کمپیوټر پوهنه | Computer Education

د کمپيوټر تاريخچه لومړۍ برخه

د لغت له پلوه که ورته وګورو د Digit لفظ دا معنا ورکوي چې په ګوتو ليکل شوى، همدا ډول دا ويل حق په جانب بولم چې د لومړني ډيجيټل کمپيوټر کاروونکي هغه کسان وه چې په ګوتو اړوونکي حسابګر لپاره يې د لاسو ټولې ګوتې کارولې.
د ډيسيمل شمېرو د سيسټم د بنسټ له مخې لس شمېرې (له صفر څخه نيولى تر نهو پورې) د اړولو وجه يې ښايي دا وي چې د پخوانۍ زمانې اوسېدونکو د پر ګوتو اړوونکې حسابګر لپاره خپل دوه لاسونه او لس ګوتې کارولې.
تر دې وروسته له لرګو څخه جوړ شوو يا له رسۍ څخه اوبدل شوو وسيلو رواج پيدا کړ، د پخواني مصر او بابل خلګو د دې موخې لپاره شګې ګارولې، په لاتيني ژبه کې Calculus د ډبرې (Stone) يا شګې (Pebble) معنا ورکوي، چې په نننۍ رياضي کې وروستۍ نوي څانګې ته هم دا نوم غوره شوى.
Abacus هغه لومړنۍ اله وه چې د رياضي د ساده ترين Calculation لپاره کارېده، اوس هم په نړۍ کې نوموړې د بېلابېلو خطونو لپاره کارېږي. خو د حيرانتيا خبره دا ده چې د نوموړې الې ماهر اوس هم د يو ساده
Electronic Calculator په څېر د جمع او تفريق غوندې کارونه تر سره کوي. په لاندني شکل کې د اباکس شکل ښکاري:

په لومړني پړاو کې د Mechanical Counting ماشينونو کوښښونو بلا زور واخيست، لومړنى Counting ماشين يوه فرانسوي رياضي پوه، طبيعت پوه، فلسفي او مذهبي مفکر بليز پاسکال Blasé Pascal اختراع کړ، پاسکال د جون پر ١٩ مه په ١٦٢٣ م کې په فرانسه کې زېږېدلى او د اګست پر ١٩ مه په ١٦٦٢ م کې د ٣٩ کلونو په عمر له دې دنيا سره مخه ښه کړې، ده د خپلو ٣٩ کلونو په عمر کې ډېر داسې کارونه کړي چې د تاريخ پاڼې د تل لپاره په وياړي.
ده په ١٢ کلنۍ کې پر جيومټري کار پيل او ١٦ کلنۍ ته له رسېدو څخه مخکې يې پر پروجيکټيو جيومټري يو همږغى حقيقت Theorem ثابت کړ، د پاسکال دې کارنامې ته د رياضي په ډګر ګې د پاسکال اصول Pascal’s Principle نوم غوره شو.
ده په ١٩ کلنۍ کې يعنې په ١٦٤٢ م کې ځانګړى Mechanical Calculating ماشين اختراع کړ، چې نوم يې ورته Pascaline غوره کړ، د بل روايت له مخې يو بل سړي هم په ١٦٢٤ م کې همداسې يو ماشين جوړکړى و، خو ټولنې ته تر وړاندې کولو مخکې وسوځېد او له منځه ولاړ، که څه هم د ساينس تاريخ دا خبره نه مني چې پاسکال دي نوموړى ماشين ليدلى يا هم د هغه په اړه څه اورېدلي وي.
پاسکال چې کوم ماشين جوړ کړى و، هغه د جسامت او څرنګوالي له پلوه د يوې کوچنۍ کوتۍ غوندې و، چې په کې بېلابېل پېچونه او ګرارۍ کار شوي وې، که څه هم دې ماشين د رياضي په ډګر کې ښه کار کاوه، خو په دومره لوړ انداز جوړ شوى و، چې عامو خلګو نه شواى کارولاى، ځکه د هغه پر جوړولو ډېر لګښت لګېدى او هر چا هغه ته غاړه نه ايښوده.
د فرانسوي رياضي پوه په څنګ کې د نړۍ په نورو هيوادونو کې هم د حسابګرو ماشينونو د اختراع په اړه کوښښونه روان وه، په سکاټ لينډ کې جان نيپر Jan Napier په ١٦١٧ م کې يو ماشين جوړ کړ چې په کې څنګ پر څنګ څو راډونه لګېدلې وه، په هغو کې د ځانګړي ترتيب له مخې شمېرې تلې او راتلې، دې حسابګر ماشين ته يې Napier Bones نوم غوره کړى و.
نيپر په ١٥٥٠ م کې وايډنبرګ ته نژدې په مرچسټن کيسل کې زېږېدلى او د اپريل پر ٤ مه په ١٦١٧ م کې يې له دې دنيا سره مخه ښه کړې، دى که څه هم د يو حسابګر ماشين مخترع و، خو د ساينس په تاريخ کې يې شهرت د لوګاريتم له مخې موندلى دى، نيپر هغه لومړنى کس و چې د لومړي ځل لپاره يې لوګاريتم په وجود راوړ، له دې سره سره يې د رياضي په ډګر کې نور د پام وړ خدمتونه هم تر سره کړي دي، د ده حسابګر ماشين د رياضي په ډګر کې د ډېر کم شهرت څښتن و، ځکه د رياضي معادلو په حلولو کې چندانې په زړه پورې نه و، مګر د رياضي ډېرې پېچلې معادلې يې حلولاى شواى.
د پاسکال د حسابګر ماشين تر جوړېدو درې کاله وروسته په جرمني کې بل رياضي پوه Gottfried Wilhelm Leibniz يو حسابګر ماشين چې پر ځانګړي څرخېدونکي ميکانيزم يې کار کاوه جوړ کړ، نوموړي ماشين يوازي د جمع، تفريق، ضرب او تقسيم کار کاوه، د همدې تناسب له مخې يې نوموړي ته Leibniz wheel نوم غوره کړى و، مګر د دې ماشين پولې ډېرې محدودې وې، له نوموړي څخه يوازي يو ساينس پوه کار اخيستلاى شو، ليبنيز په ١٦٤٦ م کې زېږېدلى او د نومبر پر ١٤ مه په ١٧١٦ م کې يې له دنيا سره مخه ښه کړي، د نوموړي پلار د اخلاقي فلسفې پروفيسور و، ليبنيز ايله د شپږو کلونو و، چې پلار يې مړ شو، د نوموړي پلار په ترکيه کې يو کتابتون چې د تاريخ او کلاسيک ادب د بې شماره کتابونو څښتن و، تر شا پرېښود، ليبنيز له نوموړو کتابونو څخه ډېره ښه ګټه تر لاسه کړه، په لومړي سر کې يې د قانون په اړه زده کړي وکړې، خو ډېر ژر يې توجه د ساينس ولورې ته واوښته، د خپلې تنکۍ ځوانۍ پر مهال يې لندن او پاريس ته سفرونه وکړل، او د خپل وخت له غټو-غټو ساينس پوهانو سره يې وکتل، هماغه و چې د رياضي او فلسفې په ډګر کې ډېر په زړه پورې ثابت شو.
د کمپيوټر په تاريخ کې تر پاسکال وروسته چې کوم نوم اخيستل کېږي هغه د ليبنيز دى، نوموړي چې کوم حسابګر ماشين تيار کړى و، يوازي د Calculation په موخه کارېدى، مګر په بنسټيز ډول د ستورو پېژندونکو لپاره يې يوه داسې لار تر شا پرېښوده چې هغوى په خورا ډېرې اسانۍ سره د ستورو سره يو ځاى خپلې شمېرې وپېيي، ليبنيز چې کوم کار کړى د کمپيوټر په تاريخ کې د کاڼي کرښه بلل کېږي، او د دې خبرې ثبوت دا دى چې په اوسني Computing Process کې د نوموړي بنسټيز نظام کارېږي.
هغه د ژوندانه په وروستنيو کلونو کې د شمېرو پر نظام کار وکړ، دا لاسوندونه د نوموړي تر مرګ وروسته د خلګو په منځ کې عام شول، د شمېرو لپاره چې يې کوم نظام اختراع کړ، هغه ته يې Binary System نوم ورکړ.
د ليبنيز موقف دا و، چې په کايناتو کې هر شى که وجود ولري يا يې ونه لري يوازي د دوو شمېرو (صفر او يو) زېږنده دي، که څه هم هغه د خپل ژوندانه په اوږدو کې د دې کار پايله تر لاسه نه کړه خو دې پايلي ته ضرور رسېدلى چې د ډيسيمل شمېرو اساس (پر ١٠ نظام وليکي) چې نن هم کارېږي، د نوموړي استازيتوب د دوو شمېرو له مخې يعنې (صفر) او (يو) په واسطه کېږي، همدا Binary System د اوسني کمپيوټر بنسټ بلل کېږي، يو ډيسيمل شمېره په Binary System اړولو لپاره تر اوسه پورې پر دوو وېشل کېږي تر څو چې له هغه څخه (صفر) يا (يو) نه وي تر لاسه شوى، په دې سلسله کې هر ګام پر دوو وېشلو وروسته له پاتې (صفر) يا (يوه) سره وروستنى لاس ته راغلى (صفر) يا (يو) په ترتيب سره له راسته لورې چپه هغه ته ليکل کېږي، چې د ډيسيمل شمېرو پايله په Binary نظام تر ليکلو وروسته صفر يا يو په لاس راځي.
Analytical Engine
د ليبنيز د دې تصور څخه چې د کايناتو استازيتوب يوازي دوې شمېرې (صفر او يو) کوي، تقريباً دوه سوه کاله تېرېږي، تر دې وروسته په ١٨٥٤ م کې انګرېز رياضي پوه جيورج بول George Bole په رياضي کي يو نوى اساس رامنځ ته کړ، چې د بوليين الجبر په نامه يادېږي، جيورج بول د نومبر پر ٢ مه په ١٨١٥ م کې په لندن کې زېږېدلى او د ډسمبر پر ٨ مه په ١٨٦٤ م کې له دې دنيا څخه سترګې پټې کړي دي، جيورج بول د يو ساده دکاندار زوى و، چې زده کړو ته يې ډېره پاملرنه کول، په لومړي سر کې يې کلاسيک علم او ادب Literature مطالعه کړ، مګر تر دې وروسته يې مخه رياضي ته شول، په ١٨٣٩ م کې د نوموړي نظريه کيمبرج ميټ ميټيکل جرنل د Theory of Analytical Transformation په نامه چاپ کړه.
د کمپيوټر په نړۍ کې د ده تر ټولو لويه کارنامه بوليين الجبر سيسټم دى، له دې څخه يې دا استدلال کاوه چې د کايناتو هر شى د دوو شمېرو (صفر او يو) زېږنده دي، نوموړي صفر ته هېڅ Nothingness او يوه ته Universe قرار وټاکه، د ده دا تصور انقلابي ارزښت درلود، د دې اساس له مخې جيورج بول د کمپيوټر پلار Father of Computer بلل کېږي.
Charles Babbage له دوى سره په يوه خوله پر نوو Computing ماشينونو کار پيل کړ، بابيج د ډسمبر پر ٢٦ مه په ١٧٩٢ م کې په لندن کې زېږېدلى او د اکتوبر پر ١٨ مه په ١٨٧١ م کې له دې دنيا څخه سترګې پټې کړي دي، په لاندني شکل کې چارليس بابيج ښکاري:
که څه هم بابيج د Calculus او Function په اړه مضامين ليکل خو د نوموړي ستر کار د Notation او Mechanism تر منځ د اړيکو د وضاحت هغه ياداښتونه وه چې د Royal Society لپاره يې ليکلي وه، په بنسټيز ډول د بابيج موقف دا و چې د ستورو او رياضي علمونو تر منځ پرتې غلطۍ له منځه يوسي، نوموړي ټوله عمر پر دې پروسه کار وکړ، په دې بهير کې د هغه غوڅ نظر دا و چې داسې ماشين تيار کړي چې د انساني دخل پرته د حساب او چاپ چارې تر سره کړي، د برتانيې له دولت سره يې د ١٩ کالو په معاونيت کې د بېلابېلو ماشينونو مطالعه وکړه، او هغه پر پوره اروپا تر يوې دورې کولو وروسته د داسې ماشين پر جوړولو بريالى شو چې د رياضي ډېرې پېچلې معادلې يې حلولاى شواى، دې ماشين ته يې Analytical Engine نوم غوره کړ.
پر دې برسېره نوموړې د ژوند تر پايه ځان ناکامه باله، که د ماډرن کمپيوټر په ډيزاين کې د نوموړي مقام او رتبه د کمپيوټر په تاريخ کې په زرينو کرښو وليکل شي ځاى لري.
د نوموړي د ناکامۍ دوې وجې وې، يوه دا چې هغه مهال د داسې تيکنالوژي شتون امکان نه درلود، بله دا چې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان و، دومره کافي پيسې يې نه لرلې چې د ماشين پر جوړولو يې ولګوي، دا هغه مهال و چې د برتانيې دولت هم د هغه له سرپرستۍ څخه لاس پر سر شوى و. ٣ شکل ته وګورئ د هغه په لاس جوړ شوى ماشين ښکاري:
چارليس بابيج په Analytical ماشين کې ټول هغه بنسټېز شيان موجود وه، چې په ننني کمپيوټر کې هم کارېږي، د هغه د Store برخه اوسنۍ Memory يادولاى شو، د هغه د Mill برخه د ننني Central Processing Unit په څېر کار کاوه، او د Calculation د ترتيب لپاره د ښه لارښود په توګه کارېده، په هغه کې يوه Output پرزه د ماشين د معلوماتو لپاره په کې ځاى پر ځاى شوې وه، او يوه بله Output پرزه چې د Type Setting Machine په نامه يادېده، له ماشينه څخه تر لاسه شوي ځوابونه به يې ثبتول.
بابيج ته د اوسني نوو کمپيوټرونو سردار ويل کېږي، په حقيقت کې دکمپيوټر تاريخ له بابيجه پيلېږي، چې د تيکنالوژي د نه شتون او له اقتصادي ستونزو سره سره يې دا ستر ميدان وګاټه.


د کمپيوټر ژوند ته يوه ځغلنده کتنه
داسې فکر مه کوئ چې يو کمپيوټر به تل ژوندى او د کار جوګه وي، ځکه کمپيوټر د برېښنا او سيګنال د مدار ټولګه بلل کېږي او د برېښنا جريان ته اړتيا لري، هر د کمپيوټر کاروونکى په دې پوهېږي چې کمپيوټر به يې تل ځوان او د کار جوګه نه وي، ځکه کمپيوټر او د نوموړي پرزې جوړوونکي کمپنۍ تل دا هڅه کوي چې تر ځانګړي وخته پورې هغوى ته عمرونه وټاکي، بايد ووايم داسې نورې وجې هم شته چې د کمپيوټر عمر کموي په ټوليز ډول نوموړې پر څلورو څانګو ويشل کېږي:
نامناسبه کارونه: يو کمپيوټر د غلطي کاروني پر مهال هم د ستونزو ښکار ګرځي، د بېلګې په توګه که د قانوني Shutdown پر ځاى په بې قانونه ډول بند شي.
ورپېښې ستونزې: هغه کمپيوټرونه چې له انټرنيټ سره تړلي وي د هغو په پرتله چې نه وي ډېر د ستونزو ښکار ګرځي، روښانه بېلګه يې کمپيوټري وايرسونه يادولاى شو، يعنې يو په وايروس لړلى کمپيوټر بايد ژر تر ژره پاک او وايروس ضد پروګرام په کې ځاى پر ځاى شي.
مناسب ځاى: د کمپيوټر لپاره تر ټولو مهم د هغه ځاى دى، کمپيوټر پوهان تل دا سپارښتنه کوي چې کمپيوټر په داسې ځاى کې چې دوړې يا هم نم ولري مه اېږدئ په دې ډول يې عمر کمېږي او د بېلابېــــلو ستونـزو سره مخېږي.
دباندنۍ پرزې: هغه پرزې چې له دباندې څخه له کمپيوټر سره تړل کېږي که په غلطه توګه وتړل شي د کمپيوټر عمر ته زيان رسوي.
په ټوليز ډول په نړۍ کې يو کمپيوټر د پنځو کالو لپاره جوړېږي، خو ځينې وخت له داسې کمپيوټرونو سره مخېږو چې لس کاله ژوندي او د کار جوګه وي وجه يې دا وي چې ښه ساتل شوي وي، خو بيا هم د وخت په تېريدو له کاره لوېږي، اوس به راشو دې ته چې يو کمپيوټر څنګه له منځه ځي:
٢٦% د پاور سيسټم له لارې CPU ته د ورپېښو ستونزو په وجه.
٢٣% په بې پروايي سره د کمپيوټر کارولو په وجه.
١٥% يو کمپيوټر له کمپنۍ څخه د واردولو يا هم له يوه ځايه بل ته د لېږدولو په وجه.
١٣% د هغو ستونزو په وجه چې په هيټ سينګ کې مشاهده شوي دي.
١٠% د برېښنايي تکان يا هم پيلبو (تالنده) د اغېز په وجه.
٦% د USB پورټ په وجه.
٣% له کمپيوټره د غلطي ګټې پورته کولو په وجه.
٢% د Over clocking په وجه.
بايد ووايم که کمپيوټر ته نژدې د برېښنا د عمومي تار شارټي منځ ته راشي هغه کمپيوټرونه چې نوموړې سيمې ته نژدې پراته وي که روښان وي يا بند وي هارډ ډيسک يې له معلوماتو (Data) څخه خالي کېږي آن تر دې بريده چې Partition يې هم له منځه ځي.

د لپټاپ د بطرۍ په اړه څو سپارښتنې

پر داسې مهال چې برېښنا نه وي او د لپټاپ له بطرۍ څخه کار اخلئ که لاندني ټکي په پام کې ونيسئ ښايي تر ډېره بريده يې کار کړئ، آن دا چې تر خپل ځانګړي وخت يې وړاندې کارولاى شئ.

بل پلو دا خبره د لپټاپ په جوړښت هم اړه لري، ما چې کوم لپټاپونه ليدلي بطرۍ يې له دوو ساعتونو نيولې بيا تر دوه نيمو ساعتونو پورې کار کوي، ځينې نورې بطرۍ هم پيدا کېږي چې څلور، شپږ  يا اته ساعته کار وکړي، خو هره يوه بطرۍ که د يوه ځانګړي مهارت له مخې کار شي پايلې به يې مثبتې وي.

١. کمپيوټر Defrag کړئ، څومره چې د هارډ ډيسک فعاليت ګړندى وي هغومره د بطرۍ انرژي لږ کارېږي.

٢. د پردې نور يې کم کړئ، د نننۍ نړۍ په سلو کې ٩٩ لپټاپونه د پردې د نور کمولو وړتيا لري، پر داسې مهال چې له بطرۍ څخه کار اخلئ نوموړى هغه يې کم کړئ.

٣. هغه پروګرامونه چې د پردې تر شا په کار لګيا وي ودروئ، لکه  Antivirus يا هم Google Desktop. ځکه نوموړي هر وخت په کار لګيا وي او کمپيوټر مصروف ساتي، لنډه دا چې ټول دې ته ورته پروګرامونه ودروئ.

٤. هغه پرزې چې دباندنې پورټونو له لارې له کمپيوټر سره تړل کېږي بېلې کړئ، د بېلګې په ډول USB موږک يا هم  Cool Disk ، دا ټولې هغه پرزې دي چې د برېښنا انرژي مصرفوي.

٥. د کمپيوټر حافظه (RAM) چې څومره جګه وي هغومره د لپټاپ بطرۍ  سپمول کېږي، په جګه حافظه کې پر
Virtual Memory  تر سره کېدونکي پروسې خورا کمې وي، يعنې که د RAM حافظه جګه وي کېداى شي بطرۍ تر ډېره بريده کمه کار شي.

٦. هارډ ډيسک پر CD  او DVD ښه والى لري، يعنې هارډ ډيسک هېڅ وخت د CD  او  DVD په پرتله بطرۍ نه شي کارولاى، آن دا چې که يوه CD په ډرايو کې پرته وي او کارېږي نه بيا هم د بطرۍ پر وړاندې خنډ ګرځي، که غواړئ CD يا هم DVD  پر داسې مهال کار کړئ چې پر بطري کار کوئ هارډ ډيسک ته يې کاپي کړئ او بيا يې کار کړئ.

٧. د بطرۍ غاښي پاک وساتئ، نوموړي عبارت دي له هغو غاښو څخه چې د کمپيوټر او بطرۍ تر منځ د برېښنا اړيکى قايموي، په دې ډول هم بطرۍ تر ډېره کار کوي.

٨. د بطرۍ خيال وساتئ، دا يو ډېر اړين ګام دى، که له بطرۍ څخه ګټه پورته کوئ تر پوره چارج وروسته يې په دوو يا هم درېيو اوونيو کې پر مخ خالي کوئ، که نه وي بطرۍ ډېر ژر له کاره لوېږي، د يادونې وړ ده اوسنۍ بطرۍ پر Li-on  کار کوي د پوره خالي کېدو اړتيا يې نه ليدل کېږي، نوموړې کړنه يوازې د زړو کمپيوټرونو پر بطريو تر سره کړئ.

٩.  کمپيوټر د Standby  پر ځاى Hibernateکړئ، په لومړني حالت کې د کمپيوټر پرېښودل هم د بطرۍ چارج کموي، مګر دوهم هغه يې کمپيوټر په سمه توګه خاموش ساتي، که تاسو Standby د دې لپاره کاروئ چې ژر مو کمپيوټر روښان شي Hibernate هم له نوموړي څخه کم نه دى.

١٠.  لپټاپ په داسې ځاى کې کښېږدئ چې ګرم نه شي، څومره چې يې ګرمي کمه وي بطرۍ يې هغومره ډېر کار کوي، بايد ووايم د هوا اخيستلو او ايستلو لارې يې (هغه سوري چې هوا په ننوزي يا وزي) پاکې وساتئ، چې هوا په کې په مناسبه توګه جريان ولري، په داسې ځايونو او کنجونو کې چې د ګرمېدو امکان يې موجود وي د کمپيوټر له اېښودلو ډډه وکړئ.

١١. د وينډوز Power Options  تنظيم کړئ، په Control Panel کې د Power Options سيمه پرانيزئ او د مناسبې پرېکړي له مخې يې تنظيم کړئ، په دې برخه کې پلي شوي بدلونونه په اتوماتيک ډول تر سره کېږي او د بطرۍ چارج سپمېږي. د يادونې وړ ده د Change advanced power settings له لارې نور د پام وړ بدلونونه پلى کولاى شئ لاندني شکل ته وګورئ:

١٢. د کار پر مهال يوازې پر يوه لار لاړ شئ، يعنې که ليکنه ليکئ سندرې مه اورئ، او که سندرې اورئ بيا ليکنه مه ليکئ، په دې ډول هم بطرۍ ډېر وخت کار کوي.

١٣. يو مناسب لپټاپ رانيسئ، د ناپېژاندو کمپنيو لپټاپ مه رانيسئ چې بطرۍ يې ځواکمنه او د ښه کار جوګه نه وي، په دې ځاى کې چې د ځينو کمپنيو نومونه ليکم دا دي: Toshiba Satellite, Sony VAIO, IBM, Dell, HP او....

١٤. Auto Saveبند کړئ، د بېلګې په توګه د Word پروګرام نوموړى هغه غير فعال کړئ، که دا اندېښنه در سره وي چې بطرۍ به ختمه او ليکنه به له منځه لاړه شي د Auto Save پر ځاى Power Options تنظيم کړئ چې د بطرۍ له ختمېدو سره کمپيوټر Hibernate شي او ستاسو کارونه پر ځاى پاته شي.

١٥. د ګرافيک کارډ فعاليت مو کم کړئ، د پردې Resolution هم کښته راوستل د بطرۍ پر چارج مثبت اغېز لرلاى شي، يعنې که د ١٠٢٤ پر ځاى ٨٠٠ هغه کار کړئ اغېزې به يې ډېرې ښې پايلې ولري لاندني شکل ته ځير شئ: 
١٦.  د هېڅ يوه لپټاپ بطرۍ تر ٢٠% کمه مه کاروئ، يعنې د يوه لپټاپ بطرۍ مه پرېږدئ چې تر ٢٠% کمه شي، په دې ډول بطرۍ ډېر ژر له منځه ځي. په نړيواله کچه  د هغو بطريو په اړه چې له مايع تېزابو څخه بې برخې وې دا سپارښتنه کېږي چې تر ٢٠% بايد کمه کار نه شي.


 څه شى دى او څنګه کار کوي؟BIOS 

د Flash Memoryيو تر ټولو مهم ابزار چې کمپيوټر ته د ابتدايي ننوتو او وتو سيسټم ټاکي د BIOS په نامه يادېږي. نوموړى عبارت دى له Basic Input Output System څخه چې د هر کمپيوټر بنسټ بلل کېږي، د هغه دنده دا ده چې د يوه کمپيوټر ټول قطعات او پرزې په دې هيله چې په خپلو کې په سمه توګه کار کوي که يا معاينه او وګوري، هر کمپيوټر په ځان کې له يو Microprocessor څخه چې يوه وړکي شان پرزه ده برخمن دى، نوموړې پرزه د کار پيلولو لپاره يوه سافټوير ته اړتيا لري او هغه د بايوس په نامه يادېږي.



د کمپيوټر هر کاروونکى له دوو ډولو سافټويرونو سره اشنا دى، لومړي هغه ته يې عامل يعنې Operating يا په بل عبارت System سافټوير ويل کېږي او دوهم ډول يې هغه سافټويرونه دي چې د يوه عامل سافټوير له لارې د کار وړ ګرځي. که ووايو بايوس يو درېيم ډول سافټوير دى چې کمپيوټر له هره پلوه ورته اړ دى پر ځاى خبره ده. بايوس بېلابېلې دندې په غاړه لري مګر تر ټولو مهمه يې د يوه عامل سافټوير پنځول دي.



د يوه کمپيوټر تر روښانېدو وروسته مايکروپروسيسور د خپل عادت له مخې د يوه عامل سافټوير د پنځولو پرېکړه کوي، که څه هم نوموړى په هارډ ديسک کې پروت وي مګر مايکروپروسيسور يې په يوازې سر نه شي پنځولاى، نوموړى له همدې امله د بايوس مرستې ته اړتيا لري او بايوس هغه لومړنى سافټوير دى چې يو عامل سافټوير د پنځولو لپاره مايکرو پروسيسور ته ور پېژنې.



بايوس ټولې هغه دباندنۍ او دنننۍ پرزې چې يو عامل سافټوير يې بايد په کار واچوي لکه کېبورډ، مونيټور او... نوموړې ته ور پېژني. دا سافټوير پر مادر بورډ د يوه چيپ (Flash Memory) په بڼه لګېدلىوي، بايد وويل شي د بايوسونو ډولونه يو له بل سره توپير لري، يعنې ځينې بايوسونه تازه کېږي او ځينې بدلېږي. د بايوس تر ټولو لومړنى کار دا دى چې د يوه رېم پر مخ ٦٤ بايټيزه معلومات چې د CMOS په چيپ کې کرار لري معاينه کړي.



CMOS چې د Chrome Metal Oxide System څخه عبارت دى و سيستم ته د دقيقو معلوماتو برابرولو دنده په غاړه لري. هر وخت چې کمپيوټر روښان شي ټول هغه عمليات چې د بايوس له لورې تر سره کېږي د پردې پرمخ ليکل کېږي، په ځينو کمپيوټرونو کې نوموړي معلومات د پردې پر مخ او په ځينو کې د پردې تر شا ليکلي وي، يعنې په ځينو کې څرګند او په ځېنو کې پټ وي، د بېلګې په توګه د رېم سرعت، د هارډ ډيسک ډول د CD يا DVD ډول او.... ګرافيکي کارت فعالول هم د بايوس په غاړه وي.



پورتني معلومات د يو تازه روښان شوي کمپيوټر لپاره ليکل کېږي، د يو Restart شوي هغه لپاره نه، د تازه روښان شوي کمپيوټر لپاره تر پورتنيو معلوماتو وروسته بېلابېل پورټونه لکه USB, PS/2 د موږک او کېبورډ او PCI سلاټونه د کارډونو د شتون په موخه کتل کېږي، که پر دغه مهال له کومې ستونزې سره مخ شي معلومات يې د يوه پيغام په شکل د پردې پر مخ ليکل کېږي او که ستونزه ستره وي يا يې د کمپيوټر د روښانېدو مخه ډب کړې وي د يوه ځانګړې ږغ له لارې چې په انګريزي کې Beep ورته وايي خبر درکوي، بايد وويل شي نوموړى ږغ د ستونزو له مخې پر ډولونو ويشلى وي. چې په دې بلوګ کې پر ږغېدلي يو، البته په تېزو کمپيوټرونو کې دا هر څه د ډېر سرعت له مخې تر سره کېږي، ډېر ژر د بايوس ليکلي معلومات د پردې له مخې پاکېږي او د عامل سافټوير پاڼه غوړېږي.



تر پورتنيو معلوماتو وروسته په CMOS کې د Boot په سيسټم پسې ګرځي او هڅه کوي د نوموړي لومړنۍ ټاکنه په کار واچوي، که يې لومړنۍ ونه موندله په دوهمه او همداسې په درېيمه او... پسې ګرځي، تر څو يو عامل سافټوير ومومي او ويې پنځوي. که داسې پېښه شي په يو سيسټم کې هېڅ يو عامل سافټوير ونه مومي د پردې پر مخ د عامل سافټوير د نه موندنې پيغام پرېږدي.



پورتنۍ پروسې د خپلې خوښې له مخې بدلولاى شئ، و CMOS ته د ننوتلو لارې په هر کمپيوټر کې بېلابېلي دي، هر کمپيوټر د ځانګړې کيلۍ په کښېکښلو سره CMOS ته ننوزي د بېلګې په توګه ځينې په F2، ځينې په Delete، ځينې نور بيا په F10او....



په ټوليز ډول هغه برخې چې په هر CMOS کې ثبت وي دا دي: وخت او نيټه، د بوټ ځانتياوې چې په کلک ډيسک، CD/DVD، نيټورک (PXE) پورې اړه لري، پر دې بر سېره د کمپيوټر لپاره شفر هم ټاکلاى شئ او يا يې هم د برېښنا او انرژي برخه څېړلاى شئ، په CMOSکې د هر بدلون پلي کولو پر وخت له ډېر دقت څخه کار واخلئ! ښايي لږه بې غورې مو کمپيوټر له بوټېدو څخه بې برخې کړي، له نيکه مرغه نوموړى هر وخت د کمپنۍ اصلي ته حالت (Default) ته ګرځولاى شئ.



کومه بطرۍ چې په مادربورډ کې د ځينو معلوماتو د ساتنې په موخه لګېدلې ده، کولاى شي ټول هغه بدلونونه چې پر CMOS پلي کېږي په کلونو کلونو خوندي کړي.



يوه سپارښتنه: څومره چې ممکنه وي بايوس تازه وساتئ، خو يوه خبره ياد ولرئ که د بايوس Flash کولو پر مهال پرته د هغه له پيغام څخه کمپيوتر بند شي مادر بورډ ته زيان رسېږي او له کاره لوېږي.



 څه شى دى؟Dr. Watson
کيداى شي د کمپيوټر ځينې کاروونکي د نوموړي له نامه سره اشنا وي، خو زما په اند ډېر داسې کسان شته چې نه يې پېژني، تاسو کولاى شئ د دې پروګرام له لارې په ډېره اسانۍ سره سيسټم ته د ورپېښو ستونزو چې کله نا کله د سيسټم د بندېدو سبب هم ګرځي څرک په ګوته کړئ او د هغوى د حلولو لارې چارې ولټوئ، له دې لارې کولاى شئ له وايروس ضد پروګرام او Firewall سيسټم پرته د خپل کمپيوټر امنيت خوندي کړئ.
څه وخت چې تاسو نوموړى پروګرام وپنځوئ، د پردې شاته ځاى نيسي او د يوې ستونزې د پېښېدو لاره څاري تر څو د هغه مهم ټکي ثبت کړي، ډېرى خلګ په دې اند وي چې په اکسپي وينډوز کې نوموړي ته اړتيا نشته، دوى دا استدلال کوي چې اکسپي د پخوانيو نسخو په پرتله ډېر د امن او امنيت څښتن دى، له دې ټولو وړتياوو سره سره کيداى شي نوموړې نسخه هم د ستونزو ښکار وګرزي، که مو همدا پروګرام د پردې تر شا پنځولى وي ښايي اکسپي ته د پېښېدونکو ستونزو په اړه ډېر ژر راپور تر لاسه کړئ او د هغوى د حل لارې چارې ولټوئ.
Dr. Watson يو پروګرام دى چې په سيسټم پورې تړلې د ټولو برخو معلومات له ځان سره لري، که کومه ستونزه پېښېږي نوموړى يې ثبتوي، يا په بل عبارت که مو سيسټم په ټپه ودرېدى يا يې هم د يوې سترې ستونزې د پېښېدو پيغام در کړ، کمپيوټر مو له سره روښان کړئ او نوموړې پېښه د واټسن له لورې په جوړ شوي Log فايل کې ولټوئ، نوموړى فايل د پېښي شوي ستونزې پوره راپور له ځان سره خوندي کړى وي، پر دى مهال که د سيسټم يا يې هم د کوډونو په اړه څه نا څه معلومات ولرئ کولاى شئ پرته ستونزه يې له منځه يوسئ، که د ستونزې حل ستاسو تر وس وتلې خبره وي په هغه صورت کې د يو متخصص سره تماس ونيسئ، او د نوموړي فايل په ښودلو سره يې د حل غوښتونکي شئ، لنډه دا چې هېڅ يو بل پروګرام د همدې يوه سيالي نه شي کولاى.
هو! ځينې وختونه داسې پېښه شي مخکې له دې چې د يوې ستونزې راپور وليکي ستونزه دومره ستره وي چې تر ليکلو وړاندې کمپيوټر بند کړي، خو د تشويش وړ خبره نه ده ځکه کېداى شي په زرو پېښېدونکو ستونزو کې يو ځل داسې وشي.
يو بل د پام وړ ټکى دا دى چې کولاى شئ د کمپيوټر Log فايل مو مايکروسافټ ته د پرتو ستونزو د حلولو په منظور واستوئ، ښه به دا وي د يوه متخصص څخه مرسته وغواړئ او په دې برخه کې د مايکروسافټ متخصصان تر ټولو غوره بولم، د همدې متخصصينو سره د اړيکو نيولو لپاره د مايکروسافټ تخنيکي ويب پاڼه پرانيزئ او د نوموړي پاڼې له لارې د کمپيوټر Log فايل نوموړو متخصصينو ته ولېږدوئ او د لارښوونو په هيله يې سترګې پر لاره اوسئ، کيداى شي بې ځوابه مو پرې نه ږدي.
نوموړى پروګرام د وينډوز د هر وارې له روښانېدو سره سم د پردې شاته خپل کار پيلوي، که غواړئ چاپېريال يې محدود يا هم پراخ کړئ د Start تڼۍ له لارې Run کليک کړئ او د نوموړي په کور کې Drwtsn32 وليکئ او د OK تڼۍ کښېکاږئ، لاندني شکل ته وګورئ:
د ډاکټر واټسن تشرېح په لاندې ډول ده:
د Log File Path له لارې کولاى شئ د Log فايل تګلورى وټاکئ.
د Crash Dump له لارې کولاى شئ دموقتي فايل تګلورى وټاکئ.
د Wave File له لارې کولاى شئ اواز لرونکى فايل ثبت کړئ چې د ورانيو پر مهال ږغ وکړي.
د Number of Instructions په برخه کې کولاى شئ د ورانيو تعداد چې د Log فايل له لارې يې ښوونه کېږي د نوموړي فايل لپاره وټاکئ.
د Number of Errors to Save په برخه کې کولاى شئ په هر Log فايل کې د ورانيو تعداد مشخص کړئ.
د Crash Dump Type په برخه کې کولاى شئ د Dump فايل ډول په نښه کړئ: Full په تمامه معنا يعنې له هر څه سره، Mini د امکان تر بريده لنډ او خلص، NT4 Compatible Full په تمامه معنا د NT سيسټمونو لپاره.
د Options په برخه کې کولاى شئ د Log چاپېريال تنګ يا هم پراخ کړئ په لاندې ډول:
د Dump Symbol Table کور هغه مهال روښان کړئ چې غواړئ د Dump فايل سره ټول کرکټرونه که حرفوي وي که شکلي وساتل شي.
د Dump All Thread Contexts کور هغه مهال روښان کړئ چې غواړي Dump فايل له پوره متن او رشتو سره وساتل شي.
د Append To Existing Log File کور هغه مهال روښان کړئ چې غواړئ Dump فايل خپل ټول معلومات له Log هغه سره شريک کړي.
د Visual Notification کور هغه مهال روښان کړئ چې غواړئ ټول هغه اخطارونه چې د پردې پر مخ ليدل کېږي ثبت شي.
د Sound Notification کور هغه مهال روښان کړئ چې غواړئ ټول هغه اخطاري ږغونه چې د ورانيو د پېښېدو پر مهال اوريدل کېږي ثبت کړئ.
د Create Crash Dump File کور هغه مهال روښان کړئ چې غواړئ يو Dump فايل د بيا بيا کتلو لپاره په کمپيوټر کې ذخيره شي.
د Application Errors په برخه کې د هغو ستونزو په اړه معلومات چې په سيسټم کې د کارکولو پر مهال يو کاروونکى ور سره مخ شوى دى را غونډېږي، د هر يوه په Highlight کولو سره چې ورپسې د View تڼۍ کليک شي د نوموړي Dump فايل يا هم هغه موقتي حالت يې چې پورته پر وږغېدو څېړلاى شئ، په دې ځاى کې چې کوم معلومات را غوڼد شوي وي د کمپيوټر په هر وار روښانولو سره نوموړي هغه په Log فايل کې خوندي کېږي.
د Log فايل کتلو لپاره WordPad پروګرام وکاروئ، نوموړى فايل په کمپيوټر کې د Drwtsn32.log په نامه له لاندني پيوند څخه تر لاسه کولاى شئ:
C:Documents and SettingsAll UsersApplication DataMicrosoftDr Watson
په هغه صورت کې چې پر تېزو کمپيوټرونو کار کوئ ټولې برخې يې فعالې کړئ، او همداسې د Crash Dump Type نښه پر Full وليکئ، تر څو ستاسو جوړېدونکې Log فايل له ټولو معلوماتو سره يو ځاى جوړ شي، د ټولو کورونو تر ټاکلو وروسته د OK تڼۍ کليک کړئ په دې ډول پروګرام له نظره غايبېږي او د پردې تر شا خپل کار ته ادامه ورکوي
. 

يو کمپيوتر بايد څنګه وساتل شي؟
ډېرى خلګ په دې اند وي که د کمپيوټر بغل خلاص پرېښودل شي نه ګرمېږي، دا خبره نه کومه رښتينې بڼه او نه ګټه لري، ځکه په دې ډول د پروسيسور پر سر چې کومه پکه د کار پر مهال هوا توليدوي خپل تګلورى نه شي ټاکلاى او نه شي کولاى د هغو شيانو تر منځ چې د دې پر چاپېريال پراته دي هوا توليد او په سمه توګه وڅرخي. له همدې امله کمپيوټر د پخوا په پرتله ډېر ګرمېږي.
که د پروسيسور پکه خرابه وي، بله چاره هم نه وي کمپيوټر يوې پکې يا کولر ته داسې کښېږدئ چې د ده شا او د هغه مخ وي. د يادونې وړ ده هېڅ وخت کمپيوټر ګرمېدو ته مه پرېږدئ ښايي ځينې پرزې يې کار پرېږدي، پر دې برسېره هغه کمپيوټرونه چې بغل يې خلاص پاته وي د نورو په پرتله ډېر خرابېږي، وجه يې دا ده چې نوموړى د کار پر مهال يو ډول دوړه چې برېښنايي اغېزې ولري ځانته کشوي، نوموړې دوړه د کمپيوټر د کوچنيو کوچنيو پرزو ترمنځ يو ډول اړيکى قايموي او د کار پر وړاندې خنډ ګرځي.


ډي وي ډي DVD ؟

DVD د (Digital Versatile Disc ) د کلمو لنډيز دی .د عادي CD ګانو په څير هوار ، ګرد او له پلاستيک نه جوړ شوي ټيکلی دي خو توپير يې دادی چې دعادي CD په پرتله د ډيټا د ساتلو لوړ ظرفيت لري .
DVD د نوری ډيسکونو له نويو ډولونه څخه دی چې په لومړيو وختونو کې د فلمونو د ثبت له پاره جوړ او ډيزاين شوی وخو نن ورځ په بيلا بيلو برخو کې ترې ګټه اخيستل کيږی.

د دی ټيکلی په دواړو مخونو باندی ډيټا (Data) ثبت کيږی چې د نښتځلو له پاره يې د يوه ځانګړی تخنيک Data Compression څخه استفاده کيږی. همدا رنګه Track يې هم کوچنی دی ځکه خو زيات ظرفيت هم لري .
نوې جوړې شوې DVD څو پوړيزه دی چې دا جوړښت يې هم د ظرفيت په لوړولو کې ستره ونډه لري .
يو مخ يې ٤،٧ ګيګا بايټه او دواړه مخونه يې ٩،٤ ګيګا بايټه ډيټا زيرمه کولی شي . ټول ظرفيت يې تر ١٧ ګيګا بايټه پوری رسيږی. .په داسې حال کی چې عادي سي ډي (CD ) د 700 ميګا بايټه څخه تر يو ګيګا بايټه پورې ډيټا زيرمه کولی شي .
DVD دخپل لوړ ظرفيت له امله ، نن ورځ د فلمونو ، ميوزيک او نوروپروګرامونو د ساتلو له پاره ، د ليږ د وړ ، ډيره ښه حافظه ګڼل کيږي .
اکثره فلمونه چې نن ورځ د بيلابيلو کمپنيو له خوا جوړيږي ، عموما د DVD فارمت په بڼه بازار ته وړاندې کيږي . همدارنګه هڅه کيږي چې زاړه او پخواني فلمونه هم د DVD فارمت ته واړول شي څو له يوې خوا عام وګړي ترې ګټه واخلي او له بلې خوا تر زيات وخت پورې خوندي پاتې شي .
يوه CD يا DVD تر پنځو کلونو پورې کار کولی شي خو که په ښه توګه وساتل شي تر ١٠٠ کلونو پورې هم خوندي پاتې کيدای شي . CD او DVD دواړه د ليزر د وړانګو په مرسته هم ليکل کيږي او هم لوستل کيږي.

DVD د ګټې اخيستنې له پلوه عموما په دوه ډوله ده :
١_ DVD-R : دلته R د (( Record able )) لنډيز دی ، په دې ټيکلي کې يوازې يو ځل ثبت کيدای شي خو په کراتو کراتو لوستل کيدای شي ددوهم ځل له پاره بدلون نه مني او نه هم ثبت پرې کيږي . هر مخ يې ٤،٧ کيګا بايټه ظرفيت لري
٢- DVD-RW : دلته RW د ( Re Write able) لنډيز دی . په دې ډول ټيکلي بيا بيا ثبت او ليکل کيدای شي . يعنې کولی شو پخوانۍ ډيټا ترې ړنګه او نوې ډيټا پرې ثبت کړو .
هغه ډيټا چې په دې ټيکلي کې ثبت کيږي د ٣٠-٥٠ کلونو پورې خوندي پاتې کيدای شي




نيټ ورکنګ لومړۍ برخه :

زه وياړم او ډېر خوښ يم چې د ادب پر پښتني اسمان د نورو ستورو تر څنګ دا ستورى هم چې له ځلا يې يوازې افغانان بې برخي وځلېږي.
کمپيوټر چې د اوسنۍ نړۍ يو له پر مختللو وسيلو څخه ګڼل کېږي، (د چا خبره هر څه کمپيوټري شول) يوازې خړ پښتانه ځينې بې برخې دي، د کمپيوټر نوم خو اوس دومره عادي شوى چې هر څوک ور سره اشنا دى، ما ځينې داسي کسان هم وليدل چې کمپيوټر يې نه پېژانده خو له نامه سره يې بلا ډېر اشنا وه، آن دا چې د يوه هېښوونکي منظر د نسب سلسله يې له کمپيوټر سره تړل.
که يې څوک بده نه مني او د ژبني تعصب نوم نه ورباندې ږدي د پښتو په پرتله نورې ټولې ژبې يوازې د کمپيوټر په برخه کې نه، بلکې د نورو تاليفاتو او ژباړو په ډګر کې هم له دې څخه ميدان وړى دى.
څنګه ښه يې ويلي: ياد مو ته کړه مړوي به مو خداى، دا وړوکى لارښود (ښايي ډېرې کمزورۍ او تېروتنې ولري) زما له لوري د يوې ډالۍ په نوم قبول کړئ، بايد ووايم دا کتاب مې له اردو متن څخه کټ مټ ژباړلى خو ځينې بدلونونه مې ځکه په کې راوستلي چې نوي هغه د زاړه په پرتله اسانه او ښه کار کولو جوګه ګرځېدل.
په پاى کې له هغو ټولو ملګرو څخه چې په دې لار کې يې خپلې هڅې او مشورې نه دي را څخه سپمولې، په ځانګړې توګه له ښاغلي امان الله نصرت څخه چې د متن په ژباړلو کې يې را سره ډېر ځان ستړى کړى او عبدالجبار فراز څخه چې په خورا ورين تندي يې د هغه د تصحيح لپاره خپل ټټر ډبولى و، مننه کوم.
لومړۍ برخه
نيټ ورکنګ څه ته وايي؟
د دوو شيانو تر منځ اړيکو ټينګولو ته نيټ ورک وايي، د بېلګې په توګه د کور او دفتر اړيکي د يوه PTCL ټليفون د ټليفوني Exchange له لارې ټينګېږي، د لويو او پراخو ښارونو يو له بل سره تړل تر يوه زياتو ايکسچنجونو ته اړتيا لري، د يوه ښار ټول ايکسچنجونه يو له بل سره تړلي او په ګډه کار کوي، د بېلابېلو ښارونو ټول ايکسچنجونه هم يو له بل سره وصل وي، همدا ډول له يوه هيواده بل ته د ټليفون کولو پر مهال هم د هغوى ټول ايکسچنجونه يو له بل سره اړيکي نيسي او په ګډه کار کوي.
کمپيوټر نيټ ورک
په کمپيوټر نيټ ورک کې د دوو يا ډېروکمپيوټرونو يو له بل سره تړلو ته کمپيوټر نيټ ورک وايي، بايد ووايم چې دا کتاب يوازې او يوازې د کمپيوټر نيټ ورک لپاره ځانګړى شوى دى، که د نيټ ورک کليمه ووينئ موخه مو ځني کمپيوټر نيټ ورک دى.
د نيټ ورک ګټې
د معلوماتو Data ګډه کارونه
داسې وګڼئ چې په يوه دفتر کې کار کوئ، د دفتر کوم بل کارکوونکي يو فايل جوړ کړى او ستاسو سره يې په ګډه کارول غواړي.
يوه لار يې دا ده چې فايل به فلاپي ډيسک ته کاپي کوئ، بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ، فلاپي يو داسې ډيسک دى چې هر وخت د باور وړ نه وي، کله چلېږي او کله هم له چلاو څخه قسم اخلي، څوک دا نه شي ويلاى چې زما په لاس کې فلاپي ډيسک به خامخا کار کوي.
د دې ستونزې يو لوى حل همدا اوسني فلش Flash ډرايونه دي چې د فلاپي په پرتله د باور وړ دي، بيا هم په سلو کې لس اعتبار نه لري، که وغواړئ نوموړى فايل د فلش ډيسک له لارې خپل کمپيوټر ته راوړئ، د ملګري کمپيوټر ته به ځئ فايل به فلش ډيسک ته کاپي کوئ او بيا به يې په خپل کمپيوټر کې کاروئ. که په دفتر کې نيټ ورک ولرئ ته او ملګري دې نوموړى فايل په ګډه کارولاى شئ.
د سامانونو ګډه کارونه
په ټوليز ډول په دفترونو کې يو يا دوه پرينټرونه کارېږي، کمپيوټرونه د پرينټرونو په پرتله ډېر وي، له هر کمپيوټر سره ځانګړى پرينټر کارول ناشونى دى، که وغواړئ ډاټا پرينټ کړئ، د هغه کمپيوټر له لارې يې پرينټولاى شئ چې پرينټر ورسره تړلى وي، يا به هم پرينټر خپل کمپيوټر ته تړئ، دا کړنه يو څه ستونزمنه ښکاري ځکه تاسو به هغې خونې ته ځئ چې کمپيوټر او پرينټر سره په کې تړلي دي، له هغه به يې خلاصوئ او له خپل کمپيوټر سره به يې تړئ، په دې ډول پنځه دقيقې وخت چې د ډاټا پر پرينټولو لګېږي ښايي نيم ساعت او يا هم يوه ساعت ته و غځېږي.
که د کمپيوټرونو نيټ ورک ولرئ هر ځاى او هر کمپيوټر چې وي، کولاى شئ اول يا دويم پرينټر وکاروئ، پر پرينټر برسېره د هارډ ډيسک، سکېنر، سي ډي او کامرې ډرايونه هم په ګډه کارولاى شئ.
د پروګرامونو ګډه کارونه
پر سامانونو او ډاټا برسېره د کمپيوټر پروګرامونه هم په ګډه کارولاى شئ، ننني پروګرامونه خو د جسامت او څرنګوالي (کيفيت) له پلوه دومره لوى جوړ شوي چې په هارډ ډيسک کې پراخ ځاى نيسي.
له دې څخه مو موخه دا ده کوم پروګرامونه چې په مرکزي کمپيوټر کې ځاى پر ځاى شوي وي، هر نيټ ورک کاروونکى يې په ګډه کارولاى شي، په هر کمپيوټر کې د نوموړو پروګرامونو جلا جلا ځاى پر ځاى کولو ته اړتيا نشته.
د انټرنيټ ګډه کارونه
د نيټ ورک يوه بله ګټه دا ده: که له نيټ ورک سره يو تړلى کمپيوټر له انټرنيټه برخمن وي، نو پر لين نورو ورسره تړلو کمپيوټرونو ته هم نيټ ورکولاى شي او بېل بېل ټليفون او موډيم، کارولو ته اړتيا نشته.
مرکزي واکمني (کنټرول)
څنګه چې ټول کمپيوټرونه او کاروونکي د يوه نيټ ورک برخه وال دي، له همدې امله ټول امرونه له يوه ځايه څارل (کنټرول) کېږي او د قواعدو او قوانينو بېلابېل ډولونه په ډېره ښه توګه پېژني.
د نيټ ورک ډولونه
هر نيټ ورک څو ځانګړنې لري چې پر بنسټ يې نوموړى پر بېلابېلو ډولونه وېشل شوى دى، تفصيل يې په لاندې ډول دى:
د جغرافيايي پولو پر بنسټ
نيټ ورک د جغرافيايي پولو پر بنسټ دوه مهم ډولونه لري: LAN او WAN
LAN چې د Local Area Network لنډيز دى تر يوه دفتر يا هم يوې ودانۍ او شرکت پورې محدود دى.
د لوکل اريا نيټ ورک ځانګړنې:
١. دا ډول نيټ ورک په يوه کوچني ځاى کې جوړېږي، له همدې امله يې جوړونه او کارونه خورا اسانه ده.
٢. د دې ډول نيټ ورک سامانونه په ډېره ټيټه بيه پيداکېږي.
٣. په دې نيټ ورک کې د ډاټا لېږدونه ډېر ژر تر سره کېږي، چټکتيا يې خورا ډېره ده، يعنې په يوه ثانيه کې له لسو او سلو څخه نېولې تر زرو ميګابيټو ډاټا استولاى شي. روښانه بېلګې يې ښاري نيټ کيفي يا د يوه شرکت او کمپنۍ سره تړل شوي کمپيوټرونه يادولاى شو.
WAN چې د Wide Area Network لنډيز دى د دوو ښارونو يا دوو هېوادونو تر منځ کمپيوټرونه تړي.
د ويډ اريا نيټ ورک ځانګړنې:
١. دا ډول نيټ ورک د ځمکې له يوه ګوټه نيولې تر بله د کمپيوټرونو د اړيکو ټينګولو لپاره کارېږي، له دې امله يې سامانونه ډېر ګران پرېوزي.
٢. د ډاټا لېږدونې پر وخت يې چټکتيا ډېره کمه ده، ډېر ځايونه د ټليفون لين کارېږي، چې سرعت يې په ثانيه کې ٥٦ کيلو بيټه دى، د تېز سرعت لپاره د T1 لين ور سره ملګرى کېږي، چې سرعت يې په ثانيه کې ١.٥ ميګابيټه دى، له همدې امله يې کلنى لګښت خورا ډېر دى، تر ټولو ګران لين يې T3 دى، چې په ثانيه کې ٤٥ ميګابيټه ډاټا لېږدولاى شي.
د ويډ اريا نيټ ورک سرعت د لوکل اريا نيټ ورک تر هغه – چې په ثانيه کې ١٠٠ ميګابيټه دى – ډېر کم دى.
Bandwidth
هغه سرعت ته ويل کېږي چې په وسيله يې يوه اله ډاټا واستوي، Bandwidth په ثانيه کې بيټونه (Bits Per Second) اندازه کوي، په ثانيه کې ٢ کيلو بيټه په دې معنا ده چې په يوه ثانيه کې ٢٠٤٨ بيټه ډاټا استولاى شي. په ياد مو وي چې ١٠٢٤ بيټه ډاټا ته يو کيلو بيټ ويل کېږي.
MAN
پر WAN او LAN بر سېره بله اصطلاح د MAN په نامه هم کارېږي.
MAN چې د Metropolitan Area Network لنډيز دى، د يوه ښار د جغرافيايي پولو په دننه کې د موجودو نيټ ورکونو لپاره کارېږي.
په ټوليز ډول په يوه ښار کې موجود تر يوه زيات لوکل اريا نيټ ورکونه د اړيکو د تېز سرعت له لارې يو له بله سره نښلوي، د همدې تېز سرعت د اسانتياوو له لارې ډېرې مواصلاتي کمپنۍ او شرکتونه ګټه پورته کوي.
نوموړي نيټ ورکونه له: DSL, T3, T1, ISDN څخه عبارت دي.
ISDN د Integrated Services Digital Network لنــډيز دى پر دې بر سېره نوموړي نيټ ورک ته DSL هم ويل کېږي چې د Digital Subscriber Line لنډيز دى.
نيټ ورک او دندې يې
نيټ ورک د ډاټا ساتنې پر بنسټ پر دوو برخو وېشل شوى دى:
١. Server او Client نيټ ورک
داسې کمپيوټر ته چې نورو کمپيوټرونو ته بېلابېل خدمتونه تر سره کړي، د نورو کمپيوټرونو په پرتله تېز وي او د ډاټا ذخيره کولو او امرونو پر تر سره کولو پوره واکمن وي Server ويل کېږي.
په سرور او کلاينټ کې نور سره تړلي ټول کمپيوټرونه کلاينټ بلل کېږي، د کلاينټ هر څه د سرور په پرتله کم وي، څه نا څه امرونه تر سره کولاى شي، خو تر ډېره بريده سرور ته اړ وي.
په کلاينټ او سرور نيټ ورک کې ډېرى ځانګړي (Dedicated) شوي سرورونه کارېږي، دا ډول سرور د يوه ځانګړي کار لپاره کارېږي، د بېلګې په توګه: فايل سرور، مېل سرور، يا اپليکيشن سرور او….
٢. Peer to Peer نيټ ورک
په پير ټو پير نيټ ورک کې ټول کمپيوټرونه اوږه پر اوږه کار کوي، د هغوى سرعت او د امرونو تر سره کول سره برابر وي، هرو دوو کمپيوټرونو ته پير (جوړه) ويل کېږي، په پير ټو پير نيټ ورک کې کوم ځانګړى شوى سرور نشته، هر کمپيوټر له بل څخه غوښتنې کولاى شي او هر يو د کلاينټ او سرور رول لوبوي.
که په نيټ ورک کې د کمپيوټرونو شمېر تر لسو کم وي، پير ټو پير نيټ ورک ښه کار کوي، که يې شمېر تر لسو ډېر وي بيا کلاينټ او سرور ښه رول لوبوي.



نيټ ورکنګ دوهمه برخه :
يټ ورک ټوپالوژي
په نيټ ورک کې ټوپالوژي ترتيب يا اوډلو ته ويل کېږي دا ترتيب يا اوډون پر دوه ډوله دى Physical Topology او Logical Topology.
فزيکل ټوپالوژي د نيټ ورک د دباندنۍ برخې معلومات وړاندې کوي، د بېلګې په توګه سامانونه او بهرنى شکل يې او لاجيکل هغې ټوپالوژۍ ته ويل کېږي چې د نيټ ورک د دنننۍ برخې معلومات وړاندې کړي، لکه د ډاټا راکړه ورکړه.
د فزيکل ټوپالوژي برخې
Bus Topology : يوه ډېره اسانه ټوپالوژي ده، په دې ډول نيټ ورک کې ټول کمپيوټرونه او وسيلې پر يوه ګډ کېبل تړل کېږي، همدې کېبل ته Bus وايي، د دې ټوپالوژي تر ټولو لويه ستونزه دا ده که په نوموړي کې د سره تړل شوو کمپيوټرونو له ډلې څخه يوکار پرېږدي، نيټ ورک هم له کاره لوېږي، د دې ستونزې له امله دا ټوپالوژي اوس له منځه تللې ده.

Star Topology : په دې ټوپالوژي کې ټول کمپيوټرونه او وسيلې د يوه کېبل له لارې د مرکزي HUB يا Switch سره تړل کېږي، د دې نيټ ورک ټول کمپيوټرونه او وسيلې خپل پيغامونه او سيګنالونه هب يا سويچ ته ورکوي، د هغو پيغامونو او سيګنالونو دنده د هب يا سويچ پر غاړه ده، په نننۍ نړۍ کې له دې ډول نيټ ورکه ډېر کار اخيستل کېږي، سټار ټوپالوژي د بس ټوپالوژي په پرتله ډېره باور وړ ده، د يوه کمپيوټر د بندېدو پر مهال نه نيټ ورک ورانېږي او نه هم په نيټ ورک کې پر پاتې کمپيوټرونو څه اغېز غورځولاى شي.
Ring Topology : په دې ټوپالوژي کې ټول کمپيوټرونه او وسيلې د يوې دايرې په بڼه سره تړلي وي، په همدې شکل پيغامونه او سيګنالونه له يوه کمپيوټره بل ته ځي، هر کمپيوټر د پيغام او سيګنال پر تر لاسه کولو او بل ته استولو پوره واکمن وي، د دې ټوپالوژي تر ټولو لويه ستونزه دا ده که يو کمپيوټر کار پرېږدي ټول کمپيوټرونه او وسيلې په ټپه درېږي او نيټ ورک هم کار پرېږدي اوس له دې ټوپالوژي څخه هم کار نه اخيستل کېږي.


لاجيکل ټوپالوژي
لاجيکل ټوپالوژي د فزيکل ټوپالوژي د ډيزاين تفصيل بيانوي، د بېلګې په توګه:
١. له کوم ډول نيټ ورک انټرفيس کارډه کار اخيستل کېږي؟
٢. له کوم ډول کېبله کار اخيستل کېږي؟
٣. د ډاټا ترلاسه کولو او استولو کار څنګه پر مخ ځي؟ دې ټولو کړنو ته لاجيکل ټوپالوژي ويل کېږي، چې په نيټ ورک کې ورته Network Architecture هم ويلاى شو.
د لاجيکل ټوپالوژي څو مهمې برخې
Ethernet: په پخوانيو نيټ ورکونو کې لويه ستونزه دا وه چې يوازې يوه کمپيوټر بل ته ډاټا استولاى شواى، که به بل کمپيوټر ورګډ شو ډاټا به سره ټکر Collision شوه، د دغې ستونزې د هواري په موخه په ١٩٧٣ ع کال کې باب ميټ کالف Ethernet اختراع کړ، د هغه بنسټ يې IEEE802.3 معيار وټاکه.
نوموړى د Institute of Electrical and Electronics Engineers لنډيز دى دا يوه داسې اداره ده چې اقتصادي ګټې نه کوي خو په ١٥٠ هيوادونو کې ٣٦٥٠٠٠ څانګې لري، د دغې ادارې تر ټولو لوى کار د انجنيرۍ د حوالو دى، د کمپيوټر نيټ ورکنګ پر نوموړي ادارې (802 Project) لورولى دى، د دې پروژې موخه د لوکل اريا نيټ ورک په جوړښت کې د پروتوکولونو او امرونو لپاره معيار ټاکل دي.
Data: ايدرنيټ د ډاټا په لېږنه کې له CSMA/CD لارې څخه کار اخلي،
CSMA/CD چې د Carrier Sense Multiple Access/Collision Detection لنډيز دى، دا برخه له هر کمپيوټر سره پر تړل شوي کېبل د ډاټا د شته والي احساس کولاى شي، که پر کېبل د ډاټا لېږدونه روانه وي، هېڅ کمپيوټر کافي ډاټا نه شي رسولاى، هغه سترګې پر لار کمپيوټر چې غواړي ډاټا واستوي په دې پوهېږي چې کېبل خالي شو يعني پر کېبل د ډاټا لېږدونه پاى ته ورسېده، بيا ډاټا استولاى شي.
Ethernet Speed: ايدرنيټ ډاټا د سيريال نمبر په بڼه استوي، يعنې له ډاټا څخه نمبر جوړوي او استوي يې، تر رسېدو وروسته يې په خپله بڼه اړوي، له دې امله پر يوه وخت يو بيټ ډاټا استولاى شي، نوموړى درې ډوله سرعت لري:
١. په ثانيه کې ١٠ ميګابيټه ډاټا استوونکي نيټ ورک ته Ethernet وايي.
٢. په ثانيه کې ١٠٠ ميګابيټه ډاټا استوونکي نيټ ورک ته Fast Ethernet وايي
٣. په ثانيه کې ١٠٠٠ ميګابيټه ډاټا يا زياتې ډاټا استوونکي نيټ ورک ته Mega Bit Ethernet ويل کېږي.
Ethernet Name: د Ethernet Topology نوم د يو ځانګړي انداز له مخې ټاکل کېږي، تر ټولو مخکې لومړى د هغه سرعت، په دويم پړاو کې يې د سيګنال رسولو لار، وروسته يې د ګډ غځېدلي کېبل د ډول لپاره يو تورى (حرف) ليکل کېږي. د بېلګې په ډول: 10BASE5
د Ethernet په نامه کې ١٠ د ډاټا رسولو سرعت (يعنې په ثانيه کې ١٠ ميګابيټه) Base د سيګنال رسولو (Baseband) لار او ٥ د ګډ غځېدلي کېبل تر ټولو لويه فاصله ٥٠٠ متره ښيي.
د Ethernet ډولونه
د Ethernet ټوپالوژي مهم ډولونه په لاندې ډول دي:

10Base2
د دې ګډ کېبل اوږدوالى تر ١٨٥ مترو پورې جوړېداى شي، دې تهThinnet ويل کېږي، له دې نيټ ورکه تر ډېره بريده کار نه اخيستل کېږي.

10Base5
د دې ګډ کېبل اوږدوالى تر ٥٠٠ مترو پورې جوړېداى شي، دې ته Thicknet ويل کېږي، له دې نيټ ورکه هم تر ډېره بريده کار نه اخيستل کېږي.

10BaseT
د دې لپاره ټووسټيډ پير کېبل کارېږي، دغه کېبل څلور لينه يعنې دوې جوړې لري.

10BaseF
د دې لپاره فايبر اپټېک کېبل کارېږي.

100BaseT
دې ته Fast Ethernet هم ويل کېږي او کېبل يې د Cat5 په نامه يادېږي.

1000BaseT
دې ته Giga Bit Ethernet ويل کېږي، په ټووسټيډ کېبل کې څلور جوړې لينونه موجود وي او کېبل يې د Cat5 يا Cat6 په نامه يادېږي.
Frame: ايدرنيټ نيټ ورک ډاټا د فريم په بڼه استوي، د فريم تر ټولو کمه اندازه ٦٤ بايټه او تر ټولو لويه يې ١٥١٨ بايټه ده، فريم په استونه کې ١٢ بايټه له سرچينې (Source)، ٢ بايټه له منزله (Destination) او ٤ بايټه له CRC څخه کاروي، د دغو ١٨ بايټونو سره د ډاټا اندازه ١٥٠٠ بايټه راځي.
CRC دCyclic Redundancy Check لنډيز دى، د ډاټا لېږدونې پر وخت د احتمالي ورانيو د پيښېدو پوښتنه کوي، کله کله د ډاټا پر سيګنال د ورانيو امکانات پيدا کېږي
Token Ring: ايدرنيټ ډاټا د CSMA/CD له لارې ډېره په اسانۍ استولاى شي، خو که پر ګډ غځېدلي کېبل د کمپيوټرونو شمېر زيات شي د CSMA/CD کار اغېزمن کېږي، چې وروستۍ پايله يې نه شي تر لاسه کېداى، د دې ستونزې د هواري په موخه IEEE او IBM دواړو په ګډه په نيټ ورکنګ کې يو بل معيار وټاکه او هغه ته يې د IEEE802.5 Token Ring نوم ورکړ.
په دې ډول نيټ ورک کې د ډاټا لپاره يو ځانګړى بنډل شته چې Token ورته ويل کېږي، دا ټوکن په نيټ ورک کې ټولو کمپيوټرونو ته ځي او راځي، يو کمپيوټر چې ډاټا بل ته استوي هغه د ټوکن انتظار باسي، کله چې يې ټوکن وموند راګرځوي يې او د ډاټا استول پيلوي، د ډاټا له بشپړېدو سره سم ټوکن خوشي کوي. په داسې کړنو کې د ډاټا ترمنځ کوم ټکر نه راځي کېږي، ځکه هر کمپيوټر خپله ډاټا رسولاى شي، که پر يوه وخت ډېر کمپيوټرونه د ډاټا لېږدول پيل کړي يو له بل سره د ډاټا په تر لاسه کولو کې ځنډ پېښېږي.
FDDI: چې د Fiber Distributed Data Interface لنډيز دى نوموړى نيټ ورک هـــم د Token Ring نيټ ورک چې پـر هرکمپيوټر د ډاټا پر لېږدونه د ټوکن انتظار کوي په بڼه دى، توپير يې دا دى چې FDDI د منځنۍ واسطې لپاره فايبر اپټېک کېبل کاروي.
د فايبر اپټېک کېبل له لارې تر ١٠٠ کيلو مترو پورې د ډاټا لېږدونه تر سره کېږي، په ثانيه کې د ١٠٠ ميګابيټه ډاټا د استولو اسانتيا د لومړي ځل لپاره FDDI منځ ته راوړې، په دې نيټ ورک کې د سره تړل شوو دوو کمپيوټرونو واټن بايد دوه کيلو متره وي.
FDDI پر دوه ډوله کارېږي لومړى يې Class A او بل يې Class B دى، په Class A کې دوه Token Ring موجود وي، ټول کمپيوټرونه او وسيلې هغوى دواړه جوړه کاروي، که د يوې خرابۍ په وجه يو ټوکن کار پرېږدي، بل يې کار پيلوي، دا نيټ ورک هېڅکله تر کوم اغېز لاندې نه راځي. او په Class B کې يوازې يو ټوکن موجود وي.
ATM
اې ټي ايم د Asynchronous Transfer Mode لنډيز دى، دا يوه نوې ټيکنالوژي ده چې دPackets Switching او Multi Flexing څخه کار اخلي. دا ټيکنالوژي د اواز، ويډيو، يا ډېرې درنې ډاټا د لېږلو لپاره يوه ښه او باور وړ سرچينه ده.
اې ټي ايم ډاټا د يوه بنډل په بڼه چې ټول بنډلونه يې سره مساوي وي استوي، هر بنډل ته Cell ويل کېږي، د هر Cell اندازه ٥٣ بايټه وي، په هر Cell کې ٥ بايټه ضروري معلومات او ٤٨ بايټه د ډاټا لپاره ټاکل شوي وي.
اې ټي ايم د ډېر تېز سرعت څښتن دى، د هغه تر ټولو لږ سرعت په ثانيه کې ٢٥ ميګابيټه او تر ټولو تيز يې ١.٥ ګيګابيټه دى.
د ATM ګټې او زيانونه
١. نوموړى ډېره درنه ډاټا په ډېر تېز سرعت سره لېږدولاى شي.
٢. نوموړى د موجوده ټليفون نظام بدلوي.
٣. نوموړى د Cell د ځانګړي جسامت په وجه د ډاټا Encryption په ډېره اسانۍ سره کوي، Encryption هغې کړنې ته ويل کېږي چې له ډاټا څخه نه لوستونکى بنډل جوړوي، له دې کاره يې موخه دا ده چې څوک يې غلا نه کړي، هدف ته تر رسېدو وروسته نوموړې ډاټا بيرته Decryption کېږي اوخپله لومړنۍ بڼه غوره کوي.
٤. نوموړى نيټ ورک له Ethernet نيټ ورک او Token Ring نيټ ورک سره يو ځاى کېداى شي.
٥. نوموړى نيټ ورک ډېر ګران لوېږي.
٦. نوموړى نيټ ورک جوړول او ورڅخه کار اخيستل د بل هر نيټ ورک په پرتله ډېر پېچلى دى.
د دوهمې برخې پاى


نيټ ورکنګ دریمه برخه :

نيټ ورک  او پروتوکولونه يې
پروتوکول د قواعدو او قوانينو هغې ټولګې ته چې نيټ ورک د ډاټا پر لېږدونه پوره واک ولري ويل کېږي. پروتوکول د هغو امرونو مسوول دى چې د اړيکو پيلول او پاى ته رسيدل، د پتې له مخي د ډاټا لپاره مناسبه لار پيدا کول، ډاټا Encrypt  يا Compress کول او په ډاټا کې د لېږدونې پر مهال د احتمالي ورانيو منځ ته راتګ په کلکه څاري او معلومات يې اخلي. پروتوکول ډېر ډولونه لري، په نيټ ورکنګ کې د OSI Reference Model پر هر Layer يو ځانګړى پروتوکول کارېږي، پروتوکول په ټوليز ډول د خپل لاير په واسطه پېژندل کېږي، د پروتوکول تر پېژندنې وړاندې د OSI هغه مهمه ده.  OSI د Open Systems Interconnection لنډيز دى که څه هم په عملي توګه نه کارېږي، مګر نوموړى ماډل د نيټ ورک چلاو او کار ډېر روښانوي او د هغه د عملي ستونزو په هوارولو کې ډېره مرسته کوي، OSI ماډل د کمپيوټر په نيټ ورکنګ کې ISO جوړ کړى دى.ISO د International Standards Organizationلنډيز دى، يوه کمپنۍ ده چې د لومړي ځل لپاره يو شي ته Standardمعيار ټاکي. په پخوانيو وختونو کې د نيټ ورکونو جوړولو او ډاټا لېږدولو لارې سره بېلې وې، همدا وجه وه چې نيټ ورکونه به نه سره تړل کېدل او ډاټا لېږدونې به امکان نه درلود، دغسې نيټ ورک به تر ځانګړي ځاى پورې محدود و، په ١٩٧٤ م کې OSI په کار پيل وکړ، موخه يې داوه چې بېلابېل نيټ ورکونه سره و نښلوي او تر منځ يې اړيکى قايم وساتي، په دغه سلسله کې په ١٩٨٤ م کې د ISO 7498  په نامه معيار منځته راغى.
OSI Model څه دى؟
په نيټ ورک کې د ډېرو پېچلو مواصلاتي لارو د اسانه پېژندنې په نيت  OSI Model پر اوو لايرونو وېشل شوى دى، دجوړښت له مخې هر لاير ځان ته د ورته هغه د اړيکو له لارې خپل پړاو وهي او د هدف لورى پېژني. هر لاير پر مواصلاتو تر يوه ځانګړي پړاو تېرېږي چې سره اړيکو لرونکو امرونو ته د پاى ټکى کښېږدي، که د دوو کمپيوټرونو تر منځ راکړه ورکړه تر سره شي هر لاير د خپل لاير سره ځان نښلوي. د بېلګې په ډول: د يوه کمپيوټر سيشن لاير د بل کمپيوټر له سيشن لاير سره ځان نښـــلوي دغه رابطه له يوې ځانګړې لارې تر سره کېږي نه په نېغه توګه، هغه داسې چې لومړىلاير تـر ټولو لايرونو کښته او اووم لاير تر ټولو پورته راځي. په لاندني شکل کې د دوو کمپيوټرونو راکړه ورکړه په پوره وضاحت سره ښکاري:
ډاټا استوونکى کمپيوټر تر ټولو لوړ يعنې پر اووم Application لاير د ډاټا بنډل تياروي لاندني شپږم لاير يعنې Presentation ته يې استوي، دلته له ډاټا سره شپږم لاير خپل معلومات ملګري کوي، لاندني لاير يې ته استوي، دا ډاټا په همدې بڼه تر لومړني لايره ځان رسوي، له لومړني لايره د کېبل په واسطه دويم کمپيوټر ته ننوزي، هلته يې لومړنى لاير تر لاسه کوي د خپلو معلوماتو تر بېلولو وروسته يې پورتني لاير ته استوي، په همدې بڼه د ډاټا بنډل له کښته  لوړ لوري ته سفر کوي او هر لاير خپل - خپل معلومات ځنې بېلوي په پاى کې ډاټا اووم لاير ته ځان رسوي.
Layers او کارونه يې
١. فزيکي (Physical) لاير پر نيټ ورک طبيعي يا فزيکي ځانګړتياوې ټاکي، د بېلګې په توګه: د نيټ ورک انټرفيس کارډ څه ډول کارېږي؟ کوم ډول کېبل کارېږي؟ د نيټ ورک انټرفيس کارډ له کېبل سره څنګه اړيکى نيسي؟ او د ډاټا بنډل په څه ډول لېږدوي؟
٢. ډاټالينک لاير د ډاټا د راکړې ورکړې پر مهال د احتمالي ورانيو پوښتنه او پلټنه کوي، د ډاټا بيټونو د فريم په اړولو او اوډلو کې پوره مرسته کوي.
٣. نيټ ورک لاير د سره تړل شوو کمپيوټرونو تر منځ  د ډاټا لېږدونې دنده تر سره کوي، د ډاټا د استولو او سويچ د فعالولو ډول ټاکل، ډاټا د هدف لورې ته رسول او په نيټ ورک کې نوري اسانتياوي را منځ ته کول د همدغه لاير دنده ده.

 ٤. ترانسپورټ لاير ډاټا په روغه او پوره توګه تر هدفه رسوي، که د کومې ستونزې له کبله ډاټا په روغه او پوره توګه ونه رسېږي نوموړى لاير د ډاټا استوونکي کمپيوټر په واسطه يو پيغام درکوي چې ډاټا بيا واستوئ! د ډاټا بنډل هدف ته تر رسېدو وروسته ترتيبوي او د کار وړ يې ګرځوي.

٥. سيشن لاير د دوو کمپيوټرونو تر منځ  يوازې د ډاټا لېږدونې د بهير په پيل او پاى کې فعالېږي او د همدغو دوو وفقو (پيل او پاى) تر منځ نافعال وي. نوموړى لاير ډاټا پر څو کوچنيو ټوټو ويشي او د يوه بنډل په بڼه يې لېږي.

 ٦. پريزينټيشن لاير ډاټا په داسې بڼه اړوي چې د نيټ ورک له لارې اسانه واستول شي، همدا رنګه نوموړى لاير د ډاټا د Encryption  او Compression دندې هم تر سره کوي.

د ډاټا د وړاندې کولو څرنګوالى په هر کمپيوټر کې بېل-بېل دى، ځکه په هر کمپيوټر کې بېل-بېل Operating Systems ځاى پر ځاى وي.

 ٧. اپليکيشن لاير بېلابېل خدمتونه تر سره کوي چې: فايل پېژندنه، يو فايل له يوه ځايه بل ته لېږدونه، بريښناليک، پرينټ او د ډاټابيسونو خدمتونه په کې شامل دي، بايد وويل شي چې نوموړى لاير د پروګرامونو د چلولو دنده پر غاړه لري.
لايرونه او  پروتوکولونه يې
OSI Reference Model د يادو شوو اوو بېلابېلو لايرونو په وسيله امرونه تر سره کوي. د نوموړو لايرونو لپاره ډېر پروتوکولونه جوړ شوي چې ځينې يې په لاندې ډول دى:
پروتوکولونه
په نيټ ورک کې پروتوکولونه د ډاټا په لېږدونه پورې د تړلو قواعدو او قوانينو ټولګې ته ويل کېږي، نوموړي معلوموي چې د دوو کمپيوټرونو تر منځ اړيکي څنګه پيل او پاى ته رسېږي، ډاټا څنګه Encrypt  او Compress کېږي؟ يا په ډاټا کې د احتمالي ورانيو مخه څنګه نيول کېږي؟ او. . .  څو مهم پروتوکولونه په لاندې ډول تشريح کوو:
TCP/IP چې د Transmission Control Protocol/Internet Protocol  لنډيز دى، د بېلابېلو کمپيوټرونو تر منځ د اړيکو ټينګولو په موخه په ١٩٧٠ م کې د وهايي له لوري جوړ شوى دى او د ډېرو پروتوکولونو غونډ دى. د همدې پروتوکول مهمه ځانګړنه دا ده چې د يوې کمپنۍ شخصي ملکيت نه دى TCP/IP په ډېره ښه توګه د (انټرنيټ انجينيرنګ ټاسک فورس) IETP کولاى شي، TCP/IP د انټرنيټ بنسټ بلل کېږي. TCP/IP په انټرنيټ کې  بېسارى او ډېر غوره رول لوبولى دى، د TCP/IPجوړښت د OSI په ډول پر لايرونو جوړ شوى دى خو توپير يې دا دى چې TCP/IP له څلورو لايرونو څخه جوړ دى.
د TCP/IP لايرونه

١. نيټ ورک لاير: په OSI کې د لومړنيو دوو لايرونو (ډاټالينک او فزيکل) امرونه پاى ته رسول، خو د TCP/IP نيټ ورک لاير ډاټا پر نيټ ورک استوي.

 ٢. انټرنيټ لاير: د OSI د نيټ ورک لاير په څېر کار کوي، د نوموړي لاير کار د يو Router په واسطه تر هدفه د ډاټا رسول دي. د دې لاير مهم پروتوکولونه:  IP, ARP, CMP, IGMP  دي.

 ٣. ترانسپورټ لاير د OSI د ترانسپورټ لاير په څېر کار کوي، دغه لاير د دوو کمپيوټرونو د اړيکو او د هغوى د قواعدو او اړيکو د ساتلو لپاره کارېږي، دى د (Broadcast) په بڼه هم کار کولاى شي. د دې لاير مهم پروتوکولونه دا دي: UDP, TCP

 ٤. اينډ ټو اينډ لاير: د OSI د وروستيو درېيو لايرونو (سيشن، پريزينټيشن، اپليکيشن) په ډول کار کوي. د دې لاير مهم پروتوکولونه دا دي:  DHCP, DNS, HTTP, FTP, SMTP, SNMP

 TCP/IP

د TCP/IP په ټولګه کې د شاملو څو مهمو پروتوکولونو جدول:
IPپته

په نيټ ورک کې دوې پتې ډېري مهمي دي لومړۍ د کمپيوټر او آلې پته چې Node  پته يا Host ID ورته ويل کېږي، دويم د لاجيکل نيټ ورک پته يا نيټ ورک ID  چې نيټ ورک يې پېژني. TCP/IP په نيټ ورک کې د کمپيوټر يا آلې د پېژندنې لپاره کارېږي، Host ID او نيټ ورک ID  ته IP پته ويل کېږي. IP پته د څلورو تشيالونو (خانو) ټولګه ده چې هر تشيال د Binary System پر بنسټ ٨ بيټه لري، د همدې اتو بيټونو په وجه د هر تشيال ارزښت له صفره (٠) نيولې تر ٢٥٥ پورې رسېږي. د IP پتې تشيالونه يو له بله په ټکي Dot  سره بېلېږي، لاندنيو څو بېلګو ته ځير شئ:

192.168.0.1
200.100.25.5
5.85.29.125
IP & Classes
د IP پته پر بېلابېلو ټولګيو ويشل شوې ده، د همدغو ټولګيو پېژندنه د IP پتې له لومړي تشياله تر لاسه کېږي. لاندني جدول ته ځير شئ!
څو خبرې ياد وساتئ!

١. د نيټ ورک ID هيڅکله 127  نه ليکل کېږي.
٢.  د نيټ ورک اوهاسټ  ID دواړې صفر 0 يا 255نه ليکل کېږي.
٣.  په هيڅ نيټ ورک کې دوې د هاسټ  ID نه ليکل کېږي.
Subnet Maskپته
دا هم د IP په ډول له څلورو تشيالونو څخه جوړه ده، د سب نيټ ماسک په مرسته او د IP له پتې د نيټ ورک ID او Host ID معلومولاى شو. د Default Subnet Mask د A,B,C کلاسونو تفصيل په لاندني جدول کې ليکلى دى. که د IP پته w.x.y.zوي، سب نيټ ماسک يې په Host IDاو نيټ ورک ID بدلوي.
هاسټ او نيټ ورک ID
له IP پتې د هاسټ او نيټ ورک ID معلومولو لپاره هغه په Binaryنظام اړول غواړي، په Binary نظام اوښتي شمېرې په 0  او  1  ليکل کېږي. IP  پته په Binary نظام تر ليکلو وروسته د ٣٢ هندسو يوه شمېره په لاس راځي همدا ډول سب نيټ ماسک په Binaryنظام تر ليکلو وروسته هم د ٣٢ هندسو يوه شمېره په لاس راځي. د نيټ ورک ID معلومولو لپاره لاندنۍ لارښوونې وڅارئ:
١. IP پته په Binary نظام وليکئ.
٢. تر هغې لاندې نيټ ورک ماسک هم په Binary نظام وليکئ.
٣. د پورتنيو دوو نظامونو شمېرې پر AND پاى ته ورسوئ.
٤. له AND څخه تر لاسه شوې عامه شمېره په (اعشاري نظام) وليکئ همدا د نيټ ورک ID ده.

داسې وګڼئ چې IPمو 212.68.85.152  او نيټ ورک ماسک مو  255.255.255.0  دى له دغو دوو څخه د نيټ ورک ID په لاندې ډول معلومولاى شو:                       
د هاسټ ID معلومولو لپاره لاندنۍ لارښوونې وڅارئ:

١. IP  پته په Binary نظام وليکئ.
٢. تر هغې لاندې نيټ ورک ماسک هم په Binary نظام وليکئ پر NOT يې پاى ته ورسوئ.
٣. د پورتنيو دوو نظامونو شمېرې پر AND پاى ته ورسوئ.
٤. له AND څخه تر لاسه شوې عامه شمېره په (اعشاري نظام) وليکئ همدا د هاسټ ID ده.

داسې وګڼئ چې IPمو  212.68.85.152  او نيټ ورک ماسک مو  255.255.255.0  دى له دغو دوو څخه د هاسټ ID  په لاندې ډول معلومولاى شو:
MACپته
MAC  د Media Access Control لنډيز دى، دا پته ٦ بايټه يعنې پر ٤٨ بيټه لري، نوموړي ته Ethernet پته، Hardware پته او Physical پته هم ويل کېږي، ياده شوې پته په نيټ ورک کې د سره تړل شوو کمپيوټرونو او وسيلو د پېژندني لپاره کارېږي. په Ethernet نيټ ورک کې د تلونکي هر فريم په سرليک کې د هغه په استولو او تر لاسه کولو کې د MAC معلومات شامل وي. Bridge يا پر دويم لاير کارکوونکي سويچونه له هر فريمه سره يو ځاى نوموړې پتې په Routing table کې ساتي.دا معلومات د روغي او پوره ډاټا تر هدفه رسولو لپاره کارېږي. MAC پته د نيټ ورک د انټرفيس کارډ په حافظه کې خوندي وي، نوموړې پته څوک نه شي بدلولاى په ځينو کارډونو کې د دې پتې د بدلېدو اسانتيا وي، خو په بدلون سره يې ډېرې ستونزي را ولاړېداى شي. البته په Token Ring نيټ ورک کې د نورو نيټ ورکونو د انټرفيس کارډ د کارولو لپاره يوه بېله MAC پته ټاکل کېږي.

په نړۍ کې هر د نيټ ورک کارډ ځانګړى MAC پته لري، د هېڅ دوو کارډونو MAC پتې يو شان نه وي، وجه يې دا ده چې IEEE کارډ جوړوونکي د هري کمپنۍ او شرکت لپاره بېلي MAC پتې ټاکي، يوازې هماغه شرکت له يادوو شوو پتوګټه پورته کوي. په پته کې لومړني ٣ بايټه د نيټ ورک کارډ جوړوونکي کمپنۍ لپاره او وروستي ٣ هغه يې کارډ د خپلې پېژندګلوي لپاره کاروي. MAC پته په عمومي ډول د Hexadecimal پر نظام ليکل کېږي.

د بېلابېلو کمپنيو درې بايټيزه پېژندګلوۍ:
MACپته معلومول
که مو په کمپيوټر کې د نيټ ورک انټرفيس کارډ ځاى پر ځاى وي د کمپيوټر د وينډوز په مرسته د MACپته معلومولاى شئ.

١.  Start Button ته ټک ورکړئ.
٢.  Run  کليک کړئ.
٣.  د Run  کړکۍ په  Open  کور کې cmd وليکئ او د OK تڼۍ يې کښېکاږئ. دغه امر (Command) يوازې په NT, 2000, XP وينډوزونو کې کارېږي که مو په کمپيوټر کې ٩٨ يا Me وينډوز ځاى پر ځاى وي بيا Command وليکئ.
٤.  تر دې کمانډ ليکلو وروسته به د Command Prompt کړکۍ خلاصه شي،ipconfig/all   په کې وليکئ او د Enter کيلي ته ټک ورکړئ. تر دې کړنې وروسته به وينډوز څه نا څه معلومات در کړي چې د نيټ ورک کارډ فزيکل يا MAC پته به هم په کې ليکلې وي. لاندني شکل ته ځير شئ:
د درېيم لوست پاى


نيټ ورکنګ څلورمه برخه :
د نيټ ورک  اړتياوړ توکي
د نيټ ورک جوړولو او کارولو لپاره يوازې کمپيوټر کافي نه دى، ډېري نوري وسيلې او توکي هم په کار لګيا دي، هر يو خپل ځانګړى کار تر سره کوي، داسې يو نيټ ورک چې پوره سامان يې ملګرتيا وکړي په برياليتوب چلېږي، د يوه بريالي نيټ ورک جوړولو لپاره بايد لومړى د هغه اړتياوړ سامان پوره شي؛ په روانه برخه کې د نيټ ورک پر سامانونو څه نا څه ږغېږو.
Modem څه ته وايي؟
موډيم د يوه ساده ټليفوني لين په مرسته ډاټا له يوه ځايه بل ته لېږدوي، پر ټليفوني لين يوازې Analog سيګنال تېرېداى شي، د کمپيوټر ډيجيټل ډاټا د موډيم په مرسته په انالوګ سيګنال بدلېږي، دې کړنې ته Modulation وايي،   هــدف ته تر رسېدو وروسته بېرته ډيجيټلي بڼه غوره کوي، دې کړنې ته Demodulation وايي، موډيم ته هم نوم د همدغو دوو لغتونو له لومړنيو تورو غوره شوى دى. Mo  له  Modulation  او  dem  له  Demodulation  څخه.

نوموړى له ډېر ليري او اوږده واټنه ځان له يوه کمپيوټر يا نيټ ورک سره تړي، يوازې د برېښناليک او يوې وړوکې ډاټا لېږدولو يا تر لاسه کولو لپاره کارېږي، څنګه چې موډيم په نيټ ورک کې د مستقيمو اړيکو لپاره نه دى جوړ شوى، د روټر يا کومي بلي واسطې په مرسته له نيټ ورک سره يو ځاى کېداى نشي.

انالوګ موډيم دوه انټرفيسه دى، يو يې له کمپيوټر سره د اړيکو نيولو لپاره RS-232سيريال ټرانسميشن انټرفيس او بل يې د ټليفون د لين لپاره RJ-11 ټليفون انټرفيس نومېږي. ډېرى موډيمونه دکمپيوټر په مادربورډ کې لګېږي، يعنې Internal وي، دغه موډيمونه د لږو عواملو لپاره د CPU  د Processing واکمني هم کاروي.

يو بل ډول موډيمونه هم شته چې دکمپيوټر له سيريال پورټ سره تړل کېږي، چې External ورته وايي، نوموړي د Internal موډيمونو په پرتله يو څه ګران دي. ځينې وخت خلګ External موډيم له کمپيوټر سره تړي او غواړي په ګډه يې کار کړي. پر انالوګ برسېره ډيجيټل موډيمونه هم پيدا کېږي، لکه له ISDN سره ډيجيټل موډيمونه يو ځاى کارول کېږي. له ډيجيټل موډيمه انالوګ يا له انالوګه ډيجيټل ته د سيګنالونو د راکړې ورکړې لپاره په Modulation کې يو بل ډول لين کوډنګ کارېږي چې ستونزې يې له منځه وړي دي.
نيټ ورک انټرفيس کارډ
نيټ ورک انټرفيس کارډ (NIC) يو کمپيوټر له نيټ ورک سره تړي، نوموړي ته يوازې د نيټ ورک کارډ ويل کېږي، دغه کارډ د يوه Adapter په بڼه دى، چې په کمپيوټر کـــــې دننه د مادربورډ پر سلاټ تړل کېږي. خو د Laptop لپاره PCMCIA کارډ يا د هغه د بې سيم نيټ ورکنګ لپاره يوه دباندنۍ وسيله هم پيدا کېږي چې له نيټ ورک سره يې وتړي.
د نيټ ورک انټرفيس کارډ ډولونه
نيټ ورک انټرفيس کارډ پر دوه ډوله دى، يو هغه چې د يوه ځانګړي کېبل لکه  UTP, Fiber Optic  کېبل لپاره دى، بل هغه چې د يو ساده کېبل لپاره کارېږي، پر دې برسېره د نيټ ورکنګ د هر ډول جوړښت لپاره ځانګړي نيټ ورک انټرفيس کارډونه پيدا کېږي، د بېلګې په توګه: د Token Ring، د Ethernet او FDDI نيټ ورک لپاره بېلابېل ځانګړي کارډونه کارېږي. په  ٤،١ شکل کې دنيټ ورک انټرفيس کارډ بېلګه وينئ:
٤،١ شکل
د نيټ ورک انټرفيس کارډ او سرعت يې

Ethernet لپاره بېلابېل نيټ ورک انټرفيس کارډونه شته، د بېلګې په توګه

١،  په ثانيه کې ١٠ ميګابيټه د Ethernet لپاره.
٢،  په ثانيه کې ١٠٠ ميګابيټه د Fast Ethernetلپاره.
٣،  په ثانيه کې ١٠٠٠ ميګابيټه د Giga Bit Ethernet لپاره.
د System Bus ډولونه يې
د نيټ ورک د انټرفيس کارډونو (System Bus)  ټول ډولونه لکه
ISA (Industry Standard Architecture)EISA (Extended Industry Standard Architecture)MCA (Micro Channel Architecture)PCI (Peripheral Component Interconnect)
په بازار کې پيدا کېږي او کار ځنې اخيستلاى شئ. په بازار کې دوه ډوله PCI کارډونه پيدا کېږي چې يو يې ٣٢ او بل يې ٦٤ بيټه دى او د ډېر ښه کار کولو جوګه دي، پر دې برسېره PCI کارډ يوه بله ځانګړتيا هم لري هغه دا چې
Plug and Play دى له دې امله يې ځاى پر ځاى کول او عيارول ډېر اسانه دي.
Hubهب
هب په نيټ ورک کې د مرکزي وسيلې رول لوبوي، په نيټ ورک کې موجود ټول کمپيوټرونه د لين له لارې له هب سره تړل کېږي، په هب کې د کمپوټرونو د تړلو لپاره سوري موجود دي، له هر سوري سره د کېبل په واسطه يو کمپيوټر يو ځاى کېږي، په بازار کې بېلابېل هبونه شته چې لږ يا ډېر سوري لري، تاسو به د خپلو کمپيوټرونو د شمېر له مخې يو مناسب هب کاروئ. د هب له لارې په نيټ ورک کې د سره تړل شوو کمپيوټرونو پيغامونه هب تر لاسه کوي او د خپلو پورټونو له لارې يې ټولو کمپيوټرونو ته استوي.
د هب ډولونه:
Passive هب يو ډېر ساده هب دى د ډاټا د سيګنال په پوره رسولو کې ستونزي لري او تر ټاکلي ځايه يې د رسولو توان نه لري. د نوموړي د دې خاصيت له امله د نيټ ورک د جوړښت له مخې که د دوو کمپيوټرونو تر منځ واټن ١٠٠ متره وي، په Passive هب کې د سره تړل شوو دوو کمپيوټرونو تر ټولو لوى غځېدلى واټن به ٥٠ متره وي، Passive هب د کارولو له مخې اسانه دى، خو توان يې ډېر محدود دى.

 Active هب دا صلاحيت لري چې د سيګنالونو جريان ځواکمن کړي او موجودي غلطۍ يې له منځه يوسي، دې کړنې ته د نيټ ورک د جوړښت له مخې Signal Regeneration وايي، له همدې لارې د ډاټا په لېږدونه کې ډېري کمي خرابۍ پيدا کېږي، پر دې برسېره د کمپيوټرونو تر منځ په ډېر اوږده واټن کې کار کوي.

په نيټ ورک کې يوه بله وسيله Repeater  هم د سيـــــګنالونو د جريان د ځواکمنولو او  Signal Regeneration لپاره کارېږي، Active  هب هم دا کار کوي، له دې امله Multipart Repeater  هم ورته ويلاى شو، Active هب د Passive هب په پرتله يو څه ګران دى.

 Intelligent هب امرونه يا کمانډونــــه د Simple Network Management Protocolله لارې څاري. د بېلګې په توګه: که چېري په نيټ ورک کې يو کمپيوټر يا وسيله کار پرېږدي، نوموړى يې په اړه ځينې حکمونه جاري کوي، که هغه د کمپيوټر يا وسيلې له لوري رد شي له نيټ ورکه يې بېلوي.
Repeater رپيټر
رپيټر په نيټ ورک کې د کېبل په واسطه سيګنالونه تر يوه ځانګړي واټنه روغ او پوره رسوي، تر دې وړاندې سيګنال کمزورى کېږي، د سيګنال د دې خاصيت له امله په نيټ ورک کې د دوو کمپيوټرونو د واټن لپاره يو ځانګړى حد ټاکل شوى دى، د کمپيوټرونو تر منځ تر ټاکلي حد په اوږده واټن کې سيګنال کمزورى کېږي يا هېڅ کار نه کوي.

د اوږده واټن لپاره Repeater کارېږي، نوموړى په OSI کې پر فزيکل لاير کار کوي، عام ريپيټرونه په سيګنال کې کوم بدلون نه راولي، بلکې د سيګنال جريان ځواکمنوي او د هغه کمزورۍ ليري او په کې موجود Noise هم ليري کوي.

Noise د ډاټا په لېږدونه کې پر سيګنال د احتمالي ورانيو پېښېدو ته وايي، دا خرابۍ د بېلابېلو لاسوهنو له امله چې ډېر احتمال له Electromagnetic  لاسوهنې څخه لري پېښېږي، دې لاسوهنې ته EMI هم ويل کېږي، که سيګنال ته نژدې د برېښنا مرکز، عمومي لين، يا هم بل کوم برقناطيسي جريان واقع وي EMI  ورڅخه را منځ ته کېږي. داسې رپېټرونه هم پيدا کېږي چې له سيګناله EMIليري او جريان يې ځواکمن کړي.
Switch سويچ
سويچ هم هب غوندې کار کوي، ټول کمپيوټرونه او وسيلې د يوه کېبل په واسطه ور سره تړل کېږي، نوموړى د OSI پر ډاټا لينک لاير کار کوي، د هب په پرتله ګران لوېږي او کارول يې هم يو څه ستونزمن دي.

هب له يوه کمپيوټره ډاټا اخلي او خپلو ټولو پورټونو ته يې ورکوي، د ډاټا استولو پر وخت د هب ټول پورټونه مصروف او پر نيټ ورک ټرافيکي شور ډېر وي، سويچ داسې نه دى، دى چې ډاټا له کوم پورټه تر لاسه کوي د يوې ټاکلي پتې په مرسته يې د استولو لورى ټاکي، د هدف تر ټاکلو وروسته ډاټا د يوه پورټ له لارې ټاکلي کمپيوټر ته استوي، په دغه وخت کې د سويچ دوه پورټه يو د ډاټا د ترلاسه کولو او بل يې د استولو هغه مصروف وي، پر دغه نيټ ورک ټرافيکي شور ډېر کم وي. سويچ د ډاټا د هدف د ټاکلو او د هغې وراستولو لپاره د ټولو کمپيوټرونو او وسيلو پتې او معلومات له ځان سره ساتي، ٤،٢ شکل ته ځير شئ:
٤،٢ شکل
د سويچ ډولونه
Store and Forward سويچ د يوه بشپړ فريم د تر لاسه کولو انتظار باسي، دې کړنې ته Buffer ويل کېږي، له بفر څخه موخه دا ده چې ډاټا د لږ وخت لپاره په يوه موقتي ځاى کې ايښودل کېږي، کله چې د يوه فريم Buffer بشپړ شي نو د فريم د څرنګوالي له مخې د هغې پته لوستل کېږي او د هدف لورى يې ټاکل کېږي.

د فريم د سموالي او بشپړوالې لپاره CRC څخه چې د Cyclic Redundancy Check لنډيز دى کار اخيستل کېږي که فريم سم او بشپړ وي د هدف لوري ته يې استوي او که سم نه وي له منځه يې وړي، د دې ګټه دا ده چې يو وران او غلط فريم مخې ته نه شي راتلاى او زيان يې دا دى چې د فريم پر بفر کولو وخت لګېږي او په لېږدونه کې يې ځنډ راځي.

 Cut Troughسويچ د پوره فريم د استولو انتظار نه باسي، د فريم له لومړنيو ٦٤ بيټو څخه يې د هدف لورى معلوموي او سملاسي يې د يوه مناسب پورټ په واسطه يې د هدف لوري ته لېږي، د فريم د سموالي او بشپړوالي لپاره CRC نه استعمالوي، که فريم Buffer نه شي د ډاټا لېږدونه په ډېر تېز سرعت تر سره کېږي، خو زيان يې دا دى چې وران او غلط فريم هم استول کېږي.
Bridgeبريج
بريج د دوو نيټ ورکونو يو ځاى کولو يا د يوه نيټ ورک پر څو کوچنيو برخو وېشلو لپاره کارېږي، نوموړى د OSI پر ډاټا لينک لاير کار کوي. له روټر سره يې توپير دا دى چې هغه ټول سيګنالونه مخ پر وړاندې لېږي او بريج يوازې منتخب سيګنالونه مخ پر وړاندې استوي، هغه سيګنالونه چې ضروري يا اجازه و نه لري له منځه وړي. داسې فرض کړئ: د يوې کمپنۍ د نيټ ورک پر دوو څانګو Sales  او Admin  ټرافيکي شور ډېر دى، د ټرافيکي شور کمولو او نيټ ورک د ښه ترا کار کولو په هيله نيټ ورک پر دوو برخو ووېشئ!

A د سيلز او B د اډمين لپاره وټاکئ، د دوى دوو تر منځ بريج کښېږدئ، له دغو دوو برخو څخه ډاټا بريج تر لاسه کوي، که د A  ډاټا داسې برخې ته چې په کې د A  ډلې کمپيوټرونه تړلي وي واستول شي بريج به يې له منځه يوسي، ځکه ډاټا د بريج له اجازې پرته تېرېدل غواړي، که A د B په لين کې يو کمپيوټر ته ډاټا واستوي، بريج به يې د B  په لين کې تر ټاکلي کمپيوټره ورسوي، په دې ډول به پر نيټ ورک ټرافيکي شور تر ډېره بريده کم وي.

په بريج نيټ ورک کې شامل ټول کمپيوټرونه، وسيلې او پتې په يوه جدول (Table) کې ساتل کېږي او په مرسته يې ډاټا د هدف لوري ته ځان رسوي.
Router روټر
د نيټ ورک د پتې په مرسته ډاټا تر ټاکلي ځايه رسوي، دې کړنې ته Routing ويل کېږي، په بريج کې ځينې کمزورۍ شته يوه دا چې هغه تر يوه کمپيوټره پورې تلونکې له يوې څخه د زياتو لارو د ياد ساتلو توان نه لري.

له يوې څخه د زياتو لارو ګټه دا ده: د ډاټا استولو لپاره که پر يوه لار کومه ستونزه موجوده وي، بايد دويمه لار و کارول شي، همدا ډول که له يوې څخه زياتې لارې موجودي وي، نو بريج په کې د کم واټن او تېز سرعت لار نه شي ټاکلاى، د هغه په پرتله روټر ډېر د پوهې څښتن دى، روټر په نيټ ورک کې د ټولو کمپيوټرونو او وسيلو د معلوماتو پر ساتنې برسېره د ډېر Algorithm استعمالوونکى او د ډاټا لپاره د يوې مناسبې لارې موندونکى هم دى. روټر په نيټ ورک کې د کمپيوټرونو، وسيلو، پتو او لارو د معلوماتو د ساتنې لپاره Routing Table کاروي، ٤،٣ شکل ته ځير شئ:
٤،٣ شکل
د بريج په ډول روټر هم نيټ ورک پر څو کوچنيو برخو وېشي، د بريج پر ځاى د روټر استعمالول دا ګټه لري چې تاسو څو بېلابېل نيټ ورکونه سره تړلاى شئ، د بېلګې په توګه Token Ring او Ethernet  نيټ ورک.
د روټر ډولونه
١،  Static روټر په Routing Table کې د نيټ ورک د ټولو کمپيوټرونو، وسيلو ، پتو او لارو معلومات په خپله داخلوي او يا بدلوي.
٢،  Dynamicروټر د نيټ ورک له ټرافيکو څخه معلومات اخلي او د نورو روټرونو يا سرور په مرسته نوموړى Routing Table پخپله تياروي.

٢٠١٠ ايکسل او فورمولونه

ايکسل پېژندنه
ډېر داسې کارونه چې نه حد لري او نه هم پاى د ايکسل په برکت تر سره کېږي، نوموړى د ډېرو موخو لپاره کارېږي چې روښانې بېلګې يې د ټولګيو د تنظيم چارې، د ټولګيو ليستونه، د حاضرۍ پاڼې، د ازموينو پايلې، دماليې غونډولو چارې او نور محاسبوي کارونه يادولاى شو، نوموړى د ښوونې لپاره د يوه مرستيال دنده هم تر سره کوي، بايد ووايم د رياضي د معيارونو لپاره د يوه ګراف بڼه هم لري، مګر تاسو زده کوونکي يې د سرمشق او کورني کار په ډول کارولاى شئ.
د خپرندوى يادښت
که ٩٧ ايکسل وي يا هم تر هغه نوې نسخه، په وينډوز کې چلېږي يا هم په ميک کې ټول کاروونکې يې په دې پوهېږي چې څنګه يې پرانيزو او څنګه يې Cell په Cell وچلوو. د ايکسل په اړه چې کوم کتابونه ليکل شوي دي ټول له ابتدايي محاسبې څخه نيولې بيا د هغه کتاب د ليکوال د پوهې تر کچې نوموړى په کې تشريح شوى دى، په دې ځاى کې نه غواړم د ايکسل پر ابتدايي جوړښت وږغېږم، ځکه اوس هر څوک له نوموړي سره بلد د‌ى او کارولاى يې شي. په دې بلوګ کې چې د ايکسل په اړه کوم مواد خپرېږي ټول د هغه فارمولونو او ځينو ځانګړو تخنيکونو ته ځانګړې شوي دي. له همدې امله او د يوه ځانګړي تصميم له مخې مې له بېلابېلو کتابونو څخه بېلابېل معلومات را غونډ کړي او ستاسو په مخ کې يې ږدم.
روګانې او کالمونه
کله چې ايکسل پرانيزى، د تشو روګانو او کالمونو کتارونه وينئ، که مو د نوموړي په Options کې کوم بدلونونه نه وي راوستي ښايې د کالمونو شمېر يې په A,B,C او د روګانو دا يې په 1,2,3 ووينئ، اوس به راشو يوې بلې خبرې ته هغه دا چې د يوه مونيټور پرده څومره کالمونه او روګانې ښودلاى شي، ځينې مونيټورونه د کالمونو شمېر تر H، ځينې نور بيا تر Q او ځينې يې تر T کالمه پورې ښيي، همداسې د روګانو شمېر چې په 1,2,3 سره پېژندل کېږي هم د مونيټور په پرده اړه لري چې ځينې يې تر 40، ځينې يې تر 31 او ځينې نور يې بيا تر 20 پورې ښيي. د روګانو او کالمونو د جوړښت له مخې د ايکسل پاڼه Cell-Cell يعنې کور-کور وي، هر کور ځانګړى نوم لري، هر کور د کالم د نامه او د رو د شمېرې له مخې پېژندل کېږي، د بېلګې په توګه که په A کالم او 1 رو کې کليک وکړو A1 کور په نښه کېږي او نوموړى کور د A1 له مخې پېژندل کېږي. بله خبره دا چې د يوه په نښه شوي کور پر شا و خوا يو مستطيل رسمېږي او نوموړي ته Cellpointer ويل کېږي، يا هم په بل عبارت Active Cell.
هر کور ليکنې، وخت، نېټې او يا هم فورمول ته ځاى ته ورکولاى شي، ايکسل کارونه تر ډېره بريده ستاسو په دنده پورې اړه لري چې غواړئ څه ډول ډاټا د نوموړي په کالمونو او روګانو کې ځاى کړئ.
ايکسل او چاپېريال يې
په دې به بسنه نه کوو، ځکه ډېر نور داسې کورونه شته چې د مونيټور پر پرده نه ښکاري، که ښې Arrow کيلي کلکه ونيسئ، نور کالمونه لڅېږي د هر کالم پر سر د انګريزي ژبې د الفبا تورى ليکلى وي، کله چې د کالمونو شمېر د Z تر توري ورسېږي، نوى کالم په AA سره پيلېږي، يعنې AA,AB,AC، دا توري تر هغه مهاله تکرارېږي تر څو د کالمونو شمېر پاى ته رسي، هر Sheet ١٦٣٨٤ کالمه لري، چې وروستنى کالم XFD دى، همداسې که د Page Down کيلي ته ټک ورکړئ، د نوي پاڼې روګانې د پردې پر مخ ښکاره کېږي، چې هر Sheet ١٠٤٨٥٧٦ روګانې لري، که کالمونه او روګانې يو په بل کې ضرب کړو ټول ١٧١٧٩٨٦٩١٨٤ کورونه کېږي، نوموړي ټول هغه کورونه دي چې په يوه Worksheet کې موجود دي او د ډاټا ځايولو وړتيا لري، همداسې د ايکسل هر Workbook چې د لومړي ځل لپاره درې شيټه لري کولاى شي ګڼ شمېر شيټونه له ځان سره خوندي کړي، ښايي له تاسو سره دا پوښتنه پيدا شي چې څوک به دا ټول کورونه چې په يوه شيټ کې پراته دي په کار اچوي، مګر د ځينو کمپنيو کارونه دومره پراخ وي چې په يوه شيټ کې نه ځايېږي.
ايکسل او ابتدايي محاسبه
په ياد ولرئ هر کور د نورو کورونو د قيمتونو يعنې شمېرو د محاسبې لپاره د فورمول اجرا کولو وړتيا هم لري، که د قيمتونو له کورونو څخه د يوه کور قيمت بدل شي، نوموړى په اتوماتيک ډول هغه فورمولونه چې د يادو شوو کورونو سره تړاو لري بدلوي، خو دا کړه وړه يې بدلولاى هم شو.
د پورتنيو ښه والو له مخې چې يو فورمول کولاى شي ارزښتونه هر مهال محاسبه کړي د برېښنايي Spreadsheet يوه تر ټولو لويه وړتيا بلل کېږي، بايد وويل شي په ايکسل کې تر ٤٠٠ زيات Functions موجود دي چې د بېلابېلو موخو لپاره کارېږي، روښانې بېلګې يې محاسبه، ساينس، انجنيري او د ټولګيو نتيجې يادولاى شو. بل پلو ايکسل دا وړتيا هم لري چې معلومات منظم و اوډي، يعنې که غواړئ د نومونو يوه ډله د الفبا د تورو په شکل منظم و اوډئ، يوازې يو امر په کار واچوئ، نوموړى Sort هغه بلل کېږي.
دا برخه به ځينې ابتدايي تخنيکونه، معادلې او فورمولونه ښه په فصيح ډول تشرېح کړي. لږ تر لږه يو فورمول د درېو تخنيکونو له مخې ليکل کېږي، په لاندنيو بېلګو کې همدا درې ډوله تخنيکونه تر بحث لاندې نيسو او هر هغه يو چې ستاسو لپاره اسان وي کار کړئ.
د Touch-Typing تخنيک
لکه څنګه چې موږ مخکې يادونه وکړه يو Cell د نورو سيلونو لپاره د فورمولې په ډول کارېږي، په دې بېلګه کې غواړو د B4 او B5 قيمتونه په B6 کې جمع کړو لاندني شکل ته ځير شئ:
په B6 سيل کې کليک وکړئ چې Cellpointer هماغه سيل ته لاړ شي، هر فورمول په مساوي (=) سره پيلېږي، په کېبورډ کې مساوي کيلي ته ټک ورکړئ، په همدې ډول د فورمول ليکل پيلېږي لاندني شکل ته وګورئ:
په دې بېلګه ګې Touch-Typing تخنيک په کار اچوو، د فورمول ليکلو پر مهال بايد Space کيلي ته ټک ور نه کړئ، يعنې فورمول داسې وليکئ b4+b5 لاندني شکل ته وګورئ د ايکسل بڼه بايد نوموړي ورته وي، ورپسې د Enter کيلي کښېکاږئ.
د Enter تر وهلو وروسته د په نښه شوو سيلونو قيمتونه جمع کېږي او پايله يې چې ٣٠ ده په B6 کې پاتېږي، د هر فورمول تر ليکلو وروسته بايد Enter کښېکښل شي، يعنې د پورتنيو قيمتونو پايله په B6 کې پاتېږي او Cellpointer نوي سيل يعنې B7 ته بدلېږي لاندني شکل ته وګورئ:
اوس هغه ټکي ته راځو چې مخکې پر ږغېدلي و، يعنې که د يوه فورمول په قيمتونو کې بدلون راشي فورمول په خپله ځان بدلوي، نوموړې د Spreadsheet تر ټولو ستره ځانګړنه بلل کېږي، Cellpointer بېرته B4 ته يوسئ او د ٢٠ پر ځاى ٢٠٠ وليکئ، ورپسې Enter کښېکاږئ، Cellpointer به B5 ته لاړ شي او د B6 سيل قيمت به چې مخکې ٣٠ و په ٢١٠ بدل شي لاندني شکل ځير شئ:
موږک (Mouse) او تخنيک يې
په دې بېلګه کې غواړو له B4 سيل څخه B5 هغه منفي کړو، د دې کړنې لپاره موږک په کار اچوو.
نوى Book پرانېزئ، په B4 سيل کې ٥٠ ، په B5 سيل کې ٣٠ وليکئ، د موږک په مرسته B6 سيل په نښه کړئ او د پخوا په څېر په کېبورډ کې مساوي نښې (=) ته ټک ورکړئ لاندني شکل ته ځير شئ:
د مساوي تر ليکلو وروسته B4 سيل د موږک په مرسته کليک کړئ، په دې ډول د فورمول د ليکلو په ځاى کې B4 په خپله ليکل کېږي لاندني شکل ته ځير شئ:
تر پورتنۍ کړنې وروسته بېرته له کېبورډ څخه کار واخلئ او د منفي نښې (-) ته ټک ورکړئ، په دې ډول د B4 پر سيل را څرخېدونکي ټکي په ټپه درېږي او د نوموړي پر شا و خوا يو مستطيل چې شين رنګ لري رسمېږي، تر دې وروسته ايکسل د بل سيل د په نښه کولو په انتظار پاته وي لاندني شکل ته وګورئ:
ورپسې د موږک په مرسته B5 سيل کليک کړئ، ايکسل به د فورمول ليکلو په ځاى کې B5 په خپله وليکي لاندني شکل ته ځير شئ:
د Enter کيلي کښېکاږئ چې ايکسل له پورتني ارزښت څخه کښتنى هغه منفي کړي لاندني شکل ته وګورئ:
که تاسو د موږک له کارولو سره ښه ترا بلد ياست، د فورمول ليکلو لپاره پورتنى تخنيک ډېر اسان دى
Arrow کيلۍ او تخنيک يې
په دې بېلګه کې د يوه فورمول له لارې جمع او منفي دواړه تر سره کوو، د Arrow کيليو په مټ يو فورمول ليکل په ١٩٨١ م کې د Lotus لپاره کاريده، نوموړى تخنيک د محاسبې لپاره ډېر مشهوره او منلى هغه بلل کېږي، په تېره بيا د هغو کسانو لپاره چې هغوى به له Typing سره چنداني دلچسپي نه لرله، دا هغه مهال و چې کمپيوټر لپاره لا موږک نه و تيار شوى.
نوى Book پرانېزئ، په B4 کې ٢ ، په B5 کې ٣ ، په B6 کې بيا هم ٢ وليکئ او د موږک په مرسته B7 سيل په نښه کړئ، د پخوا په څېر په کېبورډ کې مساوي نښې (=) ته ټک ورکړئ لاندني شکل ته وګورئ:
پورتنۍ Arrow کيلي کښېکاږئ، د ايکسل له لورې B6 په نښه کېږي او نوموړى په دې فکر شي چې تاسو غواړئ فورمول له همدغه B6 سيل څخه پيلوئ لاندني شکل ته وګورئ:
مګر غواړو B4 په نښه کړو، له همدې امله پورتنۍ Arrow کيلي دوه ځله نوره کښېکاږئ چې B4 په نښه شي لاندني شکل ته وګورئ:
راتلونکى ګام يو څه ستونزمن برېښي ځکه غواړو B4 له B5 سره جمع او B6 ځنې منفي کړو، د B4 تر په نښه کولو وروسته په کيبورډ کې د (+) نښې ته ټک ورکړئ، تر نوموړي نښې وروسته ايکسل د بل سيل د په نښه کولو غوښتنه کوي. کله چې د جمع نښه نه وي ليکل شوي د B4 پر شا و خوا طلايي ټکي څرخي، د يادې شوي نښې تر ليکلو وروسته نوموړي ټکي درېږي او د B4 پر شا و خوا يو مستطيل چې شين رنګ لري رسمېږي لاندني شکل ته وګورئ:
اوس B5 د په نښه کولو اړتيا ليدل کېږي، ډېرى وګړى کښتنۍ Arrow کيلي د نوموړي د په نښه کولو لپاره کښېکاږي، مګر دا کړنه غلطه ده، پر ځاى يې بايد پورتنۍ Arrow کيلي دوه ځله کښېکښل شي ځکه غواړو له B7 سيل څخه B5 هغه په نښه کړو، پورتنۍ Arrow کيلي ته دوه ځله کښېکاږئ لاندني شکل ته وګورئ:
ورپسې په کيبورډ کې د منفي (-) نښې ته ټک ورکړئ او پورتنۍ Arrow کيلي يو ځل بيا کښېکاږئ، که پورتنيو انځورونو ته وګورو B4 او B5 سره جمع کېږي او B6 ځنې منفي کېږي لاندني شکل ته ځير شئ:
Enter کيلي کښېکاږئ چې د فورمول پايله څرګنده او Cellpointer کښتني لورې ته يعنې B8 ته حرکت وکړي، که غواړئ ليکل شوى فورمول بيا وګورئ بېرته B7 په نښه کړئ لاندني شکل ته وګورئ:
پورتني درې سره د فورمول ليکلو تخنيکونه بلل کېږي، دا په تاسو ښاغليو اړه لري چې کوم يو يې کاروئ او کوم يو مناسب بولئ، د دې لوست په پاتې برخه کې د رياضي پر ځينو څانګو ږغېږو چې د هرې څانګې فورمولونه يې د يادو شوو تخنيکونو له مخې ليکل کېږي.
ضرب
د ضرب فورمول لپاره د ستوري نښه (*) په کار اچول کېږي، نوموړې ته Asterisk ويل کېږي او په Shift+8 کيليو ليکل کېږي، که مو کيبورډ Numeric Keypad ولري يوازې د ستوري نښه کښېکاږئ، مګر د رياضي د اصولو له مخې د فورمول روښانولو لپاره د هغه تر څنګ X ليکل کېږي لاندني شکل ته وګورئ:
تقسيم
په کيبورډ کې دوه ډوله سلاشونه (/ ) لرو، چې لومړنى () ته Back Slash او دوهم ته Forward Slash ويل کېږي، د تقسيم لپاره Forward Slash په کار اچول کېږي لاندني شکل ته ځير شئ د تقسيم يوه بېلګه وينئ:
کسر
ايکسل دا وړتيا هم لري چې د رياضي په لوړو فورمولونو مو پوه کړي، روښانه بېلګه يې همدا کسر يادولاى شو، نوموړى د تقسيم څخه عبارت دى، اوس يې يوه بېلګه وړاندې کوو چې په هغه کې يو پر نهه تقسيمېږي، د کسر فورمول اجرا کولو لپاره لومړى کسري عدد وليکئ، ورپسې Forward Slash او بيا مخرج وليکئ لاندني شکل ته ځير شئ:
که پورتني شکل ته ځير شو د نوموړي پر فورموله بار د اجرا شوي کسر فورمول ښکاري.
ليندۍ “()” په فورمول کې
په لاندني شکل کې يو فورمول اجرا شوى دى چې پايله يې غلطه ده، که وګورو احمد څلور، فريد دوه او حميد شپږ چاکليټونه کلب ته وړي دي، دوى ټول د يوه کلب غړي دي، له همدې امله چاکليټ هم بايد په مساوي توګه پر تقسيم شي، که د دې کړنې لپاره موږ دغه B8+B9+B10/3 فورمول په کار واچوو پايله يې ٨ راوزي، حال داچې هر يوه ته بايد ٤ و رسېږي.
اوس راځو د لينديو کارولو ته چې نوموړې په په فورمول کې څومره اړينې برېښي، بايد وويل شي ايکسل د لاندنيو ترتيبونو له مخې محاسبه تر سره کوي:
١. Unary Minus
٢. Exponents
٣. Division and Multiplication, left-to-right
٤. Addition and Subtraction, left-to-right
پورتنۍ ستونزه ځکه منځ ته راغلې چې ايکسل پر لومړي ګام د B10 قيمت پر ٣ تقسيم کړى او د ٢ منځنۍ پايله يې تر لاسه کړي، تر دې وروسته يې B8 له B9 سره جمع کړى چې ٦ يې تر لاسه کړي، په وروستي ګام کې يې ٦ له ٢ سره جمع کړي او پايله يې ٨ ښودلې ده. د دې ستونزې د هوارې په موخه که د رياضي ټولنيزه تګلاره له نظره وغورځوو ښايي حل لار يې پيدا کړو، يعنې د فورمول ليکلو پر مهال له لينديو څخه کار واخلئ، که د پورتني فورمول پر ځاى دغه
B8+B9+B10)/3) يو په کار واچوو پايله به يې سمه په لاس راشي لاندني شکل ته ځير شئ:
مربع او مربع جزر
ايکسل دا وړتيا هم لري چې (طاقت) او (جزر) فورمولونه په کار واچوي، په هر صورت د يوه نمبر درېيم يا څلورم جزر ليکل يو څه حيرانوونکى برېښي، دا لاندنۍ بېلګه ستاسو د Pythagorean theorem د پوهې مهارت په ګوته کوي، تاسو بايد د لاندني شکل مثلث دواړې راسته پښې مربع کړئ، وروسته دواړې څلور ګوټې جمع او بيا يې مربع جزر کړئ!
د C6 فورمول چې ١٢٢ مربع کړې داسې B6^2 وليکئ، بايد ووايم په دې فورمول کې کارول شوې (^) نښه د طاقت هغه بلل کېږي چې يو عدد د بل په طاقت ضربوي، دا نښه د Shift+6 په کيليو ليکل کېږي. د C7 لپاره فورمول داسې B7^2 وليکئ او د C8 لپاره فورمول داسې C6+C7 وليکئ، اوس راځو د C9 سيل لپاره يو فورمول ليکو چې د C8 سيل مربع جزر په لاس راکړي، د نوموړي لپاره فورمول پر دوه ډوله ليکل کېږي، لومړى فورمول چې ايکسل يې له ځان سره ثبت لري:
١. مساوي = کيلي کښېکاږئ ورپسې SQRT وليکئ.
٢. وروسته پيلېدونکې ليندۍ ( وليکئ.
٣. د موږک په ذريعه C8 کور په نښه کړئ.
٤. او بيا وروستۍ ليندۍ ) وليکئ. فورمول بايد داسې (SQRT(C8 بڼه ولري لاندني شکل ته شکل ته ځير شئ:
پورتني فورمول په ډاګه کړه چې په نېغه توګه له A څخه تر C پورې ١٣٦ ميله لار ده، اوس دوهم فورمول ليکو چې عين هغه کار تر سره کوي، ځينې ټکي چې په راتلونکي کې ښايي ور سره مخ شئ دا دي چې د يوه نمبر مربع جزر په لاس راوړل د طاقت پر يوه نيم (2/1) ليکل کېږي، يعنې که د پورتني فورمول پر ځاى دغه يو (C8^(1/2 وليکو پايله يې يو ډول ده لاندني شکل ته ځير شئ:
مکعب او مکعب جزر
که د يوه مکعب درې سره لورې ٢٥ فوټه اوږدوالى ولري، ټول به څومره فوټه وي، دې پايلې ته د رسېدو په موخه فورمول د ٣ په طاقت ليکل کېږي لاندني شکل ته ځير شئ: يعنې فورمول داسې B6^3 ليکل شوى دى.
اوس غواړو د مکعب جزر يوه بېلګه وړاندې کړو، د بېلګې په توګه غواړئ د ٣٣٧٥ مکعب جزر تر لاسه کړي، فورمول داسې (B5^(1/3 وليکئ، بايد وويل شي په ايکسل کې د مکعب جزر لپاره همدغه يو ډول فورمول ليکل کېږي، يعنې د مربع جزر په شانې (SQRT) جوړ فورمول نه لري لاندني شکل ته ځير شئ:
ښايي دې فورمولونو ته حيران شئ، مګر دا ډول تر هغه ډېر اسانه دى چې په لاس وليکل شي او وخت مو ضايع کړي.
د يوه کالم قيمتونه جمع کول
په لاندنۍ بېلګه کې غواړو د يوه کالم ګڼ شمېر قيمتونه جمع کړو، موږ تر اوسه پورې د يوه سيل له بل سره د جمع کولو يوازنۍ طريقه (+) ويلې ده، يعنې که د يوه سيل او بل تر منځ د جمع نښه (+) کښېښودل شي جمع کوي يې، اوس خبره د ډېرو سيلونو منځ ته راغله ايا د ډېرو سيلونو د جمع کولو لپاره بايد داسې B5+B6+B7+B8+B9+B10+B11 وليکو؟ لاندني شکل ته ځير شئ:
نه تر پورتنۍ لار ډېره تېزه او اسانه لار شته، ايکسل له ځان سره د SUM په نامه يو Function لري چې د ډېرو سيلونو د جمع کولو لپاره کارېږي او په ډېره اسانه توګه د سيلونو کتارونه جمع کولاى شي، ځکه د سيلونو کتارونه جمع کول په محاسبه کې تر ټولو ډېر کارېدونکي توکي بلل کېږي، SUM عبارت دى له Summing څخه چې مايکروسافټ يې لنډيز اخيستى دى. پورتنى فورمول پاک کړئ، ورپسې B12 کور انتخاب کړئ، د ايکسل پر Ribbon د Sigma نښه يعنې AutoSum کليک کړئ، ايکسل په اتوماتيک ډول د هغو سيلونو لپاره چې د B12 پر سر پراته دي يو فورمول ليکي او د يادوو شوو سيلونو پر شا و خوا يو مستطيل چې شين رنګ لري رسموي او تر څنګ يې يو ډول طلايي ټکي د يادوو شوو سيلونو پر شا و خوا را څرخوي، معنا دا چې ياد شوي سيلونه د لاندني فورمول په مرسته جمع کېږي. بايد ووايم د څو سيلونو کتار ته Range ويل کېږي، که غواړئ د يوه فورمول له لارې دوه کتارونه جمع کړئ، د لومړي کتار تر ټاکلو وروسته د کامې (,) کيلي ته ټک ورکړئ، او بيا دوهم کتار انتخاب کړئ، د AutoSum تڼۍ تر کليکولو وروسته د سيلونو کتار په اتوماتيک ډول انتخابېږي، د جمع کولو لپاره يې يوازې Enter کيلي کښېکښل غواړي لاندنيو شکلونو ته ځير شئ:
اوسط
په دې بېلګه کې غواړو د يوه کالم د سيلونو اوسطه شمېره وښيو B12 کور کليک کړئ، ورپسې د AutoSum له ځانګړي ليست څخه Average په نښه کړئ، ايکسل د يادوو شوو سيلونو لپاره د اوسط فورمول ليکي لاندني شکل ته ځير شئ:
تر فورمول ليکلو وروسته يوازې د Enter کيلي کښېکاږئ، چې د يادوو شوو سيلونو اوسطه شمېره د پردې پر مخ پاتې شي لاندني شکل ته ځير شئ:


سي شارپ
مخکې له دې چې په سي شارپ کې يو پروګرام د وينډوز يا هم ويب لپاره وليکئ د نوموړي چاپېريال او هغه بدلونونه چې پر همدې پروګرام پلي کېږي ډېر مهم بولم چې تشرېح شي او زما موخه هم دا ده چې په اړه يې پوره پوه شئ. په دې برخه کې د سي شارپ پر پروجيکټ د بدلونونو د پلي کولو په اړه معلومات لولئ نوموړي عبارت دي له:
C#  Interfaces
 Objects
 Collection
 Event

که د پورتنيو توکو په اړه پوره پوه شئ د سي شارپ پر چاپېريال د بدلونونو د پلي کولو پر مهال له کومو ستونزو سره نه مخېږئ، پر دې برسېره ستاسو پوره ملاتړي هم ګڼل کېږي.
د دې څپرکي مهم ټکي
لومړى لوست:       يو کوچنى پروګرام ليکل
دوهم لوست:         سي شارپ پنځول
درېيم لوست:         Objects او Collections پېژندل
څلورم لوست:       Events پېژندل
لومړى لوست
يو کوچنى پروګرام ليکل
په دې لوست کې پر لاندنيو ټکو ږغېږو:
يو ساده او کارن پروګرام ليکل
يوه کاروونکى د کمپيوټر پر لټولو توانول
په کمپيوټر کې د پرتو تصويرونو له ډلې يو ښودل
د Programming ژبې په اړه څه نا څه معلومات
د Visual Studio .NET   د  IDE په اړه معلومات
د يوې نوې Programming ژبې زده کول اسان کار نه دى، که تاسو مخکې له کومې ژبې سره اشنايي ونه لرئ هر تورى يې د ليکلو پر مهال د پېچلو الفاظو په توګه ښکاري، يو نرم او ځواکمن پروګرام جوړول دجادو بڼه خپلوي ښايي تاسو په دې اند شئ چې موږ د هغو توکو په اړه څنګه پوره معلومات لاس ته راوړو چې غواړو يې، ځواب يې دا دى چې له وخته ګټه پورته کړئ او د نورو کارونو په څېر د ژبي پر زده کړي هم باور ولرئ.
د ژبي (Programming) يو لورى مهارت او بل يې ساينس دى، که څه هم د جادو بڼه خپلوي، بايد ووايم په دې کتاب کې مو د ژبې له ليکلو څخه موخه Programming Language ده.
که غواړئ د  #C  د توکو په اړه پوره پوه شئ، وهم به غورځوئ، په دې ډول ډېرې لوړې ژوري هوارېږي او تاسو ازادېږئ همداسې د موخو په ترلاسه کولو کې مو ستر برى په برخه کېږي. په دې لوست کې تاسو يو وړوکى پروګرام  په  #C  کې د جوړېدونکو پروګرامونو له لړ څخه د يوې بېلګې په توګه ليکئ، تر څو کرار کرار هغه مقام خپل کړئ چې وکړاى شئ يو وړوکى شان پروګرام وليکى، ما يو کوچنى پروګرام (Hello World) ليدلى دى، چې تر يوه ځايه ښايي ملا مو وتړي، نوموړى پروګرام نور څه نه شي کولاى يوازي د پردې پر مخ Hello World د ټوکو په شکل ليکي. موږ به د نوموړي پر ځاى يو تصوير ښودونکى پروګرام وليکو چې په کمپيوټر کې د پرتو تصويرونو له ډلې څخه يو وښيي.
دا لوست بس د همدې موخې لپاره ځانګړى شوى چې يو کاروونکى به څنګه يو فايل لټوي او نوموړى به څنګه د ليکل شوي پروګرام له لورې دکمپيوټر پر پرده غوړوي، دا دواړه مهارتونه بلل کېږي چې لږ وروسته ور سره مخېږئ.
هغه تخنيکونه چې په دې لوست کې زده کوئ په نړۍ کې د پروګرام ليکلو تر ټولو ستر هغوى يادېږي، او د دې لوست تر ټولو ستر ارمان هم د سي شارپ وړتيا ښودل دي چې څومره ساده او ښايسته پروګرامونه ليکلاى شي.
سي شارپ پنځول
مخکې له دې چې په سي شارپ  کې يو پروګرام وليکئ لاندني ټکي مه هېروئ:
Distributable Component: د پروجيکټ مکمله او وروستۍ نسخه (Version) پر څو برخو وېشل کېږي نوموړې برخې چې د کارولو لپاره يې سي شارپ ته اړتيا نه وي نورو خلګو او نورو کمپيوټرونو ته استول کېږي، (که څه هم دNET. اړتيا وي خو په دې اړه وروسته ږغېږو)، خپرېدونکي توکي يعنې چې په يوه کمپيوټر کې ډيزاين شوي وي او په نورو کمپيوټرونو کې کارېږي اکثره وخت پروګرامونه بلل کېږي، په ٢٣ لوست کې به په دې پوه شئ چې همدا پروګرام څنګه نورو کمپيوټرونو ته خپرېږي، ځکه نوموړى په يوه کمپيوټر کې ليکل شوى او په نورو کې بايد کار شي.
Project: د هغو فايلونو ټولګه بلل کېږي چې په Compile کېدو سره يې يو پروګرام په لاس راځي، دلته ګڼ شمېر پروجيکټونه موجود دي او تر ډېره بريده هر پېچلى پروګرام د ګڼو پروجيکټونو زېږنده بلل کېږي د بېلګې په توګه Windows Application پروجيکټ چې د DLL پروجيکټونو سره ځانګړى اړيکى لري.
Solution: د پروجيکټونو او فايلونو غونډ بلل کېږي چې د يوه پروګرام ليکلو ته د پاى ټکى ږدي.
Visual Studio .NET د يوه پروګرام ليکلو ماحول بلل کېږي چې تفصيل يې IDE دى او نوموړى د
 integrated development environment  لنډيز دى، نوموړى هر ډول ابزارونه لري چې په مرسته يې د سي شارپ ګڼ شمېر پروجيکټونه ليکلاى او ترتېبولاى شئ، د Visual Studio 2008 له لارې په نورو بېلابېلو ژبو هم پروګرامونه ليکلاى شئ، په نوموړي کې د زيات شهرت څښتن سي شارپ بلل کېږي، د  Visual Studio چاپېريال ته سي شارپ نه بلکې په نوموړي کې چې کومه ژبه د Programming په موخه کارېږي سي شارپ بلل کېږي، د سي شارپ پر پروجيکټونو د کار کولو لپاره بايد د Visual Studio 2008 IDE پرانيزئ.
د Visual Studio2008 Professional د پرانيستلو په موخه په پيل تڼۍ کې د نوموړي نوم کليک کړئ، که د نوموړي نسخه په پوره توګه ستاسو په لاس کې وي د پرانيستلو پر مهال له څو پوښتنو سره مخ کېږئ، په يادوو شوو توکو کې #C په نښه کړئ او د OK تڼۍ کليک کړئ، له لاندني شکل سره مخېږئ:
نوى پروجيکټ جوړول
د لومړي ځل لپاره چې Visual Studio2008  پرانيزئ په IDE کې د نوموړي له لومړنۍ پاڼې (Start Page) سره مخېږئ، د نوموړې پاڼې په مرسته يو نوى يا هم پخوا جوړ شوى پروجيکټ پرانستلاى شئ، د اوس لپاره پر
 Create Project کليک وکړئ او د يوه نوي پروګرام ليکلو بنسټ کښېږدئ، په دې ډول د New Project پاڼه د پردې پر مخ پرانيستل کېږي، لاندني شکل ته ځير شئ: که د Visual Studio لومړنۍ پاڼه د پردې پر مخ نه ښکارېږي، Setting يې تغير کړئ، په دوهم لوست کې پر همدې ټکي ږغېږو، بايد ووايم په روان لوست کې په ليکل شوو لارښوونو کټ مټ عمل وکړئ تر څو يوه نوي پروګرام ليکلو ته د پاى ټکى کښېږدئ.
په نوموړې پاڼه کې ګڼ شمېر پروجيکټونه جوړولاى شئ، له دې سره سره د Net.  د درېځ له مخې د نورو کمپيوټري ژبو پروجيکټونه هم د New Project پر پاڼه د سي شارپ د پروجيکټ غوندې په نښه کولاى شئ او وروسته ځنې بدلونونه پر پلې کولاى شئ.
د New Project په پاڼه کې د Visual C#pسرليک دوه ځله کليک کړئ چې په کې پراته توکې لڅ شي، په لڅو شوو توکو کې Windows  او د پاڼې په کېڼ اړخ کې Windows Forms Application په نښه کړئ، همداسې د نوي پروجيکټ لپاره نوم غوره کړئ  او هم يې د زېرمه کولو ځاى په نښه کړئ.  لاندني شکل ته وګورئ: د نوموړې پاڼې له لارې د نورو پروګرام ليکونکو پروګرامونو پروجيکټونه هم په نښه کولاى شئ، نوموړې عبارت دي  C++, Visual Basic  او…. 
Picture Viewer د نوي پروجيکټ نوم وټاکئ او سيمه يې مه بدلوئ ورپسې د OK تڼۍ کليک کړئ که نوي پروجيکټ ته نوى نوم ورکول غواړئ يا يې هم له يوه ځايه بل ته وړئ ټولې کړنې به د ډېر پام له مخې تر سره کوئ يعنې کله کله يو پروجيکټ ورانېږي هم، سي شارپ ستاسو نوى پروجيکټ جوړوي، تر جوړولو وروسته يې د يوې ډيزاين کړکۍ په بڼه د پردې پر مخ غوړوي لاندني شکل ته وګورئ:
د روان لوست د سي شارپ چاپېريال ښايي له نورو سره څه نا څه توپير ولري، ستره وجه يې د نوموړي بېلابېل ورژنونه دي چې پر بېلابېلو چاپېريالونو کار کوي، روښانه بېلګه يې پخوانى سي شارپ يا هم لکه د مونيټور د Resolution بدلوونکې پاڼې چې په هر وينډوز کې بېلابېلې بڼې لري يادولاى شو. په دې لوست کې چې کوم عناصر لوستل کېږي، هغوى د  سي شارپ په ټولو عامو ورژنونو کې موجود دي.
C# Environment پېژندل
د لومړي ځل لپاره چې سي شارپ پنځوئ دا خبره ياد ولرئ چې په IDE کې به ډېرې نورې کړکۍ هم پرانيستل شوي وي، لکه د Properties کړکۍ چې په مرسته يې د ابجيکټونو Properties او څېرې عيارولاى شو، په دې کړکيانو کې ګڼ شمېر ټبونه موجود وي، د بېلګې په توګه Toolbox هم يو ټب دى چې د پروګرام په کېڼ اړخ کې پروت دى پورتني شکل ته ځير شئ، نوموړى تر کليکولو وروسته د پردې پر مخ د ور سره لرونکو توکو ليست غوړوي، Toolbox د نوموړي ليست د ليدلو په موخه کليک کړئ، که د موږک نښه يوازې د څو ثانيو لپاره ور نژدې کړئ نوموړې په خپله پرانيستل کېږي او که غواړئ و يې تړئ د موږک نښه ځنې ليري کړئ، او که کړکۍ په مکمله توګه بندول وغواړئ د x نښه يې کليک کړئ، په همدې بڼه د هرې کړکۍ شکل او کړنلارې ته تغير ورکولاى شئ پر دې برسېره د خپلې خوښې له مخې يې چاپولاى هم شئ، د نورو معلوماتو لپاره دوهم لوست ولټوئ.
په سي شارپ کې هېڅ يو توکى په غبرګ کليک مه پرانيزئ ځکه په دې ډول نوموړى د کوډ ليکلو کړکۍ ته ځي، که په غلطۍ سره پر يوه توکي دوه ځله کليک وکړئ د کوډ ليکلو پاڼه يې پرانيستل کېږي، د همدې کړکۍ په اوچته برخه کې هم ګڼ شمېر ټبونه موجود وي، د هغوى له ډلې څخه پر فارم ډيزاين کليک وکړئ چې د کوډ ليکلو کړکۍ غايبه شي او خپل پروجيکټ ته را وګرځئ.
داسې يو پروګرام ليکل چې په بل کمپيوټر کې هم وچلېږي يوه پراخ پروجيکټ ته اړتيا لري او ټولې برخې يې بايد مکملي شي، نوموړى په برياليتوب سره چلول يا هم يو DLL په مکمله توګه ليکل په شلم لوست کې لوستلاى شئ، په دې ځاى کې يې يادونه دا معنا ورکوي، که تاسو له يو چا څخه د يوه پروګرام ليکل اورئ بايد په دې فکر شئ چې نوموړى د پروجيکټ د ټولو مرحلو تر طى کولو وروسته د تکميل پړاو ته داخلېږي لکه همدا اوس چې د يوه تصوير ښودونکي پروګرام ليکلو پر لور ګام اخلئ.
د IDE په ښې اړخ کې پرته د Properties کړکۍ هر مهال په کار راځي او نوموړې ډېره اړينه ده، که د کمپيوټر د پردې ګچه مو 640X480 وي په نوموړې کړکۍ کې ډېر کم توکي ليدل کېږي، دا ډول د پروجيکټ د Property په ليدلو او بدلولو کې ډېري ستونزې لري، زموږ سپارښتنه دا ده چې د پردې ګچه مو تر 800X600 کمه مه پرېږدئ، په ځانګړې توګه هغه مهال چې پر Visual Studio کار کوئ.
د کمپيوټر پرده د 1024X768  ګچې له مخې ټاکل د کار لپاره خورا ښه زمينه مساعدوي، د نوموړې ګچې د بدلولو په موخه پر Desktop د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه Properties يا هم Personalize کليک کړئ ورپسې د Settings پاڼې ته لاړ شئ او د پردې ګچه مو بدله کړئ.
د ابجيکټونو ځانتياوې بدلول
په سي شارپ کې چې هر کار کوئ ابجيکټ بلل کېږي، پر فارم باندې د کار کولو پر مهال ټول ابجيکټ کارېږي، همدا ډول کوم توکي چې پر فارم وينئ لکه Buttons, List Boxes  او… ټول ابجيکټونه دي چې په درېيم لوست کې په دې اړه پوره ږغېږو.
ابجيکټونه د جوړښت له مــخې بېلابېل ډولونه لري د بېلګې په ډول په Form1 کې فارم ابجيکټ بلل کېږي، کوم توکي چې پر فارم اېښودل کېږي هغوى ته Control Object يا هم Control ويل کېږي، ځينې ابجيکټونه په ظاهره نه ښکاري او د يوه کوډ په شانې وي يعنې ځينې پټ ځينې ښکاره وي چې په اړه يې وروسته ږغېږو.
هر ابجيکټ که ښکاره وي او که پټ په ځانګړې Attributes کې اوسېږي همدا د ابجيکټ Properties بلل کېږي، د بېلګې په توګه تاسو هم د خپلو ځانګړنو له مخې پېژندل کېږئ لکه څهره، قد، د وېښتانو رنګ او…  دا ډول سي شارپ هم تر همدې ځانګړنو لاندې کارېږي چې عبارت دي له سايز، د پردې تر شا رنګونه او… د يوه ابجيکټ د Properties پاڼه د نوموړي کړه وړه ټاکي کله چې يو نوى ابجيکټ جوړوئ تر ټولو مخکې د هغه کړه وړه وټاکئ، تر څو نوموړى ستاسو د خوښۍ له مخې کار وکړي، د يوه ابجيکټ د ځانګړنو د ليدلو په موخه نوموړى په  Design View  کې کليک کړئ او ځانتياوې يې د Properties پر پاڼه مشاهده کړئ.
ابجيکټونو ته نومونه ټاکل
هغه Property چې تر ټولو مخکې د يوه ابجيکټ د نومولو په موخه کارېږي Name Property بلل کېږي، د نوموړې کړکۍ د ښودلو په نيت د F4 کيلي کښېکاږئ او خپل فارم ته يو نوم وټاکئ.
کله چې په سي شارپ کې يو ابجيکټ جوړوئ د نوموړي د محتوا له پلوه به نوم هم ورته ټاکئ، د بېلګې په توګه د Properties په کړکۍ کې لومړنى نوم د Form1 لپاره غوره کېږي او دوهم د Form2 لپاره، که څه هم دا نومونه توپير سره لري مګر په يوه پروجيکټ کې ګڼ شمېر ابجيکټونه داخلېږي او د هغوى په پېژندګلوۍ کې له ستونزو سره مخېږى او تېروزى، ښه به دا وي چې هر يو يې ځانګړى ونومول شي.
دا يو معمول دى چې په يوه پروجيکټ کې په درزنونو فارمونه داخلېږي او سي شارپ يې په اتوماتيک ډول په خپلو ځانګړو نومونو لکه Form1, Form2, Form3  په مسلسله توګه چې يوازې يې شمېره ور بدلوي نوموي، له همدې امله که يې په ځانګړو نومونو و نه نوموو يوه پېچلې ستونزه منځ ته راځي او نه شو کولاى مطلوب فارم ولټوو.
که يو فارم جوړوئ يا هم يو بل شى، نوموړى يوازې د جوړولو او چلولو له مخې د فارم په ډول کارېږي، له همدې امله مو په دې وړوکې بېلګه کې نوموړي ته د فارم نوم غوره کړى، د نورو معلوماتو لپاره پنځم لوست وګورئ.
د خپلو فارمونو په ښه توګه د اوډلو په موخه هغوى ته ځانګړي نومونه ورکړئ، کله چې يو فارم جوړوئ سي شارپ د هغه د نومولو چانس په لاس درکوي، مګر د لومړنى فارم د نومولو چانس د پروجيکټ جوړېدو پر مهال سي شارپ په لاس نه دى درکړى، له همدې امله اړ ياست چې نوموړى فايل او فارم دواړه په نوي نومونو ونازوئ.
د دې کار په موخه د Name Property کليک کړئ، زوړ نوم (Form1) يې وران کړ‌ى او پر ځاى يې PictureViewer وليکئ، په دې ډول مو فارم ته نوى نوم په ګوته کړ، خو که نوموړى فارم د Solution Explorer په کړکۍ وکتل شي نوم يې نه دى تغير شوى. د همدې نامه د بدلولو په موخه په Solution Explorer کړکۍ کې پر Form1.cs د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه Rename کليک کړئ، نوى نوم يې PictureViewer.cs وليکئ.
سپارښتنه: د خپلو فايلونو فارمونه د خپل اصلي پروجيکټ په نامه ونوموئ.
د فارم  Text  پراپرټي عيارول
هر فارم خپل ځانګړى نوم چې د پروګرام له لورې ورته ټاکل شوي وي کاروي، دا نوم يوازې څو تورې وي چې Text ورته ويل کېږي او د Properties په کړکۍ کې د Form1 په نامه موجود وي، نوموړي د دې ښکارندوى وي چې د لومړي ځل لپاره فارم جوړ شي سي شارپ يې په ياد شوي نامه نوموي، مګر کله چې تاسو د يوه فارم نوم ته تغير ورکړئ له دې سره د هغه د Text نوم نه بدلېږي، يعنې د Name په Property سره يې Text Property نه بدلېږي.
د يوه فارم پر Title د الفاظو ګچه او… د نوموړي د Text Property له ارزښته ټاکل کېږي، د دې لپاره يو ځل بيا فارم کليک کړئ چې د Properties  کړکۍ يې پرانيستل شي، د نوموړې کړکۍ توکې د Scrollbar په مټ کښته لورې ته کش کړئ تر څو له Text Property سره مخ شئ، په نوموړې سيمه کې پخوانۍ ليکنه په Picture Viewer بدله کړئ او د Save all تڼۍ د ټولو بدلونونو د خوندې کولو په غرض کليک کړئ.
د فارم Icon بدلول
هر د وينډوز کاروونکى Icon پېژني، نوموړى د يوه کوچني تصوير غوندي دى او د بېلابېلو پروګرامونو لپاره پر بېلابېلو ډولونو کارېږي، په ټوليز ډول په Start تڼۍ کې د ميشتو پروګرامونو په سر کې پروت وي، په سي شارپ کې نه يوازې دا چې پر Icon واک پيدا کولاى شئ بلکې د خپل فارم لپاره د خپلې خوښي له مخي يو هغه په نښه کولاى شئ، که غواړئ دې کار ته د عمل جامه ور واغوندى لاندنۍ لارښوونې وڅارئ:
١.  پر فارم کليک وکړئ.
٢.  د Properties په کړکۍ کې Icon کليک کړئ.
٣.  د نوموړى د کليکولو سره جوخت يوه کوچنۍ تڼۍ چې يوازې درې ټکي پر ليکلي وي زېږي هماغه تڼۍ کليک کړئ.
٤.  په دې ډول يوه وړوکې پاڼه پرانيستل کېږي، د نوموړي پاڼې له لارې په خپل کمپيوټر کې د پرتو ايکنانو له بنډل څخه يو هغه په نښه کړئ ورپسې د Open تڼۍ کليک کړئ.
يا هم د نوموړي Icon نښه دوه ځله کليک کړئ، په دې ډول هم په نښه شوى Icon انتخاب کېږي. کله چې يو Icon په نښه کړئ نوموړى د Icon Property په سيمه کې د Icon له ليکني سره يو ځاى ښکاره کېږي، د فارم او د پروګرام پر سرليکونو يې هم نښه ښکاره وي له دې سره سره يې د وينډوز پر Taskbar هم نښه څرګنده وي، ټاسکبار هغه سيمه ده چې تاسو يو پروګرام پر Minimize کولاى شئ.
زموږ له لورې د په نښه شوي Icon د کارولو اړتيا نشته، د خپلې خوښي له مخې يو هغه په نښه کړئ او د دې بېلګې لپاره يې کار کړئ، مګر هغه مهال چې له تاسو سره کوم Icon موجود نه وي له دې بېلګو څخه پرته ښايي د ستونزو ښکار وګرځئ.
په دې کتاب کې د ټولو کارول شوو بېلګو معلومات د انټرنيټ له پاڼو څخه تر لاسه کولاى شئ، يعنې که غواړئ همدا بېلګې چې په دې کتاب کې تر بحث لاندې نيول شوي په خپله معاينه کړئ لومړني پيوند ته او که غواړئ د دې کتاب هر څپرکى په جلا جلا توګه تر نظر تېر کړئ او هغه پروجيکټونه چې په دې کتاب کې تر بحث لاندې نيول شوي په خپله وګورئ دوهم پيوند ته سر ور ايسته کړئ:
http://www.samspublishing.com/
 www.jamesfoxall.com/books.aspx

د فارم ګچه ټاکل
تاسو اوس د فارم د بڼې د ټاکلو پړاو ته داخلېږئ، د Properties  په کړکۍ کې د نوموړي د پلنوالي او اوږدوالي دواړه سايزونه موجود دي، يعنې دواړه سايزونه په يوه کور کې ليکل کېږي چې تر منځ يې د بېلوالي لپاره کامه کار شوي ده، د همدې کامې کېڼ لورې ته د فارم پلنوالى او ښې لورې ته يې اوږدوالى ليکلاى شئ، بايد ووايم دواړې شمېري د Pixel له مخې ليکل کېږي. مګر د ځانګړي ګچې د ټاکلو په موخه د Size Property د  (+)  نښه کليک کړئ او هره ګچه بېله بېله وليکئ لاندني شکل ته ځير شئ:
کوم تصوير ښودونکى پروګرام چې ليکل کېږي د فارم پلنوالى يې ٤٠٠ او اوږدوالى يې ٣٢٥ وټاکئ، د همدى ليکلي سايزونو د پلي کولو په موخه د Enter کيلي کښېکاږئ يا هم په همدې کړکۍ کې يو بله پراپرټي کليک کړئ له لاندني شکل سره مخېږئ:
که د لومړي ځل لپاره پر يوه پروجيکټ کار کوئ سي شارپ نوموړى په ابتدايي ډول په کمپيوټر کې ساتي يعنې کوم بدلونونه چې تاسو پر پلي کړي تر اوسه لا په ميموري کې خوندي دي او په پروجيکټ کې خوندي شوي نه دي، که پر داسې مهال کمپيوټر بند يا هم له سره روښان شي ټول بدلونونه له منځه ځي زموږ سپارښتنه دا ده تر څو چې مو بدلونونه په ښه توګه خوندي کړي نه وي کمپيوټر مه بندوئ، د دې لپاره چې ټول بدلونونه په ښه توګه خوندي شي شېبه په شېبه ځان د هغوى د خوندي کولو سره عادت کړئ، يعنې هر وخت په File مينيو کې Save all تڼۍ يا هم په کېبورډ کې Ctrl+S کيلۍ کښېکاږئ.
فارم ته کنټرولران زياتول
تر اوسه جوړ شوى فارم پر خپلو ځانګړنو ولاړ برېښي او نوموړي ته د ابجيکټونو د ور زياتولو اړتيا شته تر څو يو کاروونکى يې په کار واچوي، کوم ابجيکټونه چې فارم ته ور زياتېږي کنټرولران بلل کېږي، يا په بل عبارت په سي شارپ کې ټول کارېدونکي توکي ابجيکټونه يا کنټرولران نومېږي، نوموړي پر دوه ډوله وېشل شوي دي لومړى ډول يې ښکارېدونکي او دوهم ډول يې نه ښکارېدونکي کنټرولران، په دې بېلګه کې دواړه ډولونه په کار اچوو، د پروګرام په کېڼ اړخ يو ټب د Toolbox  په نامه موجود دى، په نوموړي کې پراته توکي که غواړئ ووينئ د موږک نښه ور نژدې کړئ يا يې هم کليک کړئ، لاندني شکل ته ځير شئ:
په ياد شوي Box کې ټول هغه کنټرولران پراته دي چې سي شارپ يې د يوه پروګرام ليکلو پر مهال کاروي.چې څو بېلګې يې په دې ډول دي  Labels, Textbox, Buttons, Picture box,  او….  کله چې د موږک نښه له Toolbox څخه ليري کړئ او په فارم کې يو کنټرول کليک کړئ نوموړى پخپله غايبېږي، د ټولباکس د نه غايبېدو په موخه د نوموړي پر Title موجوده کوچنۍ نښه چې Push Button بلل کېږي کليک کړئ.
ستاسو کوچنى تصوير ښودونکى پروګرام لاندنيو توکو ته اړتيا لري:
١.  يو د تصوير ښودلو او بل د پروګرام بندولو کنټرولران
٢.  يو Picture Box کنټرول
٣.  يو تصوير پرانيستونکى کنټرول
Interface جوړول
په ټوليز ډول پر فارم User Interfaces  په ډېره ښه توګه جوړېږي او بيا د نوموړي تر شا کوډ ليکل کېږي تر څو فارم په کار واچوي، ستاسو کوچنى تصوير ښودونکى پروګرام يوې د بندولو تڼۍ، يوې تصوير ښودونکي تڼۍ او يو تصوير باکس ته اړتيا لري او نوموړي ټوله User Interfaces بلل کېږي چې په لاندني ډول يو فارم د کار وړ ګرځوي:
فارم ته ښکارېدونکي کنټرولران زياتول
فارم ته د Button Control ور زياتولو په موخه نوموړى په ټولباکس کې دوه ځله کليک کړئ سي شارپ په خپله يوه نوې تڼۍ جوړوي او د فارم په اوچته برخه کې يې کېڼ لورې ته ږدي لاندني شکل ته ځير شئ، د Properties کړکۍ په کارولو سره د جوړې شوې تڼۍ ځانتياوې عيارولاى شئ، يعنې سي شارپ چې د يوې تڼۍ لپاره کوم ځاى غوره کوي ښايي په دې اړ شئ چې نوموړى هغه يې بدل کړئ ځکه تاسو يوې تڼۍ ته د خپلې خوښې له مخې هم ځاى ټاکلاى شئ، دې موخې ته په اسانۍ سره د رسېدو په هيله د نوموړي د Properties په کړکۍ کې د الفبا له اوډن څخه کار واخلئ.
کله چې په ټولباکس کې Button Control  دوه ځله کليک کړئ، د فارم په اوچته برخه کې کېڼ لورې ته ايښودل کېږي، نوموړې تڼۍ کليک کړئ چې Select شي او د Properties په کړکۍ کې يې ځانتياوې په لاندنۍ بڼه وليکئ:
Property
Value
Name
btnSelectPicture
Text
Select Picture
Location
295, 10 (295 is X and 10 is Y Coordinate.)
Size
85, 23
تر دې وروسته يوې بلې تڼۍ ته ليدل کېږي چې کاروونکى يې د پروګرام بندولو په موخه کليکوي، د دې پر ځاى چې نوې تڼۍ جوړه کړئ له جوړي شوي هغې څخه کاپي واخلئ، په همدې موخه پر جوړې شوي تڼۍ د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه Copy  ورپسې د فارم پر هره برخه چې وي د موږک ښې تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه Paste په نښه کړئ، د کاپي شوي تڼۍ د Properties په کړکۍ کې د نوموړې ځانګړنې په لاندنۍ بڼه وليکئ:
Property
Value
Name
btnCancel
Text
Cancel
Location
295, 40
Size
85, 23
وروستى کنټرول چې فارم ته بايد زيات شي د Picture Box په نامه دى، يعنې په ټولباکس کې د Picture Box په نامه کنټرول دوه واره کليک کړئ، نوموړى هم ورته ځانتياوې لري مګر لومړنۍ دنده يې ستاسو له لورې د په نښه شوي تصوير ښودل دي چې د دې بېلګې لپاره کافي دى، ياد شوى کنټرول هم د لومړنۍ تڼۍ په څېر فارم ته ور زيات کړئ او د Properties په کړکۍ کۍ يې ځانتياوې په لاندنۍ بڼه وليکئ:
Property
Value
Name
picShowPicture
Border Style
FixedSingle
Location
8, 8
Size
282, 275
لاندني شکل ته وګورئ، د ټولو بدلونو تر پلي کولو وروسته به ستاسو د فارم بڼه نوموړي شکل ته ورته وي، د بدلونو د خوندي کولو په موخه د Save all  تڼۍ کليک کړئ.
فارم ته نه ښکارېدونکى کنټرول زياتول
تر دې مهاله چې پر فارم کوم کنټرولران اوډل شوي يوازې مادي بڼه لري، د يادولو وړ خبره دا ده چې ټول کنټرولران بايد مادي بڼه ونه لري، ځکه په هغوى کې ځينې هغه يې د پروګرام چلولو دندې په غاړه لري، يعنې نا څرګندو کنټرولرانو ته يو کاروونکى لار نه لري چې کار يې کړي، هغوى يوازې د پروګرام چلولو په موخه د هغه پنځولو پر مهال د پردې تر شا کار پيلوي، نوموړي د همدې وجې له مخې په سي شارپ کې په معياري ډول پراته وي.
يو کاروونکى له يوه پروګرام ليکوال څخه تل دا غوښتنه لري چې په پروګرام کې داسې يوه تڼۍ پرته وي چې په مټ يې نوموړى د خپل کمپيوټر ډرايوونه د تصوير موندلو په موخه ولټوي. دا څرګنده خبره ده چې د تصوير پرانيستلو لپاره د Open تڼۍ کارېږي، له نوموړي سره چې کومه کړکۍ ښکاره کېږي په ټولو وينډوزونو کې يو ډول ده، يعنې دا اړتيا نشته چې د يوه معياري کنټرول لپاره بېل کوډ وليکو.
په همدې موخه مايکروسافټ داسې يو کنټرول خپور کړى چې هر پروګرام ليکوال يې د خپل پروجيکټ لپاره کارولاى شي، نوموړى Open File Dialog  کنټرول نومېږي يعنې فايل پرانيستونکى کنټرول. که د مايکروسافټ له کنټروله کار واخلو وخت مو سپمېږي او که په خپله يې وليکو ښايي ګڼ ساعتونه د نوموړي پر ليکلو کار وکړو.
په ياد شوي ټولباکس کې د Dialogs  د ټولګې (+) نښه کليک کړئ او د OpenFileDialog کنټرول دوه ځله کليک کړئ چې فار ته داخل شي، (په ټولباکس کې پراته توکي د Arrow کيليو په مرسته په نښه کولاى شئ)، بايد ووايم نوموړى کنټرول پر فارم نه ليدل کېږي بلکې د فارم په وروستۍ ځانګړې برخه کې داخلېږي لاندني شکل ته وګورئ: د دې وجه دا ده چې نوموړى يو کاروونکي ته د تصوير ښودلو کومه دنده په غاړه نه لري، دى يوازې هغه مهال په کار راځي چې اړتيا پېښه شي او نوموړي پرته د Open کړکۍ له پرانيستلو بل کار نه کوي.
د فارم په وروستۍ برخه کې OpenFileDialog انتخاب کړئ او د Properties په کړکۍ کې يې ځانتياوې په لاندني ډول وليکئ:
Property
Value
Name
ofdSelectPicture
Filter
JPEG|*.jpg|Bitmaps|*.bmp
Title
Select Picture
FileName
Select a picture
د نوموړې د Filter Property د فلټرونو په موخه کارېږي، هغه نښه چې د پايپ (|) په بڼه ليکل شوي د فايل د بڼې د ټاکلو معنا ورکوي، او هغه ليکنه چې تر نوموړي نښي وروسته ليکل شوې د فايل کارولو معنا ورکوي، يعنې په پورتني فلټر کې JPEG او Bitmaps هغه ليکنې دي چې د Open په کړکۍ کې د Files of type  په برخه کې ښکاره کېږي، همداسې  jpg.*  او bmp.* هغه دوه ډوله فايلونه دي چې د همدې Open کړکۍ له لارې يې پرانيستلاى شئ. بايد ووايم د OpenFileDialog کنټرول لپاره تر يوه زيات فلټرونه کارولاى شئ او کومه ليکنه چې د همدې کنټرول د Title په برخه کې ليکلې د Open کړکۍ پر Title bar ښکاره کېږي.
د Interface تر شا کوډ ليکل
د ډيزان له پلوه تصوير ښودونکى پروګرام سر ته رسېدلى دى، که ټولباکس د فارم پر مخ پرانيستى وي بند يې کړئ، اوس د کوډ ليکلو پړاو ته داخلېږئ چې د پروګرام لپاره کوډ وليکئ تر څو په کار پيل وکړي، سي شارپ خپله يوه چلنيزه ژبه ده يعنې نوموړى پروګرام ته دا وړتيا ور په برخه کوي چې وچلېږي، موخه مو دا ده چې ليکل شوي کوډ ته د عمل جامه ور اغوستل يوازې د سي شارپ له لارې تر سره کېږي او Event په کار لوېږي.
ايونټونه (Events) پر دوو برخو وېشل کېږي چې مخکې مو هم يادونه وکړه، لومړى ډول يې د يوه کاروونکي په توسط تر سره کېږي د بېلګې په توګه يو کاروونکي يوه تڼۍ کليکوي او دوهم ډول يې وينډوز په خپله کاروي، د Events په اړه د نورو معلوماتو لپاره څلورم لوست وګورئ.
تر اوسه پروګرام په ډېره ښه توګه اوډل شوي مګر هېڅ کار نه شي کولاى، يعنې که څوک پر  Select Picture  تڼۍ د تصوير پرانيستلو په موخه کليک وکړئ له هېڅ يوه پيغام سره نه مخېږي، دا ځکه چې تر اوسه پروګرام ته دا نه دي ويل شوي چې د دې تڼۍ په کليکولو سره کوم ګام اوچت کړه.
اوس د کوډ ليکلو پړاو ته ننوزئ، د همدې پروګرام لپاره دوو کوډونو ته اړتيا لرئ چې ويې ليکئ، لومړى د
 Select Picture تڼۍ کوډ چې په کليکولو سره يې يو کاروونکى د دې وړ وګرځي تر څو په کمپيوټر کې د پرتو تصويرونو له ډلې څخه يو په نښه کړئ، دوهم د Cancel تڼۍ لپاره يو کوډ چې يوه کاروونکي ته د پروګرام بندولو وړتيا ور په برخه کړي.

د Select Picture تڼۍ کوډ ليکل
لومړنى کوډ چې ليکى يوه کاروونکي ته په کمپيوټر کې په تصويرونو پسې د ګرځېدو اجازه ورکوي او په نښه شوى تصوير يې د Picture Box په کنټرول کې ښکاره کوي، دا کوډ هغه مهال په کار پيل کوي چې يو کاروونکى د
 Select Picture تڼۍ ته ټک ورکړي، نو دا معلومه شوه چې کوډ بايد د نوموړي تڼۍ په Click Event کې وليکل شي.

کله چې تاسو په Design View کې پر فارم د پرتو کنټرولرانو څخه يو هم په دوه واره کليک سره کليک کړئ، د کوډ ليکلو کړکۍ د Click Event کوډ په خپله ليکي او د کوډ ليکلو په کړکۍ کې يې ښکاره کوي، همدا Event د هماغه کـنټرول لپاره Click Event بلل کېږي، دا ډول د نوموړې تڼۍ موخه واضح کوي او زموږ موخه همدغه تڼۍ کليکول وي.  Select Picture  تڼۍ دوه ځله کليک کړئ او د کوډ ليکلو په کړکۍ کې يې کوډ وليکئ لاندني شکل ته وګورئ.
کله چې يو Event جوړوئ سي شارپ يې تر څنګ يو Event Handler جوړوي او د نوموړې په مټ کار ته د عمل جامه ور اغوندي، يعنې Cursor چې د کوډ ليکلو په کړکۍ کې چيري ولاړ وى له هماغه ځايه د کوډ ليکل پيلېږي، له همدې امله چې تاسو څه ليکى هغه په کوډ کې شامل بلل کېږي، دا خبره هم په ياد وساتئ د کوډ پرانيستل او بندول دواړه د برېکيټ ({ }) په مټ تر سره کېږي، نوموړي د کار پيل او ختم په ګوته کوي او تاسو به ډېر ژر په دې پوه شئ چې سي شارپ ګڼ شمېر برېکيټونو ته اړتيا لري، په سي شارپ کې دخپلي خوښي له مخې کوډونه او برېکيټونه ليکلاى شئ مګر دا کار ډېر وخت نيسي او په دې لوست کې داسې وکړئ لکه څنګه چې موږ تر سره کړي.
د کوډ په لومړۍ کرښه کې چې تاسو څه غواړئ ليکلاى يې شئ مګر پيل يې بايد په غبرګ سلاش (//) تر سره شي، تر دې غبرګو سلاشونو وروسته د خپلي خوښي ليکنه ليکلاى شئ، د دې بېلګې لپاره لاندني توري وليکئ او د Enter کيلي ووهئ:
// Show the open file dialog box
د کوډ په راتلونکې کرښه کې ستاسو دنده دا ده چې فايل پرانيستونکې کړکۍ په کار واچوئ، د همدې کنټرول دنورو معلوماتو په اړه د کتاب درېيم لوست وګورئ، د اوس لپاره تاسو هغه تګلاره غوره کړئ چې په مټ يې Select تڼۍ پرانيستونکې (Open) کړنه تر سره کړي.
Show Dialog کمانډ د Open کړکۍ په دې اړباسي چي پرانيستل شي او کاروونکى پرېږدي د خپلي خوښي له مخې يو تصوير په نښه کړي، نوموړې کړنه تر يو څو کرښو ليکلو وروسته تکميلېږي چې په مټ يې دا پته لګولاى شو چې کار مکمل شوى دى که يا، چې بيا يې له لومړنۍ په لاس راغلي پايلي سره هم پرتله کولاى شو.
تاسو مه خفه کېږئ د دغو ټولو شيانو په اړه په راتلونکو درسونو کې پوره معلومات درکول کېږي، دا ډول کوډ يو کارکوونکي ته دا واک په لاس ورکوي چې د خپل کمپيوټر له ډرايوونو څخه د خپلي خوښي تصوير په نښه کړي، تر دې وروسته که فايل پرانيزئ بل کوډ کارېږي.
د دې کوچنۍ بېلګې لپاره لاندنۍ کرښه داخله کړئ او د Enter کيلي کښېکاږئ:
if(ofdSelectPicture.ShowDialog()==DialogResult.OK)
تر پورتنۍ ليکني وروسته لاندنۍ هغه وليکئ او د Enter کيلي ووهئ:
// Load the picture into the picture box
د کوډ راتلونکې کرښه د تصوير ښکاره کوونکې ده که تاسو يې په اړه پوره معلومات غواړئ لسم لوست وګورئ، تر پورتنۍ کرښې وروسته لاندنۍ کرښه وليکئ:
picshowpicture.Image = Image.FromFile(ofdSelectPicture.FileName);
لومړني او وروستني برېکيټونه د دې ښکارندوى دي چې ګڼ شمېر نور لينونه هم شته او بله خبره دا چې د کوډ ليکلو پر مهال و Space او  Tab کيليو ته اړتيا نشته ځکه سي شارپ  دا نيمګړتياوې په خپله پوره کوي.
که تاسو په فارم کې له تصوير سره د هغه نوم او پوره پته ښکاره کول وغواړئ دا کار هم شونى دى. کله چې د لومړي ځل لپاره يو فارم جوړ کړئ د Text Property څخه د يوه تصوير نوم او پته په نښه کولاى شئ، مګر که وغواړئ بېلابېل تصويرونه د همدې فارم له لارې پرانيزئ لاندنى کوډ د کوډ ليکلو په کړکۍ کې د وروستنيو دوو کرښو پر ځاى وليکئ، يعنې پورتنۍ دوې کرښې مه ليکئ پر ځاى يې لاندنۍ دوې هغه وليکئ:
//Show the name of the file in the form's caption
this.Text = string.Concat("picture Viewer(" + ofdSelectPicture.FileName + ")");
د Cancel تڼۍ کوډ ليکل
وروستنى کوډ چې تاسو بايد وليکئ هغه دا دى چې که يو کاروونکى د Cancel تڼۍ کليک کړئ بايد پروګرام وتړل شي، د دې کار لپاره د Cancel تڼۍ Click Event پرانيستل غواړئ،  د Select Picture تڼۍ د کوډ ليکلو کړکۍ ټوله کړئ او پر فارم  د Cancel تڼۍ دوه ځله کليک کړئ چې دا تڼۍ هم په کار پيل وکړي او د کوډ  ليکلو په کړکۍ کې يې لاندنۍ کرښې وليکئ، ستاسو ليکلي کوډونه بايد لاندني شکل ته ورته وي:
 // Close the window and exit the application
this.Close();
پورتنۍ تګلاره د بوخت فارم د بندولو په موخه کارېږي، کله چې په پروګرام کې وروستنى پرانيستل شوى فارم بند شي پروګرام په خپله ځان بندوي، که يو غښتلى او پراخ پروګرام مو ليکلى وي لکه څنګه چې مو مخکې اشاره ورته وکړه  چې يو پراخ پروګرام د ډېرو نورو فرعي توکو څښتن وي، که بندول يې وغواړئ لومړى ټول توکي ټول کړئ او بيا د پروګرام بندولو هڅه وکړئ، مګر د دې بېلګې لپاره د فارم بندول د ټولو هغو هڅو څخه يوه بلل کېږي چې غواړئ پايله يې تر لاسه کړئ.
پروجيکټ اجرا کول
پروجيکټ اوس تکميل شوى دى، پر ټولبار پرته د Save all تڼۍ کليک کړئ چې ټول بدلونونه او نوي ليکنې خوندي شي، تر دې وروسته د F5  کيلي ته ټک ورکړئ يا هم پر ټولبار باندې موجود مثلث چې د VCR  د  Play   تڼۍ ته يې  شکل ورته دى کليک کړئ، دا تڼۍ د Start  او Debug  پر مينيوګانو هم موجوده ده، په دومره ډېرو ځايونو کې يې موجوديت دا معنا ورکوي چې څومره ښايي هغومره کار تېز تر سره شي. کله چې تاسو پروجيکټ اجرا کوئ د سي شارپ بڼه بدلېږي او کوم فارم چې تاسو جوړ کړى د يوه پروګرام په بڼه پر پرده غوړېږي لاندني شکل ته وګورئ:
دا چې تاسو اجرا کړ دا هماغه پروګرام دى چې همدا اوس مو وليکى، نوموړى په بل کمپيوټر کې هم په ورته بڼه اجرا کېږي ان دا چې که په هغه کې سي شارپ موجود هم نه وي، Select Picture تڼۍ د تصوير موندلو په موخه کليک کړئ لاندني شکل ته وګورئ:
د همدې کړکۍ له لارې يو تصوير ولټوئ او وروسته يې په غبرګ کليک ووهئ، يا يو وارې د تصوير پر سر او دوهم وارې د Open تڼۍ پر سر کليکونه وکړئ، چې په ګوته شوى تصوير مو د نوي پروګرام په Picture Box کې څرګند شي لاندني شکل ته وګورئ، که بيا وغواړئ پر پروجيکټ کار وکړئ د Cancel تڼۍ کليک کړئ او کار ته مو ادامه ورکړئ، تر کار کولو وروسته د Save all  تڼۍ د نوو تغيراتو د خوندي کولو په موخه چې د سي شارپ پر ټولبار پرته ده کليکوئ، دا وه د پروجيکټ او د نوموړي په مټ د يوه کوچني پروګرام ليکلو بېلګه.