بل سره نښلوي  .لکه په دالاندې څیره کې :


 


هب دوه مختلفي دندې لري ، لمړی دنده یې داده چې ټولو هغو توکیو ته چې له شبکې سره نښتي دي دنښلیدو دیوې مرکزي ټکي په څیر کارکوي په دې مانا چې ټول باید لمړی له هب سره ونښلي اوهب بیا دوی یوله بل سره نښلوي . دهب بله دنده چې هب په ځان کې شته پورټونه داسې سنبالوي چې که یو کمپیوټر خبرتوکي بل ته لیږي نو هماغه خبرتوکي داسې یوه پورټ ته برابروي ترڅو هغه  چاته چې لیږل شوي هغه یې ترګوتوکړي .تاسو به دادحیرانتیا خبره وي چې که چیرته ډیر کمپیوټرونه له هب سره نښتي وي نو هب څنګه مالومولی شي چې داخبرتوکي دچا دي اوچاته یاني کوم کمپیوټر ته یې ولیږم . دغه کار هب نه بلکه نیټ ورک کارډ کوي هرنیټ ورک کارډ چې جوړیږي دهمغي جوړونکي کمپنۍ لخوا پري یوه شمیر ه وهل کیږي چې دغه شمیره دهر نیټ کارډ جلا جلا وي هیڅ دوه نیټ ورک کارډونه به ونه لیدل شي چې دغه شمیري یې یو شان وي دغه شمیري دMedia Access Control(MAC) ادرس په نامه یادیږي .


کله چې یوکمپیوټر چې له ایترنیټ شبکې سره نښتی وي وغواړي چې خبرتوکي بل کمپیوټر ته ولیږي اودادواړه کمپیوټرونه له یوې مرکزي توکي (هب)سره نښتي وي نو په دغه صورت کې خبرتوکي ټولو هغو کمپیوټرونو ته چې له هب سره نښتي دي لیږل کیږي هرکمپیوټر دغه خبرتوکي ګوري که چيري دده د نیټ ورک کارډ ادرس پري وهل شوی وو ترګوتو کوي يې که نه نو پریږدي یې ترڅو هغه کمپیوټر چې دهغه دنیټ ورک کارډ شمیره پرې وهل شوي ده یې ترګوتو کړي .


کله چې یو کمپیوټر وغواړي خبرتوکي ولیږي نو لمړی دی ګوري چې بل کمپیوټر خوبه خبرتوکي نه لیږي یاپه بل عبارت مزی بوخت دی که نه ؟که په همدغه وخت کې چې همداکمپیوټر غواړي خبرتوکي ولیږي مزی بوخت نه وي نو دی خپل خبرتوکي لیږي اوکه همدغه وخت کې مزی دخبرتوکیو په لیږلو بوخت وي اوهمدا کمپیوټر هم خبرتوکي ولیږي نوددواوړ خبرتوکیو پاکټونه (Packets) سره ټکر کوي اوستونزه رامنځ ته کیږي نوپه دغه صورت کې که ټکر منځ ته راغلو نوداوړه کمپیوټرونه دیوه ټاکلي مهال لپاره تم کیږي اوبیا وروسته خپل خبرتوکي بیالیږي . نوڅومره چې کمپیوټرونه په یوه داسې شبکه کې چې دهب په مټ سره نښتي وي زیاتیږي  نو ټکرونه هم زیاتیږي اودشبکې اغیزمنتوب کمیږي همدالامل دی چې دسویچ (Switch) کارولو ته اړتیاپیښیږي .ځکه چې هب نه شي کولای ددغسې ټکرونو مخنیوی وکړي .سویچ هم ټول هغه بنسټیز کارونه چې هب یې ترسره کوي کولای شي مګر توپیر یې دادی چې سویچ ددوه کمپیوټرونو ترمنځ اړیکه ټینګولای شي په د ي مانا که یوکمپیوټر وغواړي بل ته خبرتوکي ولیږي  نوددې اړتیا به نه وي چې لمړی به داټولو کمپیوټرونو ته لیږي اوبیا چې دهریوه دنیټ ورک کارډشمیره پرې وه نوهغه  به یې ترګوتو کوي بلکه له هماغه کمپیوټر ته یې نیغ په نیغه لیږي اونور کمپیوټرونو ته هیڅ راز مزاحمت نه جوړوي لکه په هب کې


 


سویچ شبکه ډیره اغیزمنه اوښه کوي لمړی داچې ټکرونه له منځه وړي .بل ښه والی یې داده چې په یوه وخت کولی څو کمپیوټرونه کولی شي یوبل ته خبرتوکي ولیږي نه لکه دهب غوندي  چې لمړی به یو کمپیوټر خبرتوکي لیږي بیاچې مزی تش شو نوبیابه يې بل لیږي .


 


























په لمړی برخه کې مو دشبکې دبنسټیزوتوکیولکه هب ، سویچ خبرې وکړو اوس به همدالړۍ پسې وغځوواودشبکې دیوډیر مهم سختکالي په هکله چې راوټر (Router) نومیږي به خبرې وکړو. که چیرې تاسو دشبکې په هکله لږ ډیر مالومات هم ولری نوخامخا به مودراوټرنوم اوریدلی وي . هغه شبکې چې دانټرنیټ په مټ سره نښتې دي یوله بله دراوټر په مټ سره نښلي په دغسې شبکو کې دراوټر کارول خورا اړین دي  پام مو وي چې دراوټر دنده دانټرنیټ تیارول نه دي بلکه رواټر ددوویاڅو شبکو ترمنځ دخبرتوکیودپاکټونو دلیږدرالیږد دنده په غاړه لري . په اوس مهالې ټکنالوجي کې ډول ډول راوټرونه شتون لري چې له ډیرو ساده څخه نیولي ترډیرولوړبیواوپرمختللیوراوټرونوپورې رسیږي .ځکه دکور دشبکې لپاره له ډیر ساده راوټرڅخه کاراخستل کیږي مګر دیوې غټې ادارې لپاره باید دیوپرمختللی راوټر  څخه کاراخستل کیږي . مګر پام مو وي چې که هر راز راوټر وي دنده یې دشبکوترمنځ دخبرتوکیو دپاکټونو لیږل دي .


دالاندې څیره کې تاسو یو راوټر ګوری :


 


 


راوټر څنګه کارکوي :


په دې پوه شوی چې راوټر څه شی دی اوڅه دنده لري .اوس په دې وغږیږو چې راوټر څنګه کارکوي؟ ددې لپاره چې دراوټر په کاري لړۍ ځان وپوهو باید لومړی دTCP/IP پروتوکول وپیژنواوپوه شو چې داپرتوکول څنګه کارکوي :


هر ه هغه وسیله چې دTCP/IP دشبکې سره نښتې وي باید یوه بیساري اوځانګړې دIP  شمیره باید ولري چې دغه IP دنوموړې وسیلې نیټ ورک کارډ ته ورکول کیږي .دIP  شمیره دڅلوربرخو داسې شمیرو څخه جوړه شوي چې دټکي په مټ یوله بل څخه بیلې شوي دي دنمونې په توګه :192.168.0.1 دایوه IP شمیره ده.دIP شمیره کولای شوی دکوڅې اوکور له پتې سره پرتله کړوځکه دکوڅې پته دکوڅې نوم  اوکوڅې شمیره په ځان کې لري اوهمداراز دکورشمیره اونوم بیا هماغه کور ښيي نوهمدغسي دIP شمیره هم داسې په دووبرخو ویشل شوي یوه برخه یې شبکه ښیی اوبله برخه یې دوسیلې شمیره ښیی .


اوس مهمه داده چې څنګه پوه شو چې کوم ځای کې دشبکې شمیره بشپړیږي اوکوم ځای کې دوسیلې یا کمپیوټر شمیره پیل کیږي ؟ ددې کار لپاره یو ه بله شمیره ده چې دsubnet mask په نامه یادیږي  دغه شمیره کمپیوټر ته وایې چې له دغې شمیرې وروسته دشبکې شمیره بشپړیږي اودکمپیوټر شمیره پیلیږي .


Subnet mask لکه دIP دشمیرې په څیر ښکاري یانې داسې شمیري دي چې دڅلورو ټکو په مټ سره بیل شوي دي .دنمونې په توګه : 255.255.255.0 په دغه شمیره کې داول دری شمیرې چې دټکي په مټ سره بیل شوي دOctet په نامه یادیږي .هره شمیره چې ددغو ټکو په مټ سره بیل شوي هر یو یې دOctet په نامه یادیږي . په سب نیټ ماسک کې که چیرې یوه شمیره 255 وه نوداپه دې مانا ده چې دادشبکې برخه ده اوکه دوه شمیرې 255.255 وي نوداپه دې مانا چې دادوه دشبکې برخه اوکه داشمیره 0 وه نو داپه دې ماناچې دادکمپیوټر برخه ده. دنمونې په توګه دیوکمپیوټر دIP  ادرس 192.168.1.1 اوsubnet mask یې 255.255.255.0 دی په دغه سب نیټ ماسک کې لومړی دری  octet یانې 255.255.255 په دې دلالت کوي چې ددشبکې برخه شمیره ده او0 ښیی چې ددکمپیوټر برخه شمیره ده . په دې مانا چې دIP ادرس لومړی دری شمیرې کمپیوټروته نه شي ورکولی مګر دکمپیوټرونولپاره باید د0 شمیره وکاروي . دنمونې په توګه که نوروکمپیوټرونوته ادرس ورکوونوپه لاندې ډول مونږ یوازې اخري شمیره کارولی شو:


192.168.1.1


192.168.1.2


192.168.1.3


192.168.1.4


اوس خبره داده چې کمپیوټرونه یوله بل سره نښلي نو IP ادرس کاروي . دنمونې په توګه که یو کمپیوټر چې دIP ادرس یې 192.168.1.1 وي وغواړي له یوبل کمپیوټر سره چې دIP ادرس یې 192.168.1.2 وي ونښلې یاخبرتوکي سره ولیږي  نوراوټر ورته وايې چې دا لومړی IP غواړي دې دوهمې IP ادرس ته ولیږي راوټر بیادIP په مټ کمپیوټرونه سره نښلوي . په دې ترتیب چې کمپیوټر خبرتوکې لمړی دخپلې شبکې راوټر ته اوراوټر بیاخبرتوکې دبلې شبکې راوټر اوهماغه رواټر يې بیا دخپلې شبکې کمپیوټر ته وړاندې کوي .


کمپیوټري شبکه یا نیټورک - دوهمه برخه

کوکسیال کیبلCoaxial Cable

Coaxial کیبل چې په لنډ ډول ورته Coaxویل کیږي یو وخت په نیټورک کې ډیر کارول کیدونکی کیبل وو چې د کم قیمت لرونکی او په اسانۍ سره انسټالیږي کوکسیل کیبل په منځنۍ برخه کې یو لیږدوونکی یا هادي لري، نوموړی هادي د یو تاو شوي فلز په وسیله احاطه شوی چې د هادي او نوموړي فلز تر مینځ یوه جدا کوونکې برخه هم شته. همدارنګه نوموړی کیبل یو بهرنی پوښ COVERهم لري چې د Sheath یا Jacket په نامه هم یادیږي.د نیټورک سیګنالونه یوازې د منځنۍ برخې د هادي په وسیله لیږدول کیږي او نور پوښونه یوازې د باندنیو زیانونو لکه EMI, RFI  او نورو څخه د کیبل د ساتلو دنده په غاړه لري.

ځینې کوکسیال کیبلونه زیات شمیر فلزي پوښونه او بیلوونکې برخې لري، په کومه اندازه چې د پوښونو شمیر زیات وي په هماغه اندازه د کیبل قیمت لوړ او د بهرنیو عواملو څخه د زیانمن کیدو چانس یې کم وي.

که په Coaxial  کیبلونو کې د منځني لیږدوونکي یا هادي او فلزي تاو شوي پوښ تر مینځ بیلوونکی برخه چې ډیری وخت د Polyvinyl Chloride یا PVC څخه جوړه شوې وي له منځه ولاړه او یا زیانمنه شي نو منځنی هادی د فلز سره چې هغه هم هادي دی تماس پیدا کوي او د نوموړي تماس څخه شارټ پیداکیږي او کیبل نه شي کولی چې د نیټورک ترافیک انتقال کړي.

کوکسیال کیبل نظر Twisted Pair  یا TP کیبل ته د خارجي عواملو څخه د زیانمن کیدو کم چانس او نظر رڼایي یا نوري فایبر ته د زیانمن کیدو ډیر چانس لري. د دې لپاره چې د نوموړي زیان څخه یې تر یو بریده مخنیوی وشي نو په هغه سیمو کې چې زیات بیړو بار لري نوموړي کیبل ته باید حفاظتي غښتلی پوښونه واغوستل شي.
د کوکسیل کیبل ډولونه:

د ایدرنیټ لپاره (ایدر نیټ د نیټورک یو ډول دی) د کوکسیل کیبل دوه ډوله کارول کیږي. Thin wireیا thinnet او thickwire یا thicknet چې thin او thick ایدرنیټ هم ورته وایي. د بریښنایي او الیکترونیکي انجینیرانو انسټیټیوټ Institute of Electrical and Electronics Engineers (IEEE) د نوموړو کیبلونو لپاره د 10Base2  او 10Base5 معیارونه ټاکلي داسې چې لومړی 10 د کیبل تیزوالی یا بینډویټ ښایی یعنې د کیبلونو نوموړي دواړه ډولونه  په یوه ثانیه کې 10Mb معلومات یا ډیټا لیږدوي. ورپسې Base د کیبل د سیګنال لیږدولو لاره او طریقه ښایي چې نوموړي دواړه ډوله کیبلونه د baseband ټیکنالوجۍ څخه په استفادې سیګنالونه لیږدوي او په پای کې 2  او 5 د د سلونو په حساب د کیبل د اعظمي اوږدوالي اندازه ښایي چې thinwire د دوه سوه مترو په اعظمی اوږدوالي او thickwire د پنځه سوو مترو په اوږدوالي د سیګنالونو د لیږدولو توانایي لري.

Thinwire Ethernet یا Thinnet :

 د نیټورک دا ډول مزي (کیبلونه) نري او 0.25 inch یا 0.64 cm قطر لري. نوموړي کیبلونه ارزانه او په اسانۍ سره د کارولو وړ دي چې په کوچنیو نیټورکونو کې کارول کیږي. دا ډول کیبلونه د کمپیوټر سره د تړاو لپاره د BNC په نامه د نښلوونکي یا کنکټر څخه استفاده کوي او همدارنګه د نورو آلاتو سره د تړاو لپاره هم د همدغه کنکټر کاروي.

دا ډول کیبلونه د 185 یا 200 مترو 607 فوټو په اوږدوالي سیګنالونه لیږدولی شي. Bandwidth یې 10Mbps دی.انسټالول او بدلول رابدلول یې اسانه، قیمت یې کم د خارجی عواملو څخه کم زیانمنیدونکی او د BNC یا British Naval Connector څخه استفاده کوي
BNC Connectors

Thickwire Ethernet یا Thicknet  :

د کوکسیل کیبلونو یو پریړ او مظبوط ډول دی چې نژدې یو سانتي متر قطر لري او ډیری وخت د یو روښانه زیړ رنګه پوښ په وسیله پوښل شوی وي. دا ډول کیبل یو وخت په ایدرنیټ کې د زیاتو کارول کیدونکو کیبلونو د جملې څخه وو خو نن سبا د لوړ قیمت او په سختۍ سره د انسټالیدو له امله په نیټورک کې کم کارول کیدونکی کیبل دی.

د کیبل د قطر د زیاتوالي د ګټو څخه یوه هم د باندنیو زیانونو په مقابل کې مقاومت او د سیګنالونو ښه او سالمه لیږدونه ده، همدارنګه که کیبل پریړ و اوسي نو د هغه سره ډیر آلات تړل کیدای شي او په لیرو فاصلو د سیګنالونو د لیږد توانایي لري ځکه خو دا ډول کیبلونه اکثره د backbone په ډول (بیک بون د هغه کیبل څخه عبارت دی چې د نیټور ک بیلابیل سیګمنټونه یا برخې د هغه په وسیله سره تړل کیږي) کارول کیږي.

دا ډول کیبلونه د 500m یا 1640 فوټو په اوږدوالي سیګنالونه لیږدولی شي، bandwidth یې 10mbps دی، انسټالول یې یو څه ستونزمن، قیمت یې د تیک وایر او نوري فایبر په پرتله کم دی، د BNC کنکټر څخه استفاده کوي او د نورو کیبلونو په پرتله د بهرنیو څپو څخه کم اغیزمن کیږي.
انځور
د دې لپاره چې د کوکسیال کیبلونو ټول ډولونه کار وکړای شي نو یې بلې آلې ته چې د terminator په نوم یادیږي اړتیا لري. نوموړې آله د BNC  یو Female کنکټر دی او د کیبل دواړو خوا ته نښلول کیږي. د ټرمیناټور دنده یوازې دا ده چې تر ارتباط وروسته د کیبل سیګنالونه ختم کړي او کیبل  د دوباره تړاو لپاره د سیګنالونو څخه پاک کړي.

د کوکسیال کیبلونو یو ښه والی دا دی چې نسبتاً په اوږدو فاصلو سیګنالونه لیږدوي او د نورو په پرتله یې مقاومت زیات دی خو د تیزوالي له پلوه له نورو وروسته پاتې دی ځکه خو نن سبا په نیټورکونو کې د TP او نوري فایبر او همدارنګه بې سیمه wireless ټیکنالوجۍ څخه کار اخیستل کیږي.

یادونه باید وکړو چې کوکسیال کیبلونه په مختلفو نیټورکونو کې استعمالیږي چې ښه بیلګه یې کیبلي تلویزیون دی چې مونږ ټول ورسره اشنا یو او هغه کیبل چې مونږ یې د کیبل د مرکز څخه خپل تلویزیون ته را غزوو د کوکسیال کیبل یو ډول دی چې د RG - 59 په نوم پیژندل کیږي او 75ohm مقاومت لري.

د همدغه تلویزیونی کیبل له لارې مونږ کولی شو انټرنیټ ته هم لاسرسی پیداکړو، د دې کار لپاره مونږ د کیبل یو موډیم ته اړتیا لرو. د تلویزیون کیبل لومړی د دغه موډیم سره تړل کیږي او بیا د نوموړي موډیم څخه TP کیبل چې وروسته به یې وپیژنو د کمپیوټر د نیټور په درشل یا LAN Port کې ننویستل کیږي او د دې لارې مونږ انټر نیټ ته لاسرسی پیداکوو خو دا په هغه صورت کې چې د کیبل اداره انټرنیټي خدمات هم وړاندې کوي.
انځور
 Twisted Pair یا TP کیبلونه:

په عمومي ډول ټول Tp کیبلونه د یو یا ډیرو سره تاو شوو او پوښل شوو میسي تارونو یا سیمونو لرونکي وي چي د تارونو تاو والی یا twists ځکه مهم دي چې د همدې تاووالي له امله الیکترومقناطیسي ساحه رامینځ ته کیږي او د باندینو څپو د مداخلې مخینیوی کوي نو څومره چې یې تارونه ډیر سره تاو شوي وي په هماغه اندازه د کیبل مقاومت ډیر او قیمت یې لوړ وي.

TP کیبلونه په دوه ډوله دي

۱- بې پوښه یا Unshielded Twisted Pair (UTP) 
۲ - پوښ لرونکی یا Shielded Twisted Pair (STP)

UTP یو یا څو جوړې تارونه لري چې د یو حفاظتي پوښ په وسیله پوښل شوې وي

STP هغه ډول کیبل دی چې د بهرني حفاظتی پوښ سربیره پکې هره جوړه د یو بل فلزي تارونو څخه جوړ شوی پوښ په وسیله پوښل شوي وي.

ا
د TP دواړه ډولونه ، یو ټي پي او ایس ټي پي په مختلفو شکلونو کې استعمالیږي چې زیاتره شپکې د یو، دوه، څلور، شپږو او اتو جوړو TP کیبلونه کاروي. یادونه باید وکړو چې ځینې ټي پي کیبلونه کیدای شي د پنځوسو څخه تر سلو جوړو تارونو پورې په یو کیبل کې ولري.

بې پوښه TP یا UTP :

هغه یو ټی پی کیبلونه چی نتورک کی کارول کیږی همیشه یو یا څو جوړی تارونه لری چی پکی د تاووالی اندازه د میتر یا فټ له مخی اندازه کیږی. د I EEE له خوا یو بل وړاندی شوی معیار 10BaseT دی چی دلته ټی د یو ټی پی څخه استازیتوب کوی دغه معیار اوس مهال د نیتورک د کیبل غزولو مشهور شکل دی چی اعظمی اوږدوالی یی سل متره دی

یو ټي پي کیبلونه د Electronic Industry Alliance یا EIA ، TIA یا Telecommunication Industry Assosiation او ANSI یا  American National Standard Institute له لوري د ANSI/TIA/EIA 568 د سیم غزولو د معیار له مخې په لاندې کتګوریو ویشل شوي:

۱ - Category 1 یا لومړۍ کتګوري: د یوټي پي هغه ډول دی چې د عامو تلیفون سیټونو لپاره کارول کیږي چې د ډیټا لیږدولو توان نه لري او یوازې غږونه لیږدولی شي. په دې ډله کې هغه یوټي پي راځي چې د ۱۹۸۲ کال څخه د مخه کارول کیده

۲ - Category 2: د یو ټي پي هغه ډول دی چې bandwidth یې 4mbs دی. د معلوماتو د لیږدولو توانایي هم لري او د څلور جوړه سیمونو څخه جوړ شوی. څرنګه چې د دا ډول کیبلونو د لیږد سرعت یا سپیډ ډیر کم دی ځکه خو نن سبا نه کارول کیږي.

۳ -  Category 3 : د یو ټي پي هغه ډول دی چې د 10mbs په سرعت ډیټا لیږدوي. دا کتګوري هم څلور جوړه تارونه یا سیمونه لري چې هره جوړه کم تر کمه په یو فپ کې درې او په مترکې لس تاوکښونه یا twists لري. دا ډول کیبلونه په زړو نیټورکونو کې کارول کیدل خو دا مهال د نیټورک د ټیکنالوجۍ په پرمختګ سره چې 100mbs او 1Gbps سپیډ لري دا ډول کیبلونه کار نه کوي او باید بدل شي.

۴ - Ctegory 4 : د یو ټي پي کیبل هغ ډول دی چې د 16mbs په اندازه معلومات لیږدوي او د سیګنالونو اندازه یې 20MHz دی. دا لومړنی کیبل دی چې له غږ سره سره ډیټا هم لیږدولی شي او څلور جوړه تارونه لري.

۵ - Category 5 :پنځمه کتګوري یا Cat 5 د یو ټي پي هغه ډول دی چې د 100mbps په تیزوالي ډیټال لیږدوي او څلور جوړه تارونه لري.

۶ - پرمختللې پنځمه کتګوري Cat 5 Enhanced : لکه د نامه څخه چې یې ښکاري د Cat 5 پرمختللي بڼه او هغه کمی پکې پوره شوی چې پنځمې کتګورۍ لرلو. دا ډول کیبل په ګیګابایټ نیټورک کې کارول کیږي.

۷ - Cat 6: 
د یو ټي پی نوموړی ډول د 250MHz په فریکوینسيۍ ډیټا لیږدوي او د ډیټا د لیږد تیزوالی یا بینډویډت یې 1000Mbps دی. نوموړی کیبلونه په 10000Mbps نیټورکونو کې هم کار کوي


د نوري فایبر کیبل Fiber Optic Cable  


فایبر اپتیک یا د نوري فایبر سپڼسی (کیبل) لکه د نامه څخه چې یې ښکاري سیګنالونه د رڼا یا نور په بڼه لیږدوي او هیڅ بریښنایی سیګنال نه شي کولای د نوري فایبر څخه تیر شي ځکه خو دا ډول کیبلونه د خارجي څپو د زیانونو څخه چې بریښنایی څپې دي په بشپړ ډول خوندي دي.

نوري فایبر د لوړ Bandwidth ، لوړې چټکتیا، په لیرو فاصلو د سیګنالونو د انتقال د توانایۍ او د زیاتو معلوماتو د لیږدولو د ظرفیت لرونکی دی. دا ډول  کیبل په منځنۍ برخه کې یو نری او نازک شیشه یي استوانه cylinder لری چې د core په نوم یادیږي، نوموړې استوانه د یو سخت پوښ په وسیله احاطه شوې او په پای کې د یو باند یني پوښ په وسیله ټول کیبل پوښل کیږي.ځینې وختونه په منځنۍ برخه کې د ښیښې پر ځای پلاستیک کارول کیږي. پلاستیک په اسانۍ سره د بدلون وړ او ډیر حساس نه دی خو د شیشې په پرتله په زیاته فاصله د سیګنالونو د لیږدولو ځواک نه لري.

په هر رڼایي سپڼسي کې د رڼا د لیږدولو هر لیږدوونکی conductor یا هادي یوازې په یوه لوري سیګنالونه لیږدولی شي ځکه خو د تل لپاره یو لوری لیږدونکی او بل لوری اخیستونکی وي. پر همدې بنسټ د نوري فایبرونو زیاتره ډولونه د دوه ښاخونو لرونکی وي چې هر یو یې د بیل پوښ لرونکی او بیا دواړه ښاخونه په یو بهرني پوښ پوښل کیږي او یا کیدای شي چې دوه بیل بیل کیبلونه وي. د نوري فایبر په ډیری ډولونو کې د رڼا د لیږدولو منځنی هادي د یو شیشه یې یا پلاستیکي پوښ په وسیله د لا پیاوړتیا په موخه پوښل شوی وي.

رڼایي سپڼسی د ډیر زیات بینډویډت لرونکی دی چې په یوه ثانیه کې یې سرعت د لس ګیګابایټو څخه عبارت دی. همدارنګه ځینې ازمایښتونه ښایي چې نوري فایبر کولی شي تر 200Gbps  په اندازه معلومات ولیږدوي.

د نوري فایبر د سیګنالونو د لیږد اعظمي فاصله د دوه کیلومترو نه تر سل کیلو مترو پورې ده. انسټالول یې یو څه ستونزمن او حساس کار دی، قیمت یې د کیبل د ټولو ډولونو څخه لوړ دی، د مختلفو نښلوونکو یا کنکټرونو لکه  ST, SC, MIC او MT-RJ څخه استفاده کوي. د نورو ټولو کیبلونو په پرتله د خارجې زیانونو او څپو څخه کم او یا هیڅ نه اغیزمن کیږي.

نوري فایبر په دوه ډوله دی، یو یې single mode کیبل دی چې یو شیشه یی فایبر لري او بل یې multi mode چې په منځنۍ برخه کې دوه او یا څو ښیښه یی فایبرونه لري. سینګل موډ کیبلونه ډیر قیمتی او د لایزر پر بنسټ د سیګنالونو د لیږدولو ټیکنالوجي کاروي او په اوږدو واټنونو کې کارول کیږي. د ملټي موډو کیبلونو قیمت کم او د  LED یا Light Emitting Diodes  سره کار کوي.

د نوري فایبر د زیات قیمت په پام کې نیولو سره دا ډول کیبل یوازې په هغه حالت کې کارول کیږي چې زیاتې چټکتیا ته اړتیا وي او په اوږدو واټنونو کې سیګنالونه لیږدول کیږي. خو اوس مهال د نوموړو کیبلونو د قیمت په یو څه راپریوتو او د ښه امنیت په لرلو سره (ځینې هیکران ضعیفه کیبلونه Leak  کوي او معلومات ترې غلا کوي) په ډیری شبکو کې د backbone په ډول او همدارنګه په هغه شبکو کې چې پکې زیات معلومات، غږونه او نور لیږدول کیږي کارول کیږي.
د کمپیوټری جال (نیټورک) لپاره د کیبل ټاکنه

د نیټورک لپاره بیلابیل کیبلونه کارول کیږي چې مخکې مو وپیژندل، دا چې د د دې کیبلونو تر مینځ کوم یو د خپل کمپیوټری جال لپاره وټاکو لاندې ټکي باید په پام کې ولرو:

۱ – سرعت یا bandwidth : یعنې شبکه باید څومره تیزه وي؟ د لوړ سرعت په صورت کې مونږ اړ یو چې قیمتي کیبلونه وکاروو او د نصبولو لوړ لګښت وګا لو.

۲ – بودیجه: غواړئ څومره پیسې په کیبل ولګوئ؟ چې د بودیجې د کموالي په صورت کې د ټیټ قیمت کیبلونه  او د کافی بودیجې په صورت کې د لوړ قیمت او غوره کیفیت کیبلونه رانیول کیږي.

۴ – ظرفییت: نیټورک مو څومره ترافیک لري؟ د نیټورک د ترافیکو او تړل کیدونکو آلاتو په پام کې نیولو سره د کیبل د ډول ټاکل.

۵ – چاپیریال: د نیټورک چاپیریال مو څومره بیړ او بار لري؟ د چاپیریال د زیانونو په نظر کې نیولو سره د ښه امنیت لرونکی کیبل ټاکل.

۶ – د کیبل ځای پر ځای کول: کیبل په کومو ځایونو کې غزوئ؟ د کیبل د غزولو د ځای او موقعیت په پام کې نیولو سره  د همغه ځای مناسب کیبل ټاکل.

۷ – د نیټورک پراخوالی: غواړئ د خپل نیټورک سره څومره آلات وتړئ؟ د آلاتو د زیاتوالي په صورت کې د وړ کیبل ټاکل.

۸ – فاصله یا واټن: کیبل باید څومره فاصله احاطه کړي، د فاصلو د لنډوالي او اوږدوالي په نظر کې نیولو سره د اړتیا وړ کیبل ټاکل.

۹ – اړتیاوې: د بیلګې په ډول د کیبل په شا او خوا  کې د اور وژونکو آلاتو اړتیا او نور
.Network Interface Card یا NIC:

په تیرو بحثونو کې مو د نیټورک د مزو یا کیبلونو بیلابیل ډولونه وپیژندل، د دې لپاره چې نوموړي کیبلونه د کمپیوټر سره وصل شي نو د کمپیوټرونو او نوموړو کیبلونو ترمینځ یو فزیکي سرحد ته اړتیا ده. په ډیری کمپیوټرونو کې نوموړی سرحد د یو اضافي کارډ په واسطه چې د NIC یا  Network Interface Card  یادیږي رامینځ ته کیږي داسې چې په نوموړې آلې کې د نیټورک د کیبل د ننویستلو لپاره ځانګړي درشلونه Ports موجود وي.
نوموړې آله د کمپیوټر د اساسې دړې یا motherboard پرمخ په یوه سلاټ کې ایښودل کیږي او د نیټورک کارډ او نیټورک اډاپټر په نامه هم یادیږي چې تاسو یې لاندې انځور کتلای شئ

په لپټاپ کمپیوټرونو همدارنګه په اوسنیو ټولو کمپیوټرونو کې د نیټورک د کیبل لپاره تیار جوړ شوی پورټ موجود وي او NIC ته یې اړتیا نشته. په پخواینو لپټاپ کمپیوټرونو کې چې تیار جوړ شوی پورټ یا درشل نه لري د PCMCIA  په نامه د اضافی نیټورک کارډ څخه استفاده کیږي. څرنګه چې دا زړې او پخوانۍ خبرې دي ځکه خو پرې دلته بحث نه کوو دلته په دې غږیږو چې د نیټورک کارډ او یا په اوسنیو کمپیوټرونو کې د نیټورک د درشل یا پورټ دنده څه ده؟

په ټولو کمپیوټرونو کې NIC دوه مهمې دندې سرته رسوي لومړی دا چې د کمپیوټرونو ترمینځ ارتباط یا کنکشن قایموي او دوهم دا چې ډیجیټل معلومات یا سیګنالونه داسې یوې بڼې ته اړوي چې د نیټورک د تړاو په آلاتو یا Network Media  کې د لیږدیدو وړ وي او په مقابل لوري یا د اخیستونکې کمپیوټر NIC نوموړي معلومات بیرته ډیجیټل بڼې ته اړوي.
د NIC یوه بله مهمه دنده دا ده چې د CPU څخه چې کومه ډیټا په موازي یا Parallel بڼې NIC ته راځي هغه بل کمپیوټر ته د انتقال په موخه پرله پسې بڼې یا serial بڼې ته اړوي او باالعکس راتلونکې سیریال ډیټا CPU  ته په موازي بڼه استوي.

د نیټورک کارډ فزیکي ادرس:

د نیټورک هر یو کارډ ځانګړی ادرس لري چې د هغه په حافظه یا ROM (Read Only Memory) کې ثبت وي. نوموړی ادرس MAC Address یا Media Access Control Address په نوم یادیږي او Physical Address او یا Hardware Address هم ورته وایي. دغه ادرس شپږ بایټه یا 48bit دی چې د Hexadecimal یا شپاړلسو په سیستم لیکل شوی. دغه ادرس د هر نیټورک پورټ لپاره جدا او بیل وي او هیڅ MAC  ادرس باید مثنی و نه لري.

د نوموړې ادرس یا پتې جوړښت داسې دی چې لومړی درې بایټه د تولیدوونکې کمپنۍ ادرس ښایی او وروستني درې بایټه خپله د نیټورک کارډ یا نن سبا د نیټورک پورټ د ادرس ښودونکي دي د بیلګې په ډول که 9C-00-10-A5-1B-AA د یو نیټورک کارډ فزیکي پته وي نو 9C-00-10 د تولیدوونکې کمپنۍ او A5-1B-AA خپله د نیټورک پورټ یا کارډ ادرس دی نوموړي ادرسونه د IEEE له لوري د نیټورک کارډونو تولیدونکو کمپنیو ته ورکول کیږي تر څو په یو ادرس دوه نیټورک پورټونه جوړ نه شي.
دا چې MAC Address د NIC په یواځې لوستل کیدونکې حافظې یا ROM پرمخ ثبت وي ځکه خو په هغه کې بدلون نه شو راوستلای ولې د نیټورک کارپوهان او کمپیوټري غله یا هکران Hackers د ځینو پروګرامونو او وسایلو پرمټ کولی شي نوموړی ادرس بدل کړي

که تاسو غواړئ د خپل نیټورک کارډ MAC یا فزیکي پته معلومه کړئ نو په لاندې ډول عمل وکړئ:

۱ – سټارټ مینو او بیا Run کلیک کړئ او هلته cmd ولیکئ، انټر ووهئ.

۲ – په راښکاره شوې کمانډ وینډو کې ipconfig /all ولیکئ او انټر یې کړئ. د ځینو نورو معلوماتو سره به به ستاسو د نیټورک پورټ او یا هم NIC فزیکي پته د لاندې وینډو په بڼه کې را څرګند شي.
همدارنګه د getmac کمانډ د لارې نه هم خپل او د نورو MAC ادرس معلومولی شو:
هغه کمپیوټرونه چې په یو یا عین نیټورک کې وي د MAC address  پر مټ یو له بله سره اړیکه نیسي او معلومات یا ډیټا شریکوي. یعنې که یو کمپیوټر بل یو ته څه ورلیږي نو د هغه د MAC پتې له مخې یې ور استوي او که د بل کمپیوټر څخه څه غواړي یا اخلي هم د هغه د فزیکي ادرس یا MAC په اساس ترې غوښتنه کوي. خو په یو له بل څخه جدا او بیلو شبکو کې د IP ادرس پر بنسټ لیږدونه صورت نیسي.

یادونه باید وکړو چې یوازې د NIC له لاري یو کمپیوټر د شبکې سره نه تړل کیږي بلکې کولی شو د USB پورټ، د کوم بل پورټ  او یا هم په بې سیمه wireless  ډول د شبکې سره وتړل شو. همدارنګه یاد لرئ چې اوسنی ټول نیټورک پورټونه د RJ-45  کنکټر لپاره جوړ شوي چې د یو ټي پی کیبل لپاره کارول کیږي.
MAC د OSI په نیټورک برخه یا Layer کې کار کوي چې وروسته به پرې خبرې وکړو
د
نیټورک فزیکي بڼه
Network Topology


د نیټورک د تړاو آلات
(کیبلونه او نیټورک پورټ) مو وپیژندل ، دا چې د نوموړو کیبلونو په وسیله د شبکې
الات په کومه بڼه او شکل سره تړل کیږي زمونږ د دغه بحث موضوع ده. د نیټورک فزیکي
بڼې او جوړښت ته Network Topology
وایي او مونږ د شبکې د فزیکي بڼو څلور ډولونه لرو.



د Bus بڼه
یا Bus Topology :



په دا ډول نیټورک کې ټول کمپیوټرونه یوازې د یو کیبل سره تړلې وي. د
نیټورک دا بڼه چې Linear Bus په
نامه هم یادیږي او د نیټورک تر ټولو ساده شکل دی چې یو وخت د کمپیوټرونو د تړلو
یوه عامه لاره او میتود وو. خو دا لاره یو څه ستونزې او غلطیانې لري او هغه دا چې
د کیبل د یوې برخې په غوڅیدو یا ویجاړیدو سره ټول نیټورک ویجاړیږي. د نوموړي
ړل کیږي تاسو یې په لانديني انځورکې کتلی شئ
ټوپالوجۍ ټول کمپیوټرونه د کیبل د یو سیګمینټ په وسیله په یوه مستقیمه کرښه
ت.په
bus ټوپالوجۍ کې معلومات داسې
لیږدول کیږي چې کله یو کمپیوټر اړ وي چې معلومات ولیږدوي، نوموړي معلومات په بیلو
بیلو برخو تجزیه کوي چې د پیکیټ
Packet په نامه یادیږي او د بریښنایی سیګنالونو په ډول یې لیږدوي
داسې چې نوموړي سیګنالونه په ټول کیبل کې خوریږي او ټولو تړلیو کمپیوټرونو ته
رسیږي خو ولې یوازې هغه کمپیوټر چې  د لیږونکی کمپیوټر له لوري یې نوموړو
.
معلوماتو ته ادرس ورکول شوی نوموړي معلومات اخلي او قبلوي ی
ې



په Bus  بڼې
کې په یو وخت کې یوازې یو کمپیوټر کولی شي معلومات ولیږدوي ځکه خو باید ټول
کمپیوټرونه د نیټورک وخت سره شریک کړي. په همدې بنسټ که په دا ډول شبکه کې د
کمپیوټرونو شمیر زیاتیږي د نیټورک فعالیت هم ورسره ورو کیږي او د دې لپاره چې تر
څو یو کمپیوټر ته د معلوماتو د اخیستلو او لیږلو وار ور رسیږي باید ډیر انتظار
.
وکړ
ي



په Bus نیټورک
کې کله چې یو سیګنال لیږدول کیږي نو تر هغې چې نوموړی سیګنال د یو کمپیوټر له لوري
ونه منل شي د نیټورک په کیبل کې ښکته او پورته ځي او راځي او نور کمپیوټرونه نشي
کولای چې معلومات ولیږدوي چې دې حالت ت
ه
ignal Bounce وایي. د دې لپاره چې د نوموړي کار مخنیوی وشي نو

S
ول سیګنالونه باید د کیبل په پای کې له مینځه یوړل شي. په بس نیټورک کې نوموړې

ټدنده د Terminator په نوم یوه آله
سرته رسوي چې د کیبل د دواړو خواوو سره نښلول کیږي او په کیبل کې لیږدیدونکي
سیګنالونه چې پای ته رسي هغوی جذبوي او کیبل د نورو سیګنالونو د لیږد لپاره پاکوي.

په
Bus نیټورک کې کله چې کیبل په کومه برخه کې غوڅ شي نو سیګنالونه نه terminate یا نه جذبیږي او د سیګنالونو د یو سره څخه بل سر ته دوامداره تګ
راتګ یا سیګنال بونس رامینځ ته کیږي او ټول نیټورک د فعالیت څخه لویږي



د بس نیټورک د پراختیا یا غزولو لپاره د کیبل بیلې بیلې برخې segments د
BNC نښلوونکي په وسیله سره نښلول کیږي. دا چې بس بڼه یو څه ستونزې لري او
یوازې د کیبل د یوې برخې په ویجاړیدو سره ټول نیټورک ویجاړیږي ځکه خو د بس نیټورک
ځای نن سبا سټار Star ټوپولوجۍ نیولی.



ستوري ډوله شبکه
Star Topology :



د نیټورک په نورو بڼو کې د ستونزو له امله ستوري ډوله بڼه نن سبا د
نیټورک د ډیرو کارول کیدونکو او تایید وړ ټوپولوجیو څخه ده.د نیټورک په دا ډول بڼه
کې شامل کمپیوټرونه د یو ټوټه یا سیګمینټ کیبل په وسیله د یوې مرکزي آلې یا Hub سره تړلي وي، کله چې یو
کمپیوټر معلومات لیږدوي نوموړي معلومات لومړی مرکزي هب ته ځي او له هغه ځایه په
نیټورک کې ټولو شاملو کمپیوټرونو ته استول کیږي، ټول کمپیوټرونه نوموړي معلومات
نل کیږي
معاینه کوي او یوازې د هغه کمپیوټر له خوا چې معلومات د هغه په ادرس استول شوي
م.

په ستوري ډوله شبکه کې د
ټول نیټورک ویجاړیده  یوازې د مرکزي هب د ویجاړیدو له امله رامینځ ته کیږي او
په انفرادي ډول د کوم کمپیوټر د غوڅیدو یا زیانمن کیدو له امله یوازې هماغه
.
کمپیوټر په نیټورک کې له کاره لویږي او نوره شبکه خوندي پاتې کیږ
ي

د سټار نیټورک بله ګټه
دا ده چې  په اسانۍ سره په دا ډول شبکه کې راپیښې ستونزې له مینځه وړلای شو
ځکه چې د نیټورک آلات پکې د یو مرکز سره تړلې وي او د نیټورک اداره کوونکی کولی شي
بیلابیلې ستونزې یو له بل څخه بیلې او د هغوی د له مینځه وړلو لپاره ګام واخلي.

څرنګه چې د نن ورځې ټولې شبکې د همدې سټار ټوپولوژۍ پر بنسټ جوړیږي
ځکه خو مونږ هم غواړو د نوموړې شبکې په جوړښت او څرنګوالي په تفصیل سره وغږیږو.

په سټار نیټورک کې
کمپیوټرونه او د نیټورک ټول آلات لکه چې مخکې مو یادونه وکړه د یو مرکزي آلې سره
تړل کیږي، دغه مرکزي آله چې مونږ یې ډیری وخت په کورنۍ شبکه کې کاروو په دوه ډوله
ده چې د Hub او
Switch سویچ څخه عبارت دي.

لومړی – هب
HUB :

هب په ستوري ډوله شبکه
کې د نیټورک د آلاتو د تړاو مرکزي نقطه ده، نوموړې آله په خپل ځان کې د نیټورک د
آلاتو د نښلولو لپاره درشلونه یا پورټونه لري. که له نورو یې راتیرشو په اوسنیو
ټولو هبونو کې نوموړې درشلونه
د
J-45 نښلوونکې لپاره دي چې د یو ټي پي کیبل لپاره کارول کیږي.

R

هب د لیږونکي کمپیوټر
څخه معلومات یا ډیټا په نیټورک کې ټولو کمپیوټرونو ته استوي او یوازې هغه کمپیوټر
چې نوموړي معلومات د هغه په ادرس لیږل شوي وي نوموړې معلومات اخیستلی شي.

د هب سره د تړلیو کمپیوټرونو انځور
هب بیلابیل ډولونه لري چې عبارت دي له:
۱ – فعاله هبونه Active Hubs :
د هبونو مهم ډول فعاله
هب دی. نوموړی هب سیګنالونه پیاوړي کوي او بیا یې د شبکې په اوږدو کې استوي دا ډول
هبونه اته یا زیات پورټونه لري چې د
Multi ports hub  په نامه هم یادیږي او له دې امله چې سیګنالونه
پیاوړي، تازه او سریع کوي ځکه خو بریښنایی جریان ته هم اړتیا لري. نوموړي هبونه یو
کمی لري او هغه دا چې د کیبل Bandwidth
د تړلو کمپیوټرونو ترمینځ شریکوي. د بیلګې په ډول که په یوه شبکه کې
لس کمپیوټرونه چې 10Mbps سرعت ولري د یو مرکزي هب په وسیله سره تړل شوي وي
نو د هر کمپیوټر Bandwidth به 1Mbps  وي.
په پخوانیو شبکو کې دا کومه ستونزه نه وه خو نن سبا چې په شبکو کې په زیات شمیر
کمپیوټرونه او په زیات شمیر لیږدونې سرته رسیږي له همدې امله لوړ سرعت ته اړتیا ده
چې نن سبا د هب پر ځای د سویچ څخه چې وروسته پرې خبرې کوو ګټه اخیستل کیږي.

۲ – غیر فعاله هب Passive Hub:
د هبونو هغه ډول دی چې
یوازې سیګنالونه ترې تیریږي او تیز یا پیاوړي کیږي نه، دا ډول هبونه برقي جریان ته
هم اړتیا نه لري.

۳ – Hybrid Hubs: د هبونو هغه ډول دی چې
په وسیله یې د کیبلونو مختلف ډولونه سره نښلول کیږي. همدارنګه د نیټورک مختلفې بڼې
یا ټوپالوجیګانې هم د دا ډول هبونو په وسیله سره یو ځای کیږي.

دوهم – سویچونه یا Switches :
سویچ هم د هب په څیر په
سټار نیټورک کې د تړاو مرکزي نقطه ده او د هب په څیر په خپل ځان کې د آلاتو د
نښلولو لپاره څو درشلونه یا پورټونه لري، خو   د دې پر ځای چې د یو
غه کمپیوټر معلوموي چې نوموړي معلومات ورته لیږل کیږي او بیا یې د هغه په لوري
کمپیوټر څخه راغلي سیګنالونه د نیټورک ټولو آلاتو ته واستوي یوازې
ه لیږدوي. سویچ د نوموړي وړتیا یا قابلیت له مخې کولی شي په یو وخت کې څو کړنې تر سره کړي او د دې
 bandwidth د
پر ځای چې د نیټور
ک
مپیوټرونو تر مینځ شریک شي په بشپړ

ک
andwidth لیږدونه سرته رسیږي.

b

د سویچ د ښه فعالیت له مخې د نن ورځې په ډیری
شبکو کې ورڅخه استفاده کیږي.








د ستوري ډوله شبکې د مرکزي
تړاو د ځینې آلاتو د پیژندلو څخه وروسته د بیلګې په ډول یو څو کمپیوټریزه شبکه
جوړه کړو که مونږ په شبکه کې سویچ یا هب ولرو نو زمونو شبکه به لاندې بڼه ولري.

د مرکزي هب یا سویچ سره
چې کمپیوټرونه وصلوو نو د مستقیم یا
Straight کیبل څخه استفاده
کوو. د دې لپاره چې UTP کیبلونه جوړ کړو نو کریمپر یا Crimping Tool په نامه یوې آلې
او د کیبل د دواړو اړخونو لپاره د
RJ – 45 نښلوونکو یا کنکټر ته اړتیا لرو.

                                              







کله چې کمپیوټر د هب یا سویچ سره تړو نو د
Straight through کیبل
څخه کار اخلو. د دغه کیبل د جوړولو یا تیارولو  طریقه په لاندې ډول ده:

۱ - د یو ټي پی کیبل څخه د
تیره چاقو او یا هم د کریمپر د تیرې برخې په وسیله نزدې د یو انچ په اندازه خارجې
پوښ واړوئ، د پوښ د اړولو سره به د کیبل څلور جوړه تاو شوي تارونه راښکاره شي، دغه
تارونه یو د بل څخه بیل او سم کړئ.

۲ - د کیبل تارونه مو د ګوتو
په وسیله سیده کړئ او بیا یې د دې لپاره چې په یوه مستقیمه کرښه برابر شي د دولس ملی
مترو په اندازه د کریمپر د تیرې برخې په وسیله غوڅ کړئ.

۳ - له دې څخه وروسته د کیبل
تارونه د رنګونو له مخې له کیڼ لوري ښي لوري ته په لاندې ډول سره ترتیب کړئ. دغه
ترتیب د کیبل په دواړو اړخونو کې یو ډول وي. تاسو د دواړو اړخونو رنګونه په لاندې
انځور کې کتلای شئ.

color code for straight through cable
۴ - اوس RJ-45کنکټر را واخلئ، راوتلې برخه یې لاندې اړخ ته کړئ او با د کیبل اته
واړه تارونه په منظم ډول او په احتیاط ور دننه کړئ داسې چې نارنچې سپین تار کیڼ
لوري او نصواري رنګه تار یې ښي لوري ته راشي

۵ - مخکې له دې چې د کریمپر
په وسیله کیبل ته زور ورکړئ هغه له اړخ څخه وګورئ چې ایا هر یو تار خپل خپل ځای ته
سم ورغلی او کنه، که تارونه منظم نه وي ورغلي هغه بیا راوباسئ او له سره یې منظم
څخه جوړو شوو کوچنیو کنکټرونو ته رسیدلې او کنه
په کنکټر کې دننه کړئ، بیا یې له مخامخ لوري څخه وګورئ چې د کنکټر په سر کې د مس
و.

۶ - له دې وروسته کیبل د
کریمپر په هغه خانه کې چې د RJ-45 کنکټر لپاره ده دننه کړئ، فکر مو وي چې
د دغه کنکټر لپاره د کریمپر اته ګونې راوتلې تیرې برخې په کنکټر کې هغه وړو د مسو
څخه جوړو شوو نوکو ته برابرې شي. بیا کریمپر تر هغې کښیکاږئ تر څو مطمین شئ چې د
غه ټولې لارې چارې په لاندې انځورونو کې هم کتلای شئ
کنکټر نوکې د کیبل د اتو سرو تارونو سره ولګیدې. بس نو نور ستاسو کیبل تیار دی.
د:

د کمپیوټرونو او یا
سویچونو لپاره د کیبل د تیارولو وروسته د کیبل یو اړخ د کمپیوټر په نیټورک پورټ چې
د نیټورک کارډ پرمخ او یا په ځینو کمپیوټرونو کې د اساسي تختې یا مادر بورډ پرمخ
دی ننباسو او بل اړخ یې د هب یا سویچ په یوه پورټ کې نښلو
و


خو کله چې د مرکزي هب یا سویچ سره د کمپیوټرونو د تړلو پر ځای دوه
کمپیوټرونه، دوه هبونه او یا هم دوه سویچونه سره وصلوو نو د
Straight Cable  پر ځای 
Cross Over کیبل
کارول کیږي، د نوموړي کیبل دواړه اړخونه
A او B په
یو ټي پي کیبل کې د تارونو له مخې د لاندي انځور پر بنسټ تر تیبوو:








کله مو چې د نیټورک لپاره کیبل تیار کړو او غواړئ ځان د هغه په
روغوالي او د سیګنالونو په سم لیږد یقیني کړئ نو د کیبل ازمویونکي یا Cable Tester څخه کار واخلئ. د نوموړي آلې په یو پورټ کې د کیبل یو اړخ او په بل
کې یې بل اړخ دننه کړئ بیا وګورئ که د کیبل ازمویونکي اشارې ولګیدې نو کیبل سالم
او کنه نو د کیبل تارونه مو له سره ترتیب کړئ.


د شبکې ارتباط ، لیږدلاره او پروتوکول
Network Communication and Protocol

په فزیکي بڼه د شبکې جوړول مو مخکې زده کړل، په اوسنۍ موضوع کې په دې غږیږو چې په فزیکي ډول د نیټورک د جوړولو او د آلاتو د تړلو څخه وروسته د هغوی ترمینځ د معلوماتو لیږدونه څه ډول او پر کوم بنسټ سر ته رسیږي.
لکه څرنګه چې په نیټورک کې د تل لپاره اوږده اوږده پیغامونه messages لیږدول کیږي چې شبکه نشي کولای د معلوماتو دومره ډیر مقدار په اغیزمن ډول په یو وخت کې ولیږدوي ځکه خو نوموړي معلومات په کوچنیو او وړو وړو برخو چې په ښه ډول اداره کیدای شي ویشي چې د معلوماتو یا ډیټا نوموړې کوچنۍ برخې د نیټورک په اصطلاح د پیکیټ Packet او یا فریم Frame په نوم یادیږي.
دا چې نوموړي معلومات ولې په کوچنیو ټوټو یا پیکیټونو ویشل کیږي دوې ګټې لري، لومړی دا چې د معلوماتو لوی واحدونه دنټورک د لیږد د آلاتو په ډکولو سره نه پریږدي چې د شبکې نور تړلي آلات په اسانۍ سره مکالمه سرته ورسوي او دوهم دا چې که په لویه پیمانه لیږدول شوي معلومات څه غلطي ولري نو ټول معلومات باید دوباره ولیږدول شي خو که نوموړي معلومات په کوچنیو برخو ویشل شوي وي یوازې هغه برخه یا پیکیټ چې غلطي ولري دوهم ځل استول کیږي. همدارنګه که معلومات په کوچنیو برخو وویشل شي انفرادي ارتباطات تیز او اغیزمن وي چې زیات شمیر کمپیوټرونو ته د تړاو او لیږدونې چانس ورکوي.
کله چې نوموړي پیکیټونه ټاکلي ځای ته رسیږي اخیستونکی کمپیوټر یې راټولوي او په وړ ترتیب یې دوباره سره یوځای کوي تر څو ترې اصلي معلومات لاس ته راشي او که کوم پیکیټ غلطي ولري نو د هغه د دوباره لیږد غوښتنه کوي.
د Packet جوړښت:
ټول پیکیټونه د درې برخو Header ، Data او Trailer څخه جوړ شوي.

د پیکیټ سر یا header د تل لپاره د د لیږونکي او ورته لیږل کیدونکي کمپیوټر ادرس لري. د معلوماتو یا ډیټا په برخه کې هغه معلومات شامل وي کوم چې لیږل کیږي، د نوموړو معلوماتو حجم یا اندازه د 512bytes بایټو نه تر 16 کیلو بایټو پورې او یا د نیټورک په ډول پورې اړه لري د ډیټا یا معلوماتو برخې ته Payload هم وایي.
د trailer برخه د پیکیټ د معلوماتو د شتون او کنټرول په اړه معلومات لري چې د تل لپاره د Cyclical Redundancy Check یا CRC په نوم یو قیمت وي کوم چې لیږونکی کمپیوټر یې معلوماتو ته ورکوي کله چې اخیستونکی کمپیوټر پیکیټ تر لاسه کوي د CRC قیمت دوباره حسابوي او د هغه قیمت سره یې چې ټریلر ته ورکول شوی پرتله کوي که دواړه CRC  یو ډول وي نو اخیستونکی کمپیوټر پیکیټ د بې زیانه پیکیټ په ډول مني او که سي آر سي یو ډول نه وي نو کمپیوټر پیکیټ نه قبلوي او باید دوباره ولیږدول شي.  

د شبکې د ازاد تړاو موډل
OSI Model

OSI یاOpen System Interconnection د شبکې یو تیوریکي ماډل دی چې د نیټورک بیلابیلې کړنې یا activities روښانه کوي دنیټورک یو بل موډل د IEEE802 په نامه هم شته خو د ټولو موډلونو ترمینځ OSI کامیاب موډل دی چې د International Organization for Standardization یا ISO له لوري وړاندې شوی
په نوموړي موډل کې د شبکې کارونه په بیلو بیلو یو بل سره تړلو دندو او برخو ویشل شوي چې هره برخه د Layer په نوم یادیږي چې هر لیر د یو ځانګړي او بیلې دندې او حالت مسولیت لري. په دې سیستم کې د نیټورک ټولې برخې د سافټویر څخه نیولې تر هارډویر پورې په یو سلسله یو بل سره تړلیو برخو ویشل شوي چې د ستونزو په صورت کې کولی شو د هرې برخې ستونزې په جدا او بیل ډول حل کړو. د OSI ماډل د شبکې یا نیټورک ارتباطات په اوو برخو ویشلي چې په لاندې بڼې کې یې لیدلای شئ.

د Application برخه د موډل تر ټولو پاسنۍ برخه ده چې د یو شمیر غوښتنیزو(Applications) پوستکالیو یا سافټویرو لپاره د نیټورک د خدماتو د لاسرسۍ سرحد یا Interface رامینځ ته کوي  د بیلګې په ډول ویب بروز په وسیله چې یو اپلیکیشن سافټویر دی کولی شو یو ویبپاڼه چې په نیټورک کې په بل کمپیوټر کې ده په خپل کمپیوټر کې وګورو. همدارنګه د اړونده فایلونو او پیغامونو لیږدونه او د غلطیو ښودنه هم د همدې لایر دنده ده.
شپږمه برخه یا د Presentation لایر لیږدیدونکې ډیټا داسې بڼې ته اړوي چې د شبکې د پروتوکول مطابق وي، یادونه کوو چې نوموړي برخه معلومات د اپلیکیشن د برخې څخه اخلي، همدارنګه د اخیستونکي کمپیوټر نوموړی برخه یا لیر معلومات بیرته داسې بڼې ته اړوي چې د اخیستونکي کمپیوټر د Application Layer لپاره د منلو وړ وي. همدارنګه نوموړې برخه د نیټورک د پروتوکولونو تبادله او د معلومات encryption او decryption هم سر ته رسوي. په ځینو شبکو کې نوموړې برخه د معلوماتو د لنډولو یا compression لپاره د یو ځانګړي سافټویر څخه استفاده کوي تر څو معلومات تر لیږدولو د مخه یو څه مختصر کړي.
پنځمه برخه یا Session Layer په شبکو کې د دوو لوریو تر مینځ د ژوندۍ مکالمې او په یو وخت کې د دواړو لوریو د تړاو دنده سر ته رسوي.نوموړې برخه د سیشن ترتیب بندي، پیغامونه او نور تبادلات اداره کوي او د سیشن په پای ته رسیدو سره یې له مینځه وړي. همدارنګه نوموړې برخه د هر session نظارت کوي او یوازې ټاکل شوې او پیژندل شوې ډلې کولی شي په سیشن کې ونډه واخلي. ځینې هغه دندې چې نوموړې برخه یې په نیټورک کې سرته رسوي د کارن د ننوتلو Login او وتلو Logout څخه عبارت دي.
څلورمه یا د لیږدTransport برخه د لیږونکي څخه تر اخیستونکي پورې د معلوماتو لیږدونه اداره کوي او د معلوماتو لوی او اوږده مقدارونه په وړو برخو تجزیه کوي چې د نیټورک د لیږد د آلاتو د اعظمي لیږد د اندازې سره برابر وي. د نوموړې برخې یوه بله دنده دغلطیو کتنه ده تر څو د غلطیو څخه پاکه لیږدونه سر ته ورسیږي. دا خیستونکي کمپیوټر په لوري کې نوموړې برخه تجزیه شوي معلومات بیرته سره راټولوي او په اصلي معلوماتو یې اړوي.
همدارنګه نوموړې برخه د نیټورک جریان هم کنټرولوي یعنې اخیستونکي کمپیوټر ته د هغه اندازې معلوماتو څخه چې هغه یې نشي اخیستلای مخنیوی کوي.
دریمه برخه یا نیټورک لییر ادرس لرونکي پیغامونه کنټرولوي او د شبکې بیلابیل منطقي ادرسونه د هغوی فزیکي مطابقت لرونکو ادرسونو یا MAC ادرسونو ته اړوي. نوموړې برخه د یو ځای څخه بل ځای ته د معلوماتو لیږد بررسي کوي او دا معلوموي چې معلومات څه ډول د یوې نقطې څخه بلې نقطې ته ور رسیږي. همدارنګه د نوموړې برخې بله دنده د هغه معلوماتو چې لیږدول کیږي په کوچنیو برخو ویشنه ده تر څو د نیټورک د تړاو او لیږد د الاتو په وسیله انتقال شي او د هغه معلوماتو کمونه downsize کول دي چې د مقابل لوري اخیستونکې آله نشي کولای په یو ځل هغه واخلي چې نوموړې پروسې ته fragmentation او segmentation وایي.
دوهمه برخه یا ډیټا لینک layer ځانګړې ډیټا فریمونه د نیټورک د برخې څخه فزیکي برخې ته لیږدوي، همدارنګه په اخیستونکي لوري کې نوموړې برخه د فزیکي برخې خام معلومات د فریمونو په بڼه د نیټورک برخې ته لیږدوي. په یو عام فریم کې ونډه لرونکې توکي په لاندې شکل کې کتلای شئ.
د فریم یوه برخه د لیږونکي او ورته لیږل کیدونکي کمپیوټرونو ادرسونه په ځان کې لري. د کنټرول برخه د فریم د مختلفو برخو د کنټرول او سیګمینټ کولو دنده لري CRC د بیټونو ریاضیکي بڼه ده چې د فریم یا پیکیټ سره یوځای لیږدول کیږي، دغه ریاضیکي ارزښت په اخیستونکي لوري کې حسابیږي که د لیږونکي لوري سره مطابق وي لیږل شوې ډیټا بې له کومه زیانه منل کیږي.
ډیټا لینک برخه د فزیکي برخې په وسیله د فریمونو د لیږد دنده په غاړه لري، د هغوی د غلطیو څارنه کوي او هغه فریمونه چې د غلطیو لرونکي وي نه پریږدي او ختموي یې. یادونه باید وکړو چې د فریمونو دوباره لیږد د نوموړې برخې دنده نه ده او د غلطیو د شتون په صورت کې د ترانسپورت د برخې دنده ده چې فریم دوهم ځلې ولیږدوي.
لومړی برخه یا Physical Layer هغه برخه ده چې لیږل کیدونکي پیغامونه او معلومات د بیټونو bits څخه سیګنالونو او اخیستونکي معلومات د سیګنالونو څخه بیټونو ته اړوي. د بیټونو اړونه سیګنالونو ته د Encoding په نوم یادیږي لکه برقي ولتیج یا رڼایي څپې، د بیلګې په ډول یو بیټ کیدای شي د مسي سیم پر مخ د پنځه ولټه سیګنال په شکل انتقال شي.
د نیټورک د فزیکي برخې دنده د کیبل او کمپیوټر تر مینځ فزیکي سرحد یا NIC سر ته رسوي. په پای کې د OSI د اوو ګونو برخو په هکله لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ.


د پیکیټ یا فریم او د OSI د اوه ګونو برخو د پیژندلو وروسته دا خبره څیړو چې د اخیستونکي او لیږدونکي لوري معلومات د دغه اوه ګونو برخو تر مینځ څه ډول لیږدول کیږي.
په نوموړي موډل کې هغه معلومات چې لیږدول کیږي یا د لیږونکي اړخ معلومات په لیرونو کې د پورته خوا څخه ښکته خوا ته حرکت کوي او په اخیستونکي لوري کې بیا د ښکته لوري څخه پورته لوري ته حرکت کوي، هره برخه دغه معلوماتو ته خپل خپل header او trailer معلومات ور زیاتوي چې په مقابل لوري کې نوموړي معلومات د همدغې برخې له خوا لوستل کیږي او نوموړې هیډر او ټریلر له مینځه ځي د بیلګې په ډول هغه معلومات چې د پریزینټیشن برخې ته ورکول شوي په مقابل لوري کې د همدې پریزینټیشن د برخې له خوا لوستل کیږي.
کله چې د لیږدیدونکې ډیټا یو مقدار د لیږد یا ترانسپورت برخې ته راورسیږي، نوموړې ډیټا یو بشپړ مقدار وي، د ترانسپورت برخه نوموړې ډیټا د لیږد لپاره په وړو وړو برخو ویشي. یادونه باید وکړو چې د نوموړي ویش اندازه د دواړو لوریو د نیټورک پروتوکول له لوري ټاکل کیږي.
دا چې د ترانسپورت برخه معلومات په برخو ویشي نو د نوموړو برخو سره یو ځای له خپله اړخه یو سلسله معلومات هم په نوموړو برخو ور زیاتوي تر څو د مقابل لوري د ترانسپورت برخه بیرته نوموړې بیلابیلې برخې په وړ ترتیب سره راټولې کړي. همدارنګه کله چې معلومات د نیټورک برخې ته رسیږي نو نوموړې برخه هم په معلوماتو خپل Header ور زیاتوي او په دغه وخت کې نوموړې معلومات د یو پیکيټ بڼه اختیاروي.
د پیکیټ په هکله مو مخکې یادونه کړې وه چې هر کمپیوټر د خپل هیډر په معلوماتو کې د هغه کمپیوټر ادرس هم لري چې نوموړی پیکيټ ورته استول کیږي. په یاد لرئ هغه پیکیټونه چې یوازې د یو کمپیوټر ادرس ولري یعنې یو کمپیوټر ته لیږل کیږي د unicast پیکیټونو په نوم یادیږي.NIC په یو کمپیوټر کې ټول پیکیټونه او د هغوی ادرسونه ګوري او په خپل ادرس یې مختلفو ماشینونو ته استوي.
همدارنګه یو ډول ځانګړي پیکيټونه چې د خپرنیزو پیکیټونو Broadcast packets په نوم یادیږي هم شته چې په یو وخت کې د نیټورک ټولو آلاتو ته لیږدول کیږي د بیلګې په ډول غږیز پیغامونه ... او داسې نور

راتلونکې برخه: د نیټورک پروتوکولونه